شاته

واشنګټن امریکا ته د واجد شرایط افغانانو د کډوالۍ دپاره ځانګړې پاڼه پرانیستله

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمي ویب سایټ کې د "افغان کورنیو د یو ځای کولو" تر نامه لاندې ځانګړې پاڼه پرانیستې ده چې له لارې یې په متحده ایالاتو کې میشت افغانان وکولای شي، د خپلې استوګنې په اساس، د خپلې کورنۍ غړي امریکا ته راوغواړي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې امریکا د افغان کورنیو د بیا یوځای کیدو او په امریکا کې د میشتیدنې له پروګرامونو سره مرسته کړې ده، خو د دغې اعلامیې په حواله، لا هم یو شمیر افغانان چې ددغو پروګرامونو شرایط پوره کولای شي، له ستونزو سره مخامخ دي.

د دې ځانګړې پاڼې د جوړولو موخه له هغو افغان کورنیو سره مرسته ده چې تر دې دمه له یوه بله جلا دي. په پاڼه کې، په متحده ایالاتو کې میشتو د امریکا د تابعیت لرونکو افغانانو، د دایمي استوګنې کارت لرونکو او د لنډمهاله بشردوستانه اقامت لرونکو ته لارښوونه شوې چې څنګه کولای شي له خپلو عزیزانو سره یوځای شي.

د دې پاڼې د معلوماتو له مخې، د متحده ایالاتو د تابعیت لرونکو میرمنې، ماشومان او مور او پلار امریکا ته د کډوالۍ وړ دي. د متحده ایالاتو اتباع همدارنګه کولی شي د خپلو وروڼو دپاره هم د مهاجرت درخواست ورکړي، خو د درخواست بهیر یې کیدای شي کلونه وخت ونیسي.

هغه خلک چې د متحده ایالاتو د دایمي استوګنې کارت (ګرین کارت) لري، مېړه یا مېرمن او د ۲۱ کلونو څخه د کم عمر لرونکي نا واده شوي ماشومان یې امریکا ته د کډوالۍ وړ ګڼل کیږي.

هغو افغانانو چې د مهاجرت د ځانګړي ویزې (SIV) له لارې د متحده ایالاتو د دایمي استوګنې کارتونه ترلاسه کړي، مېړه یا مېرمن او هغه اولادونه یې چې عمرونه یې د ۲۱ کلونو څخه کم وي، امریکا ته د کډوالۍ مستحق دي.

همدارنګه، هغه افغانان چې په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ یا سیاسي پناه قضیه لري، کولای شي خپل مېړه یا مېرمن او له ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي ناواده شوي اولادونو ته متحده ایالاتو ته د راتلو بلنه ورکړي.

هغه افغانان چې په متحده ایالاتو کې لنډمهاله بشري استوګنه لري او په تدریجي ډول د لنډمهاله محافظتي استوګنې اجازه ورکول کیږي، کولای شي خپل میړه یا مېرمن او د ۲۱کلونو څخه کم عمر لرونکي نا واده شوي ماشومان متحده ایالاتو ته د مهاجرت دپاره راوغوړي.

د تېر کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو ، د طالبانو له بیا واکمنېدو او په کابل کې د امریکا د سفارت تر تړل کېدو وروسته، امریکا ته د کډوالۍ په شرایطو برابر یو شمېر افغانان په کابل کې د امریکا د قونسلي خدمتونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې د دغو افغانانو د درخواستونو د چټک پروسس لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي.