شاته

دسوات دامن په هکله دعمران خان څرګندونو ته سخت غبرګون ښودل شوی

په خیبر پښتونخوا کې دامنیتي چارو څېړونکو د پخواني وزیراعظم عمران خان دا دعوه بې بنیاده ګرځولې چې په سوات کی د بدامنۍ ذمه وار مرکزي حکومت او امنیتي ادارې دي.

د خیبر پښتونخوا پخوانی د داخله چارو سکتر سید اختر علی شاه وایي په ایین کې د ټولو ادارو د ذمه واریو ټاکنه شوې ده، صوبایې او مرکزي حکومتونه په یوه کشتۍ کې سواره دي او که دا کشتۍ ډوبيږي نو ټول به ډوب شي.

څېړونکی اؤ سیاستمدار ښاغلی خادم حسین بیا دعمران خان منطق حیرانونکی بولي اؤ وایي په سیند صوبه کې که یو کار دعمران خان دخوښې خلاف وي نو هغه یې ذمه واري دسیند په صوبایي حکومت ور اړوي خو په پښتونخوا کې چې یې خپل حکومت دی نو دبدو کارونو پړه بیا دمرکز غاړې ته اچوي.

تیره ورځ د تحریک انصاف مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان په چارسده ضلعه کې د پاړټۍ کارکوونکو ته وینا کې ویلي کله نه چې د پي ډي ایم حکومت راغلی په سوات کې ترهګري زیاته شوې ده.

هغه پوښتنه راولاړه کړې ده چې دامنیتي ايجنسیو یا ادارو څه کار دی؟ یوازې دا چې د نامعلومه نمبرو نه خلکو ته ګواښونه وکړي او میډیا خاموشه کړي چې عمران خان به نه ښایئ؟

عمران خان ویلي وؤ په ملک کی قانون نشته او په سوات کې د خلکو د قربانیو ورکولو باوجود یو ځل بیا ترهګرۍ کې اضافه شوې ده خو مرکزي حکومت په پوله د ترهګرو د قابو کولو پځاي د خپلو غړو په ضد مقدمو ختمولو کې بوخت دی.

عمران خان دا تورونه په داسې وخت کې لګولي چی د اکتوبر په 8مه نیټه د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه د پوځ د پوځ په تربيتي مرکز کاکول کې دوینا په مهال ویلی وؤ د قام په مرسته په تیرو 20 کالو کې ترهه ګري کنټرول کړی شوې او منظمه ترهګري د جرړو څه ختمه کړل شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې ځايي څیړنکار او خبریال رفعت الله اورکزی وي او ای ډیوه ته وایي عمران خان په کال 2013م کی طالبانو ته په خیبر پښتونخوا کې ددفتر پرانستو وړاندیز کړی و.

هغه وایي په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی او عمران خان خپلې ذمه وارۍ په مرکزي حکومت وراچوي.

"دا ډیره د افسوس او خطر خبره ده چې د قامي سلامتیا په ستونزه سیاست کوي دا حساس معاملات دي ،پکار نه ده چې مرکز او صوبې په دې سیاست وکړي، او دا خو د خلکو د تحفظ سوال دی "

دسیاسي چارو څېړنکار ښاغلي خادم حسین دعمران خان څرګندونو ته خپل غبرګون کې په ټویټر لیکلي کله چې د ای این پي صوبایي حکومت وي ،نو ذمه وار صوبایي حکومت ګڼل کیږي،خو اوس چې دتحریک انصاف صوبایي حکومت دی نو ذمه واري په مرکزي حکومت اچول کیږي.

هغه زیاتوي همدا شان په سیند کې چې حالات خراب وي نو د سیند حکومت یې ذمه وار بلل کیږي خو چې په پښتونخوا کې حالات خراب وي نو ذمه وار یې مرکزي حکومت وي .

په سوات کی د مخ په زیاتیدونکي تشدد په اړه د خیبر پښتونخوا دحکومت ویاند بېرسټر سیف منلې چې د 20 نه تر 25 پورې طالبان سوات ته ورغلی خو وایي هغوی جنګ له نه دي ورغلي بلکې یو کمانډر د خپلې مشرې خور د ناروغی د علاج دپاره ورغلی او د غلط فهمۍ په بنیاد یې د پولیس او پوځ سره مقابله شوې وه .

د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځه د اور بند وروستو د تر هګری په پېښو کې اضافه شوې ده او بیا په ځانګړي توګه سوات کې د ځايي خلکو لخوا احتجاجونه هم روان دي.

د پاکستان پوځ او د خيبر پښتونخوا پولیس ویلي هغوی په دې خبر دي او هیچا ته به په سیمه کی د بد امنۍ اجازه ورنکړي.

رپورټونه وایي په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په سوات سيمه کې د پوځ له خوا د مقامي مشرانو سره جرګې هم شوي دي او ژمنه یې کړې چې په دغه سیمو کې به امن امان پرځای وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومتي چارواکو ويلي چې د تېر کال د اکتوبر د مياشتې راهسې د تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات روان دي، بيا د مئ او جون مياشتو کې د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن دمشرانو دوه جرګې افغانستان تلې وې او بيا د نامعلومه وخته پورې د ډزبندۍ اعلان وشو۔

د ستمبر دويمې نېټې پورې تحريک طالبان پاکستان د کوم بريد ذمه واري نه منله خو له هغې وروسته یې د يو شمېر بريدونو ذمه وارۍ منلې دي۔