شاته

جنوبي وزیرستان سیمه په دوؤ ضلعو ویشل شوې ده

قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان په دوؤ ضلعو ویشل شوې خو د سیمې خلک دا یو سازش بولي او وایي تر شا یې نوی جنګ لیدل کیږي.

دضلعې د ویش په اړه صوبائي حکومت يوه اعلامیه خپره کړې چي پکې د بره جنوبي وزيرستان او کوز جنوبي وزيرستان نومونه په دغو ضلعو ایښودل شوي دي۔

داعلامیې له مخې د بره جنوبي وزیرستان مرکز به سپينکی رغزی وي او د کوز جنوبي وزيرستان مرکز به وانا وي.

په بره جنوبي وزیرستان کې دوه سب ډویژنونه لدها او سروېکۍ شامل دي اؤ په کوز جنوبي وزیرستان کې د وانا په نوم یوه سب ډویژن شامل دی.

د جنوبي وزیرستان جغرافیه او ابادي

جنوبي وزیرستان د افغان پولې ترڅنګ د بلوچستان ږوب او شیراني ضلعو د خیبرپښتونخوا ډیره اسماعیل خان، ټانک، لکي مروت او قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان سره ګډې پولې لري.

جنوبي وزیرستان 6620km² رقبه لري او د کال د 2017 دسرشمیرنې ترمخه 675212نپره ابادي لري.

د جنوبي وزیرستان انتظامي دفترونه په تانک ضلعه کې موقیعت لري.

ترهګري او پوځي عملیات:

په جنوبي وزیرستان کې لومړی د وسله والو بنیاد په کال 2004م کې دکمانډر نیک محمد په مشرۍ د واڼا په شکۍ سیمه کې ایښودی شوی و چې بیا وروسته د پاکستان پوځ په لومړي ځل د وانا په کلوشه سیمه کې په عملیاتو لاس پورې کړو.

د پاکستان پوځ په کال 2006م کې د واڼه مولوي نظیر ډلې سره د امن یو تړون لاسلیک کړی ؤ چې تر دې مهال دوام لري.

په کال 2007م کې د جنوبي وزیرستان سرا روغه سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان بنسټ ایښودی شوی او بیت الله مسید ددې ډلې لومړی مشر ټاکل شوی و.

د پاکستان پوځ دغلته د جنوبي وزیرستان په لدها او سرویکۍ سب ډویژن کې د وسله والو پرضد په کال 2009م کې عملیات کړي وؤ چې په بایله کې یې د لکونو په شمیر خلک دخپلې سیمې په پریښولو مجبور شوي. خو د علاقې خلک وایي تر عملیاتو وروسته هم د علاقې حالات ډاډمن نه دي.

د سیمې د خلکو غبرګون:

د علاقې خلک دجنوبي وزیرستان په دوؤ ضلعو کې د ویشل کیدو دپریکړې هر کلی کوي خو وایي تر شا یې نوی جنګ لیدل کیږي.

د کوز جنوبي وزیرستان خلکو تر دې پریکړې وروسته اتڼونه کړي خو د بره وزیرستان خلک وایي د دوی علاقې ته حکومت د نوي جنګ پروژې راوړي.

د وانا سیمې سیاستمدار ایاز وزیر وایي ددې پریکړې هر کلی کوي ځکه چې دې نه وړاندې د دوی د انتظامیه او عدلیه ټول دفترونه د علاقې نه 200 کلومیټره لرې په ټانک کې وؤ، اوس د دوی مرکزي ټاټوبی واڼه مرکز ټاکل شوی چې دې سره به د علاقې ځوانانو ته د روزګار او نوکریو موقعې په لاس ورشي.

هغه وویل ددې پریکړې وروسته دوی یو سازش ویني ځکه چې دغلته د زمکو د ملکیت شاملات مالوم نه دي او دا به د قامونو ترمینځ شخړې راپورته کړي چې پکې به بیا مرګ ژوبلې کیږي .

