شاته

بونېر کې دپوځ داستوګنې لپاره دسکول تړلو اعلامیه بېرته اخستل شوې ده

په خیبر پښتونخوا کی مدني ټولنې او حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو دضلعي انتظامې هغه بیان ته سخت غبرګون ښودلی چې پکې بونیر ضلعې ته د پوځ د راتګ دپاره د ځايي تعلیمي ادارې د بندولو اؤ هلته دپوځ دمیشته کولو ویل شوي وؤ.

خو ځايې انتطامیه وایي دغه امر بېرته اخستل شوی او بونیر ضلعه کې د پوځ د استوګنې پاره متبادل انتظام شوی دی.

قانون پوهان وایي په صوبه کې د امن وامان ذمه واري د صوبایې حکومت ده او باید چی ددې د کنټرول دپاره ځايې پوليس خپل کار وکړي.

د بونیر ضلعې منتخب غړي وایې په ملاکنډ ډویژن کې د امن امان صورت حال طالبانو سره د مذاکراتو نه وروسته خراب شوی او په بونیر ضلعه کې چاته هم اجازه نه ورکوي چی امن امان ته نقصان ورسوي.

تېره ورځ د بونیر د ډپټي کمشنر په لاسلیک یوه اعلامیه جاري کړل شوې وه چې پکې ویل شوي وؤ سیمې ته نوي پوځيان رسیدلي اؤ دهغوئ داستوګنې لپاره به د ډګر سینټینیل ماډل سکول تر یوې هفتې تړلی وي.

په دغه اعلامیه په ټولنیزو رسنیو سختې نیوکې شوې وې.

د پي ټي ایم مشر منظور پشتین په سوشل میډیا لیکلی په بونیر ضلعه کې د پوځ د راتلو خبر دی،د طالبانو سره مذاکرات، بیا بدامني او بیا په سوات کی د پلار او زوئ د پوځ له خوا وژنه ، خو انصاف نشته او ریاست دې په پښتنو سیمو کې دا سټریجکي لوبه ختمه کړي.

په ټولنیزو رسنیو د ضلعي انتظامیې ددې ګام پرضد له سخت غبرګون ښکاره کیدو وروسته د بونیر ضلعې د انتظامیې ویاند جهانګیر خان وي او اي ډیوه ته ویلي هغه اعلامیه بېرته اخستل شوې ده.

جهانګیر وایي د پاکستان پوځ په مکمله توګه له بونیر نه وتلی او وخت په وخت په دې کې بدلون راغلی دی.

دهغه په وینا دلته د وړاندې نه د پوځ یو یونټ شته او د کال 2009م نه چې پوځ بونیر ته راغلی و ددوي یونټې بدلیږي رابدلیږي خو بونیر په مکمله توګه د پوځ نه خالي شوی نه دی.

"وړاندې نه پوځ و خو اوس نور راغلی او د ضلعي انتظامې په دفتر کی ددوي دپاره انتطام شوی دی"

په بونیر ضلعه کې د مدني ټولنې فعال اؤ د قانون ماهر محبوب ایډوکیټ وایي په بونیر کې د امن وامان داسې کوم حالت نشته چې هغې دپاره پوځ راوستل شي.

هغه وایي د امن امان دپاره د پولیس محکمه شته او د پوځ راتګ په خلکو کی تشویش خور کړی دی.

"دپوځ دلته راتګ په ولس کی تشویش پیدا کړی، د امن و امان برقرار ساتل د ریاست او صوبایي حکومت ذمه واری ده او که پوځ راځي نو باید چی د یو قانون لاندې راشي او هغی دپاره ایینی لار موجود ده "

د بونیر نه د صوبایي اسمبلۍ غړی او د اعلا وزیر محمود خان سلاکار ریاض خان وي او ای ډیوه ته وایي (طالبانو سره) د مذاکراتو ورستو په ټوله صوبه کې حالات خراب شوي او د وسله والو د موجودګي نه انکار نشته خو بیا دتعلیمي ادارو د بندولو اجازه نه شي ورکړل کیدای او نه هغه حالات دي چې کوم په 2009م کې وؤ.

هغه وایي "صوبایي حکومت چمتو دی چې امن و امان کنټرول وساتي او مونږ به د خپلو خلقو سره ولاړ یو"


نوموړی زیاتوي "مونږ ته تحفظات او خدشات وو چی سکول بندولو سره په خلکو کی ویره خوریږي، سکول به نه بندیږي. دلته به زده کړې کیږي او دا د ماشومانو دپاره دی سیاسی نظریات په خپل ځائ خو امن زمونږ شریک دی سوات بونیر او شانګله زمونږ شریک دي قام او حکومت نه دی تیار چې دلته امن ته څوک نقصان ورسوي"

په دې وروستو کې د طالبانو او دپاکستان دحکومت تر منځه د مذاکراتو په نتیجه کې اور بند شوی و خو په خیبر پښتونخوا او قبایلی ضلعو کې یو ځل بیا د تشدد په پیښو کې اضافه شوې او په ټوله صوبه په ځانګړي توګه توګه سوات کې د امن دخراب وضعیت په ضد ولسی پاڅون شوی او ریاستي ادارې ددې ذمه وارې ګڼل شوي.

خو پوځ بیا په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې دوي‌ دخپل ولس دځانونو اؤ مالونو تحفظ ته چمتو دي