شاته

روس: له ناټو سره د اوکراین یوځای کېدل به دریمه نړیواله جګړه وي

واشنګټن – رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د روس د امنیت شورا یوه چارواکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، که اوکراین د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو پوځي اتحاد کې ورګډ شي نو د اوکراین شخړه به په ضمانت سره په دریمې نړیوالې جګړې واوړي.

د روس د ولسمشر ویلادیمیر پوتین لخوا د سیپټمبر په ۳۰ نېټه له خپل هېواد سره د اوکراین له ۱۸ فیصده خاورې له یوځای کولو څخه څو ساعته وروسته ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په حیرانونکې توګه له ناټو سره په چټکۍ د یوځای کېدو وړاندیز وکړ.

له ناټو سره د اوکراین بشپړ غړیتوب لا لېرې خبره ده ځکه د ناټو د اتحاد ټول ۳۰ غړي هېوادونه باید له دې سره هوکړه وکړي.

ټاس خبري رسنۍ د روس د امنیت شورا د مرستیال الېکزاندر وینیډېکټوف له خولې ویلي، چې کیېف له دې ښه خبر دی چې داسې ګام به دریمې نړیوالې جګړې خواته ولاړ شي.

وېنډېکټوف چې د پوتین یو ځواکمن متحد وايي، دی فکر کوي چې د اوکراین وړاندیز یو پروپاکنډه وه ځکه لویدیځ په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په پایلو باندې پوهېږي.

هغه زیاته کړه،‌ د ناټو غړي په خپله هم د دې ګام په ځان وژونکي اړخ باندې پوهېږي.

پوتین د سپټمبر په ۲۱ نېټه لویدیځ ته خبرداری ورکړی و چې دی هسې ډارول نه کوي کله چې دی وايي د روس د دفاع لپاره د اټومي‌ وسلو کارولو ته تیار دی خو لویدیځوال یې اټومي بلک مېل بولي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، نړۍ له ۱۹۶۲ کال راهیسې تر ټولو ستر اټومي ګواښ سره مخ ده.

په ورته وخت کې ټاکل شوې ده چې ناټو به په راتلونکې اونۍ کې د کلنیو اټومي تیاریو تمرینونه وکړي.

روس او امریکا د نړۍ ستر اټومي ځواکونه دي چې د نړۍ د اټومي کوپړیو کابو ۹۰ فیصده لري.