شاته

پاکستان کې دقامي اسمبلۍ په خالي شوؤ اتوؤ اؤ پنجاب اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو ضمني ټاکنې سبا کیږي

سبا داتوار په ورځ دپاکستان دقامي اسمبلۍ په اتوؤ او د صوبايي اسمبلۍ په دريوؤ خالي شوؤ څوکیو بیا دسره ووټونه په يو داسې حال کې کيږي چې پخواني وزير اعظم عمران خان هیواد کې د سمدستي ټولټاکنو په اړه د خپلې غوښتنې پسر يو ځل بيا اسلام اباد پله احتجاجي لاريون اعلان کړى دى.

څيړونکي دغه انتخابات د عمران خان لپاره سياسي جواري بولي او وایي که چرې عمران خان په دې ټاکنو کې ماتې وخوري نو دهغه احتجاجي سياست ته سخت زپان رسيدلى شي.

دا انتخابات دريوؤ صوبو سيند، پنجاب او خيبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ په اتوؤ او دپنجاب اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو کيږي چې په دې حلقو کې 4.472 میليونه ووټران ثبت يا رجسټرډ دي

د قامي اسمبلى اوو حلقو باندى پخوانى وزير اعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپله کاندید دى.

دخیبر پښتونخوا په چارسده کې دعمران خان مقابله دنورو کاندیدانو ترڅنګ دعوامي نیشنل ګوند دصوبایي مشر ایمل ولي خان سره ده.

څيړونکي دا انتخابات د عمران خان د سياسي مقبوليت ازميښت بولي او ددې انتخاباتو د اهميت په اړه څيړنکار امتياز عالم وايي عمران خان په دويم ځل سياسي جوارې کوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې امتياز عالم وويل وړاندې عمران خان دپنجاب اسمبلۍ د خپل تحرپک انصاف ګوند نه دباغي غړو په خالي شوؤ ٢٠ څوکیو کې ١٥ ګټلې وې خو که دا ځل هغه د خپلو وفادارو غړو له خوا پريښودل شوې څلور څوکۍ هم بايلي نو دا د عمران خان احتجاجي سياست او دلانګ مارچ اعلان ته سخت زيان رسولى شي.

دې ضمني انتخاباتو کې د عمران خان او پي ډيم دکانديدانو ترمنځ بيا تر ټولو سختې مقابلې دخيبر پښتونخوا نه د قامي اسمبلۍ په دريوؤ حلقو دکیدو امکان دی.

د مردان حلقه اين ای ٢٢ باندې د عمران خان د جميت علماء اسلام (ف )ګوند سره دتړاؤ لرونکي د پي ډي ايم دکانديد مولانا قاسم سره سخته مقابله ده.

دغه راز د چارسدې د قامي اسمبلى حلقه اين ای ٢٤ باندې د عمران خان مقابله د عوامي نيشنل ګوند د پي ډې ايم دکانديد ايمل ولي سره او د پيښور په حلقه اين ای ٣١ باندې هم د عوامي نيشنل ګوند دکاندیدحاجي غلام احمد بلور سره ده اؤ څېړونکي وایي دا به سختې مقابلې وي.

وتلى خبريال او څيړونکى مشتاق پوسفزی دغه ضمني انتخابات د تيرو نهو کاله راهسىې خیبر پښتونخوا صوبه کې د واکمن ګوند دمشر او پخواني وزير اعظم عمران خان او مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي اپم دواړو لپاره ډير مهم بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې مشتاق پوسفزي ددى تاثر سره هم اتفاق وکړو چې د عمران خان په مخالفت کې رايوځاي شوو د يو بل سياسي حريفو ګوندونو پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نواز، عوامي نپشنل ګوند، جميت علماء اسلام ف ډلې او قامي وطن ګوند غړو او ووټرانو ته به هم په اخلاص سره خپلو شريکو کانديدانو ته ووټ اچول وي .

مشتاق يوسفزی دا هم مني چې عمران خان ته ماتې ورکولو لپاره پي ډي ايم سره د يو ځاى پاتې کيدو نه علاوه بله لاره نشته.

عمران خان دې انتخاباتو ته په داسې حال کې ولاړ دی چې سږکال د اپريل مياشت کې دبې باورۍ دتحریک دلارې دهغه دحکومت نسکوریدو وروسته دتحرېک انصاف ګوند د قامي اسمبلى ١٢٣ غړو داسمبلۍ دغړیتوب نه په ګډه استعفاګانې ورکړې وې چې دغو استعفاګانو کې د قامي اسمبلۍ اسپيکر تر اوسه لس استفعاګانې منظورې کړې دي او دې کې په اتوؤ سبا ضمني انتخابات کيږي.