شاته

د پاکستان پوځ په مشر د تنقید وروسته د پي ټي ايي سېڼېټر د بغاوت په الزام نیول شوی دی

د پاکستان پوځ په مشر جنرل قمرجاوېد باجوه د تنقید وروسته د پاکستان تحریک انصاف، پي ټي ايي، د سېنېټ غړی اعظم خان سواتي چارواکو ګرفتار کړی دی.

سواتي په اسلام اباد کې د خپل کور نه نیول شوی دی.

په انټرنېټ د جرمونو د مخنیوي قانون لاندې د هغه خلاف پولیس ته خپل شکایت کې د وفاقي حکومت تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای ویلي چې سواتي په ټوېټر د پاکستان د مسلح ځواکونو او د دوی مشر په ضد "ناوړه" او "ویرونکی" پېغام پېغام شریک کړی دی.

66 کلن سواتي د شورو، چهارشنبې، په ورځ دغه ټويټ د لاهور های کورټ د فېصلې په ځواب کې کړی و چې وزیراعظم شهباز شریف او د هغه زوی حمزه شریف یې د مني لانډرنګ یا غیرقانوني پېسو په مقدمه کې يې بري کړل.

سواتي په خپل ټویټ کې جنرل باجوه مخاطب کړی او لیکلي يې دي "جناب باجوه تا او د ستا سره ځینو نورو دې مبارک شي. ستا منصوبه (پلان) سم کار کوي او ټول مجرمان د ملک په قیمت ازادېږي. د دې غلو په ازادېدو ته (جنرل باجوه) کرپشن قانوني کوې."

اېف ایي ای په خپل شکایت کې په سواتي د ریاستي ادارو د "ویرولو" الزام پورې کړی چې د "غلطو الزاماتو په استعمال ممکنه ده چې د پوځ کوم افسر، سپاهي…بغاوت ته راوپارېږي."

د اېف ايي ای د اعظم سواتي د ټویټ په اړه وویل د خلکو نومونه اخیستل او د الزام پې لګول د "وران کار" دی، د مسلح ځواکونو د افسران ترمنځ اختلاف راپارول او د پاکستان ریاست ته د نقصان رسوولو کوښښ دی. د پاکستان پريوېنشن اف الېکټرانک کرایمز اېګټ چې په انټرنېټ د جرمونو د مخنیوي د کال 2016 قانون دی، ترمخه د پوځ او د عدليي مامورین "بدنامول" جرم دی. د دغه قانون دلاندې خلکو ته سختي سزاګانې ورکېدلی شي.

سواتي د اسلام اباد یو عدالت ته حاضر شوی و او عدالت هغه د وو ورځو په ریمانډ پولیس ته ورکړو. ټاکل شوې چې د مقدمې بله اورېدنه به د خالي، شنبې، په ورځ کولی شي.

سواتي د عدالت نه بهر خبریالانو ته وویل چې یوازنی جرم يې دا دی چې په خپل ټویټ کې يې د پوځ د مشر نوم اخیستلی دی.

هغه په امنیتي چارواکو الزام ولګولو چې په هغه یې تشدد کړی او د نیولو نه مخکې يې د هغه نه جامې وېستلې وې.

حکومتي چارواکو د سواتي په الزاماتو وي او ای ته څه جواب و نه وېلو او د وي او ای دپاره ممکنه نه وه چې په ازاده توګه د هغه د خبرو تصدیق وکړي.

د سواتي وکیل بابر اعوان وویل د سواتي د کور بغیر ته عدالتي حکم نامې چاپه وهل شوي ده. پخواني وزیراعظم عمران خان د سواتي د ګرفتارۍ غندنه کړې ده. هغه په ټوېټر وویل هغه خلک "سپکاوی" د هغه چا په تقدیر کې دی چې د هغه په قول د اربونو روپو په غبن کې ککړ کسان نه یې یوازې د احتساب نه بچ کړي بلکې د اقتدار بیا ترلاسه کولو اجازت یې هم ورکړی دی.

د عمران خان بل مرستیال شهباز ګېل هم په پوځ کې د بغاوت راپارولو په الزام نیول شوی و خو پېنځه هفتې په بند کې د تېرولو وروسته په ضمانت ازاد شوی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د سپریم کورټ مشهور وکیل اعتزار احسن په ټېلې وژن د هغه نشر شوو خبرو کې د شریف کورنۍ د غړو په بري کېدو کې په جنرل باجوه پورې کړی دی. خو چارواکو د هغه خلاف څه ګام نه دی اخیستی.

حکومتي مامورینو د سواتي او د احسن په خبرو څه نه دي ویلي. جنرل باجوه او د هغه مرستیالان به سیاست کې د ککړتیا خبره ردوي.

پوځ ویلي سیاستدانان دې پوځ په سیاست کې د ښکیلولو کوښښونه نه کوي.

د پاکستان سېنېټ د وېب پاڼې ترمخه محمد اعظم خان سواتي په سېنېټ کې د علماو او د ټېکنوکرېټس په چوکۍ د خېبرپښتونخوا نمانیدګي کوي.

د اعظم سواتي د ټویټ په اړه د پوځ دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.