شاته

دجنرال باجوه خلاف په ټویټ کولو پخوانی مرکزي وزیر اعظم سواتی نیول شوی دی

دپاکستان دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه پرضد د ټويټ پسر د حکومت مخالف تحريک انصاف ګوند نامتو مشر او پخوانی مرکزي وزير ښاغلی اعظم سواتی نېولی دی او داسلام اباد ځايي عدالت نوموړی په دوه ورځني جسماني رېمانډ پوليسو ته سپارلی دی.

د پلټنو مرکزي ادارې ايف ايي ای په درج کړې مقدمه کې ویلي چې اعظم سواتي د پاکستان رياست، رياستي ادارې او د پوځ مشر نېغ په نېغه په نخښه کړي او د ناسمو مالوماتو په خپرولو سره یې د رياستي ادارو خلاف د ولس د پارولو هڅه کړې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو د اعظم سواتي د نيولو تور د مسلم لیګ نواز ګوند په مشرۍ کې جوړ په اتحادي حکومت لګولې خو حکومت لا هم ددې دعوې پخلې یا رد نه دی کړی.

د پاکستان پوځ هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې پوځ په سياست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي او وايي باید چې پوځ په سياست کې د ښکېلولو څخه ډډه وکړی شي.

د پلټنو مرکزي ادارې ايف اي ای د مخالف تحريک انصاف ګوند د سینیټر او پخواني مرکزي وزير ښاغلي اعظم سواتي خلاف درج کړې مقدمه کې تور لګولی چي هغه د پاکستان د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوه او د پاکستان د پوځ پرضد د کرکې خپرولو هڅه کړې او د عدالتي نظام خلاف یې بد اعتمادي پېدا کړې ده.

د اعظم سواتي پرضد د الېکټرانيکي جرمونو دمخنيوي کال 2016م د قانون لاندې مقدمه درج کړل شوې ده او هغه تېره شپه ناوخته د خپل کور څخه ګرفتار کړی شوی و.

د پلټنو مرکزي ادارې د ساېبر جرمونو څانګې په دې قضيه کې وېلي چي اعظم سواتي په بد نيتۍ اډاڼه او د غلطو مقصدونو ترسره کولو لپاره د سپکاوي ډک ټويټ کړی او دا د پوځ دننه د تقسیم خپرولو ناوړه سازش دی.

تېره ورځ د وزير اعظم شهباز شريف او د هغه د زوي حمزه شهباز د مني لانډرنګ په مقدمه کې د عدالت لخوا د بري کېدو په پرېکړه رد عمل کې اعظم سواتي په ټوېټر خپل پېغام کې جنرال باجوه ته ویلي وو، مسټر باجوه تاته او تا سره ځینو خلکو ته دې مبارک وي.

هغه ليکلي وو " ستا منصوبه یا دسيسه کاميابېږي او د هېواد په بېعه ټول مجرمان خلاصېږي"

نوموړي دپوځي سرلښکر په مخاطب کولو سره لیکلي وؤ‌ "د غلو په ازادولو سره تا بډو رشوتونو ته قانوني بڼه ورکړه"

د زيارت په ورځ اسلام اباد کې ضلعي سېشن عدالت ته د وړاندې کېدو پرمهال اعظم سواتي مطبوعاتو سره خبرو کې وېلي د هېڅ يو قانون سرغړونه یې نه ده کړې، يوازې یې د جنرل باجوه نامه اخستې ده او دا سرغړونه ده.

اعظم سواتي په ملکي ایجنسيانو د تشدد تور لګولی او ویلي یې دي چې هغه نېولی خو ايف ایي ای دې ولې تشدد پرې اېجنسيانو کړی.

خو هغه پخپلو خبرو کې دکومې ځانګړې ایجنسۍ نامه نه ده څرګنده کړې.

ځایي عدالت د نوموړي دوه ورځنی رېماڼډ منظور کړی او پولیسو ته یې حواله کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اسد عمر د اعظم سواتي نيول غندلي او د هغه په سملاسي ډول د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده او د تحريک انصاف ګوند بل مشر او د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري په اعظم سواتي د تشدد اطلاعات د فکر وړ بللي او په ټوېټر یې ليکلي په پاکستان کې په سياسي قیديانو تشدد کېدل معمول جوړ شوی.

د خبريالانو تنظيمونه د اعظم سواتي د پوځ پرضد د يو ټويټ په سر نيول کيدل د اظهار د ازادۍ په دستوري حق د قدغن لګولو هڅه ګرځوي او د پنډې اسلام اباد يونين اف جرنلسټس غړي حنيف الرحمن ډيوه سره خبرو کې ویلي په هېواد کې د پوځ او عدالت پرضد جایز تنقيد نه زغمل کېږي.

وايي هر څوک ازادي لري چې د واک په خاوندانو او اشخاصو جایز او نا جاېز انتقاد وکړي.

په اسلام اباد کې د ټولنیزو رسنیو د حقونو فعال هارون بلوچ ډيوه ته وايي د اعظم سواتي خلاف د پاکستان پینل کوډ ترڅنګ د ساېبر کرايمز د لانجمن قانون د 20مې مادې لاندې مقدمه درج کړی شوې ده او د الېکټرونيکي جرمونو دمخنيوي دقانون شلمه ماده د چا بدنامولو سره تعلق لري.

هغه وايي د بدنامۍ دا قانون په ځانګړي ډول د خلکو هدف کولو لپاره کارول کېږي او دا لمړی ځل نه دی چې ددې قانون په اساس خلک په هدف کړی شوې وي.

له دې مخکې هم په پاکستان کې يو شمېر خبریالان، سياستدانان او د بشري حقونو فعالين ددې ساېبر کرايمز اېکټ 2016 لاندې نيول شوي او د غدارۍ مقدمې پرې درج شوي چې پکې وتلې قانون پوهه ايمان زېنب مزاري هم شامل ده.

ايمان مزاري ډيوه سره خبرو کې وايي داسې ښکاري چې رياست د جرنېلانو د تحفظ لپاره جوړ کړې شوی وي.

هغه وايي که څوک د جنرل باجوه نوم هم واخلي نو د هغه خلاف مقدمه درج کېږي او دا داندېښنې او تاسف وړ خبره ده.

اغلې مزاري وايي رياست طاقت له خلکو اخلي او رياستي قوانین د جرنېلانو د تشخص د حفاظت لپاره نه دی بلکې دا د خلکو د حفاظت لپاره دی.