شاته

طالبانو سره تعامل لپاره دریمګړي هیواد ته اړتیا نشته - ویسټ

د افغانستان لپاره د متحده یاالاتو ځانګړي استازي ویلي، امریکا له طالبانو سره د باور جوړولو په حال کې ده، خو ټینګار یې کړی، چې واشنګټن به اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو پر خوندي ځاله بدل شي.

د امریکا غږ د اردو څانګې سره په ځانګړې مرکه کې ټام ویسټ ویلي چې امریکا له طالبانو سره د تعامل لپاره د دریمګړي هیواد منځګړیتوب ته اړتیا نلري، بلکې غواړي له طالبانو سره په مستقیمه په تماس کې وي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا له طالبانو سره د خبرو لپاره پاکستان ته اړتیا لري؟ ښاغلي ویسټ وویل: "که په ریښتیا ووایم، فکر کوم چې له طالبانو سره د خبرو لپاره درېیم هېواد ته اړتیا نلرو. زه له طالبانو سره په منظمه توګه تماس کې یم او د متحده ایالاتو په حکومت کې زما نور همکاران طالبانو سره په تماس کې دي. زه فکر کوم چې دا اړیکه باید مستقیمه وي، زه فکر نه کوم چې موږ دریم هیواد ته اړتیا نه لرو. "

ویسټ وویل: "زه فکر کوم چې موږ د باور جوړولو په لور روان یو. خو پرته له شکه، په افغانستان کې د متحده ایالاتو ترټولو لویه ملي ګټه دا ده چې دا ډاډ ترلاسه شي چې دا هیواد یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نشي چې احتمالا مونږ ته ګواښ پېښ کړي. له همدې امله مونږ له طالبانو سره په دې برخه کې عملا خبرې کوو. "

د افغانستان پخوانیو حکومتونو په وار وار پاکستان د طالبانو په تمویل، تجهیز او وسله والو کولو تورن کړی، چې پاکستاني چارواکو تل دا تورونه رد کړي دي.

ښاغلي ویسټ همداشان تائید کړه چې د روان کال د جون په وروستیو کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کیدو وروسته، امریکایي چارواکو دوه اونۍ وړاندې د لومړي ځل لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړې.

د سي ان ان تلویزیوني شبکې د اکتوبر په اتمه د دوو باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې دا لیدنه د امریکا د استخباراتو د ادارې (سي آی ای) د مرستیال ډیویډ کوهن او د طالبانو د استخباراتو د مشر عبدالحق وثیق ترمنځ شوې ده.

خو ښاغلي ویسټ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې نه غواړي په دې غونډه کې د نورو امريکايي چارواکو شتون تائيد او يا رد کړي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي وویل چې په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو پر مهال د ښځو د حقونو، تر منځني ښوونځي پورته د نجونو د زده کړې، د ښځو لپاره د کار حق، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د یو ټول شموله حکومت د جوړولو په ګډون له طالبانو سره د خبرو اترو عمده مسایل وو.

ویسټ له طالبانو سره د دوحې وروستيو خبرو ته په اشارې سره وويل: "موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه پراخې خبرې وکړې. د القاعدې په اړه زمونږ د اندېښنو ترڅنګ، د داعش سره د طالبانو د مبارزې په اړه مو هم خبرې وکړې. داعش د امريکا او ټولو افغانانو ګډ دښمن دی."

د امریکا دغه مقام د هزاره ګانو په وړاندې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل: "د هزاره ګانو په وړاندې وحشتناک بریدونه باید ودرول شي. دا یو له هغو موضوعاتو څخه و چې [له طالبانو سره] پرې بحث وشو."

ښاغلي ویسټ دا هم وويل، چې امريکا د افغانستان لا ثبات سره ژوره لېوالتيا لري، خو ټينګار يې وکړ، چې "زموږ په اند او فکر کوو د سيمې نظر هم دی، موږ بايد د طالبانو او د هغو افغانانو ترمنځ د ملي سیاسي خبرو اترو د پیل کیدو شاهد واوسو چې د هیواد له بډایه تنوع استازیتوب کوي."

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې خبرې اترې باید ډیرې جوړونکي وي او "د بهرنیو قدرتونو له خوا تحمیل نه شي، د متحده ایالاتو دنده نه وي چې دا دا ډول دیالوګ طرحه کړي؛ افغانان یې باید طرحه کړي."

ټام ویسټ په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې د ټینګار تر څنګ ویلي، چې له داعش سره د مبارزې په برخه کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ عملیاتي مشارکت ونه شي.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې طالبانو هم څرګنده کړې چې دا د دوی جګړه او مبارزه ده او د دوحې د هوکړې له مخې دوی ویلي چې دوی په خپلو ژمنو عمل کوي، چې ترهګر موږ او زموږ متحدینو ته ګواښ نه پیښوي."

د متحده ایالاتو دغه جګپوړي چارواکي زياته کړه چې په تير کال کې د افغانستان له خاورې څخه په تېره بيا د داعش له خوا د تاجکستان، ازبکستان او پاکستان پرخلاف تروريستي بريدونه شوي دي چې د امريکا د جدي انديښنې سبب دي او بايد د دغه شان بريدونو مخه ونيول شي.