شاته

دپاکستان دایټمي پروګرام په اړه دصدر بایډن په بیان پاکستان دامریکايي سفیر داخظار کولو پرېکړه کړې

پاکستان دامریکې دصدر جوبایډن په دې بیان سخت غبرګون ښودلی چې وایي دپاکستان ایټمي پروګرام بې قاعدې اؤ پاکستان دنړۍ دخطرناک ترینو هیوادونو څخه دی.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د صدربایډن وینا ته خپل غبرګون کې ویلي‌ پاکستان پرېکړه کړې ده چې دامریکایي صدر په دې بیان به امریکایي سفیر خارجه وزرات ته راغوښتلی اؤ اخظار کولی شي.

په عین حال کې دحکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان هم دصدر بایډن څرګندونې رد کړي اؤ دعوه یې کړې ده چې دپاکستان ایټمي نظام دپیاوړي اؤ موثر کنټرول لاندې دی خو هغه دصدر بایډن دا بیان دپاکستان دخارجه پالیسۍ ناکامي بللې ده.

دامریکې صدر جوبایډن تېره ورځ په ډیموکرټيک کانګریشنل کمپین کمیټۍ کې د وینا په مهال ویلي وؤ‌ چې دهغه په اند پاکستان دنړۍ د خطرناک ترینو هیوادونو څخه یو دی چې ایټمي پروګرام یې هم بې قاعدې دی.

دصدر بایډن دې بیان ته خپل غبرګون کې دخالي په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زداري کراچۍ کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي دامریکایي صدر دڅرګندونو په هکله یې وزیراعظم سره خبرې کړې دي اؤ پاکستان پرېکړه کړې ده چې په دې څرګندونو به پاکستان کې دامریکې سفیر راغوښتلی اؤ اخظار کولی یا ډيمارش کولی شي.

خارجه وزیر وویل دپاکستان ایټمي اثاثې خوندي اؤ دټولو عالمي قوانینو مطابق دي.

هغه وایي صدر بایډن چې کوم څه دپاکستان دایټمي پروګرام په اړه ویلي دهغې په اړه به د امریکایي سفیر نه سپیناوی غوښتل کیږي خو ددې ترڅنګ بلاول بوټو زرداري واضحه کړې ده چې دامریکایي صدر په دې بیان به دامریکې اؤ پاکستان اړېکې نه خرابیږي.

بلاول بوټو زرداري ویلي دي دامریکایي صدر بیان حیرانوونکی خو پاکستان خپل سالمیت ته ژمن دی اؤ که چرې کوم هیواد داټومي وسلو په اړه پوښتنه راپورته کیدای شي نو هغه هند دی.

هند لا په سمدستي توګه دبلاول بوټو تور ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې هندي چارواکو په بیلابیلو موقعو دپاکستان دایټمي وسلو دحفاظت په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

خو بل لوري ته بیا دحکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دامریکایي صدر بیان دپاکستان دحکومت دخارجه پالیسۍ ناکامي بللې ده اؤ پوښتنه یې کړې ده چې دامریکې صدر دې بلاجوازه نتیجې ته دکومو معلوماتو په اساس رسیدلی دی؟

په ټویټر عمران خان خپل یو بیان کې ویلي هغه د وزیراعظم په منصب دپاتې کیدو په ترڅ کې په دې پوهه دی چې دپاکستان دایټمي پروګرام دخوندیتوب نظام دنړۍ دخوندي نظامونو څخه یو دی.

هغه پوښتنه راولاړه کړې ده چې امریکا خو پخپله دنړۍ په جګړو ککړه پاتې شوې ده خو وایي برعکس پاکستان دایټمي توان ترلاسه کولو نه وروسته کله په چا تیری کړی دی؟

د صدر بایډن لخوا دپاکستان د ایټمي وسلو په اړه ددې تازه بیان نه دوه کاله وړاندې د ډانلډ ترمپ په تېر حکومت کې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم ویلي وؤ چې دپاکستان ایټمي پروګرام امریکا دپاره ستر ګواښ دی.

په دې وروستیو کې امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټائمز هم پخپله یوه اداریه کې لیکلي وؤ چې ترڅو پاکستان اؤ هند دکشمیر ستونزه په دائمي توګه نه وي فیصله کړي تر هغې به خطرناک وضعیت پځائ وي.

پاکستان کې د تندروه مذهبي ډلو فعالیتونو ته په کتلو دنړۍ زیاتره هیوادونو اکثره وخت دپاکستان دایټمي وسلو دخوندیتوب په اړه اندېښنې ښودلي خو پاکستان تل دا اندېښنې بې ځایه بللي اؤ وایي ایټمي پروګرام یې په بشپړ ډول خوندي اؤ محفوظو لاسونو کې دی