هغه وویل پکار وه چې لومړی زمکو د شاملات معلوم کړل شوي وی بیا دې اعلان شوی وی.

د جنوبي وزیرستان د مسید قام دجرګې ویاند حیات پریغل وویل تندروۍ او پوځي عملیاتو تر ټولو زیاته د دوی سیمه ځپلې، د خلکو کورونه وران دي کاروبارونه له مینځه وړل شوي، ناامني پکې بیا سیوا شوې چې له وجې یې خلک د خپلو سیمې نه لرې ژوند کوي.

هغه وویل دوی غوښتل چې د دوی دسیمې د ابادولو د پاره انتظامي دفترونه د ټانک ضلعې نه خپل ضلعې ته یوړل شي.

هغه زیاته کړه د بره وزیرستان هیډ کوارټر د ضلعې په دروازه سپینکۍ رغزی کې جوړول د تانک ضلعې په معنا دي او ښکاري حکومت د دوی دا سیمه تل په تیاره کې ساتل غواړي.

هغه وویل د دوی غوښتنه ده چې د دوی دسیمې د ابادلو د پاره دې هیډ کوارټر د ضلعې په مینځومانه سیمو سراروغه، لدها، مکین یا سرویکۍ کې جوړ کړل شي چې د ټولو خلکو لاس رسی ورته اسان وي.

د صوبې اعلا وزیر په خپله فیس بک پاڼه ویلي د جنوبي وزيرستان د خلکو يوه بله غوښتنه یې هم پوره کړې ده.

دهغه په وینا د خېبرپښتونخوا جنوبي وزيرستان ضلعه د غوره انتظامي چارو او پرمختيا لپاره په دوؤ ضلعو ويشل شوې دي.

د کوزې جنوبي وزیرستان نه دپاکستان تحریک انصاف منتخب د صوبایي پارلیمان غړي نصیر الله وزیر په فیس بک پاڼه دعلاقې خلکو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي دې اقدام سره به انتظامیه، عدالتونه خلکو ته نزدې شي اؤ‌هم به د روزګار موقعې په لاس ورشي.

د سرویکۍ تحصیل چیرمین شاه فیصل غازي وایي دبره جنوبي وزیرستان د افغانستان سره کومه لار نشته او د دوی دسیمې یوازینۍ دمعاش ذریعه سیلګري ده چې هغې سره به په علاقه کې هوټلونه او بازارونه جوړ شي او علاقه به یې اباده شي خو په سپینکی زغزی هیډ کوارټر جوړولو انتظامیه خپل ځان محفوظ کوي او دا به د علاقې کې هیڅ امن را نه ولي .

د څیړونکو نظر:

دګومل پوهنتون د سیاسیاتو دڅانګې ښوونکی کلیم بخاري وایي حکومت د ضلعو ویش یا د نوو ضلعو جوړولو فیصله وروسته له هغې کوي چې کله ابادي زیاته وي او انتظامي واک نه فابو کیږي .

هغه وویل جنوبی وزیرستان 6 لکه ابادي لري چې د نورو ضلعو په پرتله د څلورمې برخې برابر ده .

هغه وایي وزیرستان تر ټواو لویه ستونزه ناامني ده ،دې سره به د ناامنۍ مخه ونیول شي دا ترټولو اهمه ده .

د جنوبي وزیرستان سره تړاوؤ لرونکی خبر یال فاروق مسید وایي دخلکو تر ټولو لومړی غوښتنه دا وه چې د علاقې انتظامي دفترونه دې خپلو سیمو ته یوړل شي خو په سپینکی رغزی کې هیډ کوارټر جوړول دا بیا نا امنۍ ته لار هوارول دي ځکه چې ټانک او سپینکۍ رغزی کوم فرق نه لري او نه یې خلکو ته کومه ګټه رسي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.