شاته

د طالبانو د تازه بندیزونو په اړه د افغان مېرمنو احساسات څه ډول دي؟

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو نوي لګېدلي محدودیتونه غندلي دي.

د دې سازمان د اسیايي څانګې مرستیالې ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د دې اقداماتو په وسیله ښيي چې د انسانانو بنیادي بشري حقونه د دوی لپاره هېڅ راز ارزښت نه لري.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د روانو محدودیتونو په اړه احمدتکل له مدني فعالې ماریا توتاخېل سره مرکه کړې.

مېرمن توتاخېل په پیل کې پر دې خبرې کوي چې د طالبانو د تازه بندیزونو په اړه د افغان مېرمنو احساسات څه ډول دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:09 0:00
مستقیم لېنک