شاته

اروپايي ټولنې د شمالي کوریا د راکټي ازمایښتونو په وړاندې د پریکنده غبرګون غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې د شنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) د شمالي کوریا د توغندیو "ناقانونه" توغول وغندل او د ملګرو ملتونو د پراخو بندیزونو په ګډون یې د نړۍ د "قاطع او متحد غبرګون" غوښتنه وکړه.

د اروپايي ټولنې په بیانیه کې چې د یادې ټولنې د بهرني سیاست د مسول جوسیپ بوریل له خوا خپره شوې راغلي، دا ټولنه د شمالي‌ کوریا د مزایلو د بې ساری ازمایښت، له هغې جملې د قاره ویشتونکي (ICBM) توغندي او د لنډ واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو ازمایښت خطرناک اقدام بولي.

شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمرینونو په غبرګون کې د چهار شنبې په ورځ نومبر دویمه په بې ساري ډول ۲۰ مزایل وازمایل چې یو قاره ویشتونکی (ICBM) توغندی او دوه لنډ واټن ویشتونکي توغندي د جنوبي کوریا د خاوري په طرف وتوغول شول او دې مزایلو د جنوبي کوریا په سواحلو کې د برید د خطر زنګ وغږاوه.

په تازه مورد کې شمالي ‌کوریا نن شنبه هم څلور لنډ واټن ویشتونکي توغوندي وازمایل.

د اروپايي ټولنې په بیانیه کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټولو غړو هیوادونو په ځانګړې ډول د امنیت شورا له غړو غوښتل شوي چې په بشپړ ډول د بندیزونو د لګیدو څخه ډاډ ترلاسه کړي څو شمالي کوریا ونشي کړای د خپلو ناقانونه تسلیحاتي پروګرامونو د ملاتړ لپاره، مواد، پوهه او مالي سرچینې برابرې کړي.

دې ټولنې یو ځل بیا له شمالي کوریا غوښتي دي چې "خپل تهاجي او بې ثبات کوونکي اقدامات ودروي، نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او له ټولو اړخونو سره له سره خبرې پیل کړي."

اروپايي ټولنې همدارنګه له جاپان او جنوبي کوریا سره په خپل بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی.

شمالي کوریا په روان میلادي کال کې کابو د قاره ویشتونکو توغندیو په ګدون تقریبا ۵۰ بالستیک توغندي آزمایلي دي، خو د وروستي‌ مورد پرته ، په هیڅ مورد کې توغندي د جنوبي کوریا په طرف نه وو توغول شوي.

د امریکا او جنوبي کوریا مشترک نظامي تمرینونه

ټاکل شویده د امریکا هوایي پوځ د شنبې په ورځ د امریکا - جنوبي کوریا مشترکو نظامي تمرینونو لپاره B-1B ستراتیژکې بم غورځونکي الوتکې واستوي. دا خبر د سهیلي کوریا یونهاپ نیوز خبر ورکړی دی.

امریکا وروسته له هغه دغه پریکړه کوي چې شمالي کوریا په وروستیو ورځو کې د متحدینو د مشترکو نظامي تمرینونو په غبرګون کې یو لړ تسلیحاتي ازمایښتونه کړي دي.

سیول او واشنګټن د دوشنبې ورځې راهیسې د "هوښیار توپان" په نامه مشترک هوایي تمرینونه پیل کړي او دا تمرینونه د هغه څه په ځواب کې چې د متحدوینو له خوا د شمالي کوریا د تحرکاتو دوام ګڼل کیږي. دا تمرینونه تر شنبې ورځې پورې وغځیدل.

یونهاپ نیوز لیکلي، دا د ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ځل دی چې B-1B بم غورځونکي الوتکي د امریکا – جنوبي کوریا په مشترکو نظامي تمرینونو کې کارول کیږي