شاته

بایډن وایي نیت لري چې د جمهوري ریاست دویم دورې لپاره ځان کاندید کړي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه اکټوبر ۲۱ (تلې۲۹) وویل چې پلان لري په ۲۰۲۴ کال کې د جمهوري ریاست د دویمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.

ښاغلي بایډن په تازه مرکې دا څرګندونې پداسې حال کې کړي چې را روانه میاشت هغه ۸۰ کلن شي.

جو بایډن د امریکا د (MSNBC) تلویزیون سره په مرکې کې وویل، " لا مې رسمي پریکړه نده کړې خو دا مې نیت دی چې بیا سیالي وکړم او لا د دې پریکړې لپاره وخت شته دی."

که چیرته ښاغلی بایډن په ۲۰۲۴ کال کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید شي د دې هیواد په تاریخ کې به تر ټولو مسن شخص وي چې د هیواد تر ټولو ستر مقام ته کاندید کیږي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ښاغلي بایډن میرمن، جل بایډن پدې هکله څه نظر لري وویل، "ډاکټره بایډن، زما میرمن فکر کوي چې مونږ یو ډیر مهم کار کوو او دا چې زه باید دا لار پرې نږدم."

جمهور رئیس بایډن تر دې وړاندې هم ویلي و چې غواړي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې سیالي وکړي خو وخت ناوخته یې داسې څرګندونې هم کړې و چې پدې پریکړې یې شکونه پیدا کیدل.

هغه د همدې روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې په یوې مرکې کې ویلي و چې لا د کاندید کیدو یا نه کاندید کیدو د پریکړې کولو لپآره دیر وخت پاتې او وبه کتل شي چې څه ډول پریکړه کوي.


که ښاغلی بایډن په ۲۰۲۴ کال کې انتخابات وګټي، د دویمې دورې تر پایه به یې عمر ۸۶ کاله وي.

جمهور رئیس بایډن د نورو دلایلو تر څنګ چې ولې غواړي بیا سیالي وکړي، ویلي چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ د بیا راتګ هلې ځلې به ښایي ددې سبب شي چې یو ځل بیا د دې سختې دندې لپاره وهڅول شي.

خو ښایي په جو بایډن د پریکړې کولو لپاره فشار د نومبر د ۸مې نیټې وروسته ډیر شي. پدې نیټې امریکا کې د کانګرس څوکیو لپاره د منځنۍ دورې انتخابات کیږي او اټکل دا دی چې ښایي مخالف سیاسي ګوند (جمهوري غوښتونکي) د سنا او استازو په مجلس کې ډیرې څوکۍ وګټي.

داسې آوازې دي چې ښایي مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د جو بایډن په مقابل کې ماتې وخوړله او لا هم ادعا لري چې په انتخاباتو کې ټګي برګي شوې وه، د جمهوري غوښتونکي ګوند په استازتیوب ځان کاندید کړي.