شاته

ایران کې د مظاهرو دوام؛ مظاهره کوونکي، «ملایان باید ورک شي»

په داسې حال کې چې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې پنځمې اوونې ته غځیدلي، نن شنبه اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) هم د ایران بیلابیلې برخې د خلکو د مظاهرو شاهدې وي.

دغه مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د مهسا امیني په نامه یوه ۲۲ کلنه نجلۍ د حجاب د نه مراعت کولو په تور د هغه هیواد د پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته، په قید کې مړه شوه.

سره له دې چې د څار یو شمیر انلاین بنسټونه په ایران کې د انټرنټ د پراخو خنډونو خبر ورکوي خو پر ټویټر په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې خلک د هغه هیواد د اردبیل ښار شمال لویدیځ کې سړکونو ته راوتلي دي.

د مهسا امیني د ټاټوبي کردستان ولایت په ساکیز او د اذربایجان په لویدیځ ماه آباد کې هم هټیوالو کاربندیز کړی.

دا د کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې ځوانې میرمنې او نجونې د هغه هیواد د پراخو مظاهرو په لومړۍ کرښه کې لیدل کیږي.

په یوې ویډیو کې چې په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې لیدل کیږي چې په تهران کې یو شمیر نجونې چې حجاب هم نلري "وسلې، ټانکونه، انفجاري مواد، ملایان باید ورک شي" شعارونه ورکوي.

په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا، د مهسا امنیتي د وژل کیدو له امله په پیل شویو مظاهرو کې حد اقل ۱۰۸ کسان وژل شوي. یاد بنسټ زیاتوي چې ۹۳ نور کسان بیا د سیستان بلچوستان ایالت په مرکز زاهدان کې په جلا نښتو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایران اروپايي ټولنې ته: د اعتراضاتو په اړه واقع بینانه درځ غوره کړئ

وروسته له هغه چې اروپایي ټولنې اعلان وکړ پر ایران نوې بندیزونه لګوي، تهران له یادې ټولنې څخه وغوښتل چې د مهسا امنیتي د قتل په اړه د پیل شویو اعتراضاتو په وړاندې "واقعبینانه دریځ" غوره کړئ.

اروپايي هیوادونو د چهار شنبې په ورځ د معترضینو د ځپلو په اړه پر ایران په نویو بندیزونو موافقه وکړه. ټاکل شوېده دا اقدام د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې چې راتلونکې دوشنبې اکتوبر ۱۷ په لوکزامبورګ کې جوړیږي، تائید شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۴ د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له رئیس جوسیپ بوریل سره په ټلفوني اړیکه کې وویل:" سپارښتنه کوم چې اروپایان په دې اړه واقعبینانه دریځ غوره کړي."

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست رئیس ټینګار کړی چې د ایرانیان د سوله ایزو لاریونونو او د خپلو اساسي حقونو د دفاع حق لري. هغه د جمعې په ورځ پر یو ټویټ ولیکل چې ځپونکي تاوتریخوالي باید فورا ودریږي او معترضان باید آزاد شي.

له دې مخکې متحدو ایالتونو،کاناډا او بریټانیا پر ایراني چارواکو او بنسټونو د مهسا امنیتي له وژل کیدو وروسته د پیل شویو اعتراضاتو د خپلو له امله بندیزونه لګولي دي.