شاته

له تفريحي ځايونو د افغان ښځو منع کولو په تړاو غبرګونونه دوام لري

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري پارکونو او تفریحي ځایونو ته د افغان مېرمنو د نه پرېښودو په غبرګون کې ویلي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې وروستي بندیزونه هغه څه دي چې د دوی لاسرسی عمومي چاپېریال ته لنډوي.

فرزانه د کابل ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي.

هغه د طالبانو له لوري پر افغان مېرمنو له وروستیو محدودیتونو ناخوښه ده.

فرزانه وايي، د طالبانو له لوري پارکونو، تفریحي ځایونو، ورزشي کلپونو او حمامونو ته د مېرمنو نه پرېښودل نه یوازې دا چې پر دوی بلکې د دوی په ماشومانو یې هم اغېز کړی.

نوموړې زیاته کړه: "موږ په اونۍ کې یو ځل خپل ماشومان د تفریح لپاره پارکونو ته بیول، موږ خیر خو زموږ اولادونو باندې یې محدویت وضع کړی. د ژوند کولو حق ورځ تر بلې اخیستل کېږي. زموږ نه د ژوند کولو حق اخیستی دی داسې حکومت نه کېږي."

سحر هم د کابل ښار اوسېدونکې ده.

نوموړې له دولسم ټولکي فارغه شوې او اوسمهال په کور ناسته ده.

دغه نجلۍ د طالبانو له لوري په مېرمنو وروستیو محدویتونو ته اندېښنه لري.

نوموړې اندېښنه ښيي چې طالبان له کورونو د مېرمنو په وتلو هم بندیز ونه لګوي.

سحر له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغان مېرمنې او نجونې له یاده ونه باسي.

نوموړې وویل: "له نړیوال ټولنې مو همدا غوښتنه ده چې اوسنی حکومت په یو ډول نه یو ډول دې ته قانع کړي چې موږ وشو کولای خپل حقوقو ته لاسرسی ولرو څو موږ ته د کار، تعلیم او نور فرصتونو زمینه له کور نه بهر برابر شي."

له دې سره خوا کې د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په خپل ټوېټر پاڼه د یو ویډیويي راپور په خپرولو سره پارکونو او تفریحي ځانونو ته د طالبانو له لوري د مېرمنو نه پرېښودلو په غبرګون ولیکل چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې وروستي بندیزونه هغه څه دي چې دوی لاسرسي عمومي چاپېریال ته لنډوي.

دغه سازمان همداراز ویلي، نړېواله ټولنه باید د افغان مېرمنو او نجونو ستونزو ته په کمه سترګه ونه ګوري.

دغه غبرګونونه په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزرات ویاند عاکف مهاجر د تېرې چهارشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې مېرمنو ته له دې وروسته پارکونو او تفریحي ځایونو، حمامونو او ورزشي کلپونو ته د ورتک اجازه نه شته.

څو میاشتې وړاندې هم طالبانو د شرعي حجاب په درلودلو سره یوازې د اوونۍ به درې ورځو کې مېرمنو ته اجازه ورکړې و چې پارکونو ته لاړې شي.

سره له دې چې طالبانو په ځلونو ویلي، د افغان مېرمنو ټول حقوق به د اسلامي اصولو په رڼا کې ټینګوي، خو له هغې ورځې چې دوی په ډول افغانستان د دویم ځل لپاره واکمن شوي د افغان نجونو په پرمخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړلي شوي او ډېری افغان مېرمنې په دولتي ادارو کې له کار راګرځول شوي دي.