شاته

طالبان: د وزير اکبر خان جومات او کاج تعليمي مرکز چاودنو طراحان ووژل شول

طالب چارواکي په کابل ښار کې د داعش ډلې اړوند کسانو يو مرکز د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي او وايي چې دغه کسانو د کابل ښار وزير محمد اکبر خان جومات او کاج تعليمي مرکز چاودنو کې لاس درلود٠

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د شنبې په ورځ اکتوبر ٢٢ (تلې ٣٠) په يوې اعلاميې کې ويلي چې لومړى دوه تنه داعشيان د طالب سرتيرو لخوا ونيول شول او وروسته يې د کابل ښار په اتمه امنيتي حوزه کې د هغوى د اوسېدو پر ځاى عمليات تر سره کړل٠

د نوموړي په وينا د عملياتو پر مهال د داعش ډلې شپږ کسان وژل شوي او په زياد شمير کې "وسلې، لاسي بمونه او چاودېدونکي مواد" د دوى لاسته ورغلي دي٠

مجاهد زياته کړې "په دغه عملياتو کې وژل شوي داعشيان هغه کسان و چې د وزير محمد اکبر خان جومات، په دشتي برچي کې پر کاج تعليمي مرکز وروستيو چاودنو او د ملکي خلکو په وړاندې ځينو نورو جنايتونو کې لاس لاره٠"

دغه طالب چارواکي ويلي چې په يادو عملياتو کې يو طالب سرتيرى وژل شوى او يو بل تن ټپي شوى دى٠

د روان ميلادي کال د سپټمبر مياشتې پر ٢٣مه د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند د وزير محمد اکبر خان جومات مخته د جمعې تر لمانځه وروسته په يو موټر کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله اووه کسان ووژل شول او د ماشومانو په ګډون ۴۱ نور ټپيان شول٠

همدارنګه د سپټمبر مياشتې پر ٣٠مه د کابل ښار د ديارلسمې امنيتي حوزې اړوند دشت برچي سيمه کې په کاج تعليمي مرکز کې د چاودنې له امله ۵۳ کسان ووژل شول او ١١٠ نور ټپيان شول٠

د مسولينو په وينا دغه چاودنه په ياد تعليمي مرکز کې د کانکور ازموينې پر مهال رامنځته شوې وه٠ يادې چاودنې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را وپارول٠

تر دامهاله په کابل ښار کې د يادو چاودنو مسوليت هيڅ کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى، خو د طالب چارواکو ددغه چاودنو مسوليت پر داعش ډلې اچولى دى٠

که څه هم طالب چارواکو تر دې مخکې په وار وار ويلي چې داعش ډله په افغانستان کې فزيکي حضور نلري، خو د هغوى وسله والو په کابل او ځينو نورو ولايتونو څو ځله د داعش ډلې اړوند کسانو پر پټنځايونو دعملياتو خبر ورکړى دى٠

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو د روانې اکتبر مېاشتې پر ١٨مه د کندز ولايت مرکز اړوند "خواجه مشهد" سيمه کې د داعش ډلې پر يو پټنځاى د عملياتو خبر ورکړى و٠

د طالبانو حکومت مرستيال وياند بلال کريمي ويلي و چې په دغه عملياتو کې د داعش ډلې اړوند پنځه کسان ووژل شول او يو شمير وسلې او مهمات يې د طالب سرتيرو لاسته ورغلي دي٠

د داعش ډلې تر دا مهاله په کابل او کندز کې د هغوى اړوند کسانو په وړاندې د طالب سرتيرو د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي٠

بلخـوا د بشري حقونو د څار ادارې په یو راپور کې ویلي چې طالبانو د اسلامي دولت یا د داعش خراسان څانګې ملاتړي او غړي د افغانستان په ختیځه برخه کې په صحرایي توګه اعدام کړي او په زور یې ورک کړیدي.

دې سازمان د جولای ۷ (چنګاښ۱۶) په یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو راهیسې د کنړ او ننګرهار ولایتونو اوسیدونکو تر سلو ډیرو کسانو مړي موندلي چې په کانالونو او نورو سیمو کې کې غورځول شوي و. خو طالبانو هغه مهال ياد راپورونه رد کړي و٠