شاته

د شمالي وزيرستان د کډوالو دپاره فنډ جاري شوی خو کډوال وايي دا مرستې اوس ډېرې کمې دي

د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي ایم اې) د شمالي وزیرستان د 15000 بې کوره رجسټرډ کورنیو لپاره 33 کروړه روپۍ مالي مرستې جاري کړي دي. چې په راتلونکي څو ورځو کې به اغیزمنو کورنیو ته ترلاسه شي.

خو کډوال وایي دامرستې د نشت برابر دي او که حکومت دوی ته مرستې نه شي ورکولۍ بیا دې خپلو علاقو ته بیرته ستانه کړي.

د پي ډي ایم ای ویاند احسان داوړ وي او اې ډیوه ته وويل د شمالي وزیرستان د ترهگرۍ څخه متاثرينو کورنیو ته هر میاشت 20000 روپۍ د خرڅ خوراک ورکړل کیږي ترڅو په دې کډوالۍ کې د هغوي مالي مشکلات راټیټ کړي.

هغه وویل د د مرستو دا 98 قسط دې چې 33 میلینه روپۍ جاري کړل شوي او په دې قسط کې د افغانستان نه ستنې شوې 7000 کورنۍ هم شاملې دي چې په دا څو ورځو کې به دوی ته د موبایل سم د لارې د مرستو پیغام تر لاسه شي.

خو د شمالي وزیرستان کډوال وایي ګراني سیوا ده او په دې ګرانۍ کې دا مرستې د نشت برابر دي دا په داسې حال چې د ځینې کډوالو کورنیو مرستو تړل شوې وایي که حکومت دوی ته مرستۍ نشي ورکولۍ بیا دې دوی خپلو سیمو ته بیرته ستانه کړي.

په لکي مروت سیمه کې مېشت د شمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی کډوال فتح الله وایي پینځه میاشتې کیږي چې دا مرستې تړل شوي دي.

هغه وویل پخواه به یې د دوکاندارانو نه په پور سامان اخستو خو چې دا مرستې بند شوې اوس دوکاندانو ترې پور بند کړی ځکه چې دوی یې هغه د تیر پور ورکولو مخه نه ویني.
هغه وویل د خیر په غوښتو مجبور دي او که حکومت دوی ته مرستې نه شي ورکولۍ بیا دې خپلو علاقو ته بیرته ستانه کړي
هغه وویل د شمالي وزیرستان دته خېل سیمې سره تړاو لري او دوی ته بیا بیا خبلو سیمو ته ستانه کولو نوې نیټې ورکړل کیږي خو تر اوسه یې ستانه نه کړل

احسان داوړ وایي دا نېزدې 6000 کورنۍ دي او دې دپاره کمیټي جوړه شوې دا کورنۍ واپس کوي که مرستې ورته جاري کوي هغه چې څه پریکړه وکړي هغه به عملي کوي.

یو بل کډوال جان اکبر وویل دا د 20000 زره روپو مرستې د هغه وخت څخه ورکړل کیږي چې دوی لومړي بې کوره شوي وو.

هغه وویل د هغه وخت په پرتله په ګرانۍ کې څو چنده اضافه شوې پکار ده چې دا مرستې هم سیوا کړل شي.

هغه زیاته کړه په دې مرستو یو تروړه وړه، چیني او غوړي نه اخستل کیږي او وې ويل د مرستو د نشتوالي له امله ماشومان بې تعلیمه کیږي.

د پاکستان پوځ په کال 2014 کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عصب په نوم عملیات کړي چې له امله يې نزدې یو لک کورنیو خپلې سيمې پرېښودې وې، خو دوی وایي تر عملیاتو وروسته يې نزدې 85 فيصده کورنۍ بیرته واپس کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.