شاته

روسیې سره د اوکرایني سیمو الحاق ته غبرګونونه؛ امریکا پر روسیې نوي بندیزونه ولګول

وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین رسماً د اوکراین څلور سیمې د روسیې د خاورې د یوې برخې په توګه اعلان کړې، متحده ایالاتو پر روسیې پراخ بندیزونه ولګول.

د امریکا د مالیې وزیرې جینت یلن په یو بیان کې وویل: "موږ به د پوتین تر څنګ چې په درغلۍ سره هڅه کوي د اوکراین ځینې برخې [له روسیې سره] ضمیمه کړي ونه دریږو." متحده ایالاتو دا په اروپا کې د دوهم نړیوال جنګ راوروسته تر ټولو لوی الحاق بللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په یو بیان کې وویل: "د امریکا متحده ایالات په ښکاره توګه د اوکراین په نړیواله کچه د پیژندل شويو سرحدونه د بدلولو له درغلۍ ډګه هڅه، د جعلي ټولپوښتنې د ترسره کولو په ګډون ردوي."

ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې ۸) په رسمي ډول د اوکراین هغه څلور سیمې چې د روسیې د پوځ له خوا نیول شوې وې، د روسیې د خاورې برخه وبلله او د اوکراین جګړه یې یو نوي پړاو ته داخل کړه.

د امریکا د مالیې وزارت ویلي، د روسیې د پوځي-صنعتي کمپلکس پر ۱۴ غړو، د دغه هېواد د مرکزي بانک پر دوو مشرانو، د لوړپوړو چارواکو د کورنۍ پر غړو او د روسیې پر ۲۷۸ وکیلانو یې "د اوکراین د خپلواکې خاورې د الحاق د هڅې او د درغلۍ له لارې د ټولپوښتنې په خاطر" بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د مالیې وزارت خبرداری ورکړی چې د مسکو څخه د سیاسي یا اقتصادي ملاتړ په صورت کې پر نورو هېوادونو د بندیزونو د زیاتېدو خطر هم شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو جلا بیان کې اعلان وکړ چې د روسیې او بیلاروس د پوځونو او د روسیې د "نیابتي ډلو په غړو د اوکراین له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ څخه د سرغړونې له امله" په څه باندې ۹۰۰ کسانو باندې د ویزې بندیز لګولی دی او هغوی یې متحده ایالاتو ته له سفر څخه منع کړي دي.


د اروپا شورا

د اروپا د شورا غړو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له روسیې سره د اوکراین د دونتسک، لوهانسک، زاپوریژیا او خرسون سیمو غیرقانوني الحاق رد کړي او په کلکه یې غندلي دي.

د دغې شورا په اعلاميه کې راغلي دي: «روسيه په قصدي ډول د نړيوال نظم په کمزوري کولو او په څرګند ډول د اوکراين له بنسټيزو حقونو (خپلواکۍ، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا) تر پښو لاندې کولو سره د ملګرو ملتونو په منشور کې مندرج اوصول او نړيوال قوانین او نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کوي."

اروپايي شورا زیاته کړه: "موږ به هیڅکله هغه غیرقانوني ټولپوښتنه چې روسیې د اوکراین د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د سرغړونې په پلمه طرحه کړې او د هغې جعلي او غیرقانوني پایلې به هیڅکله په رسمیت ونه پیژنو. موږ به هی:له دغه غیر قانوني الحاق په رسمیت ونه پیژنو."

بریتانیا

د برتانیا صدراعظمې لیز تراس په یو بیان کې ویلي، پوتین ته اجازه نه ورکول کېږي چې له وحشي ځواک څخه په استفادې نړیوال سرحدونه بدل کړي.

د آغلې تراس په بیان کې راغلي دي: «پوتین یو ځل بیا په پوره بې پروایی د نړیوالو قوانینو خلاف د اوکراین د خلکو ژوند ته چې دی یې د استازیتوب ادعا کوي عمل کړی دی. بریتانیا به هیڅکله د دغو خلکو د حاکمیت اراده له پامه ونه غورځوي او موږ به د دونتسک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا سیمې د اوکراین له خاورې پرته بل څه نه منو."

پولنډ

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر د روسیې دا اقدام غیر قانوني بللی او ویلي یې دي چې د خرسون، دونتسک، لوهانسک او زاپوریژیا سیمې له روسیې سره یوځای کول په کلکه غندي.

هالنډ

د هالنډ صدراعظم مارک روټ وویل: "هالينډ به هیڅکله دا الحاق په رسمیت ونه پیژني لکه څنګه چې موږ د کریمیا الحاق نه پیژنو."

د اروپایي ټولنې کمیسیون

اورسلا فون درلاین، رییس کمیسیون اروپایی در مورد الحاق مناطق اشغالی اوکراین به روسیه گفت: "الحاق غیرقانونی اعلام شده توسط پوتین چیزی را تغییر نخواهد داد. تمام سرزمین هایی که به طور غیرقانونی توسط مهاجمان روسی اشغال شده اند، سرزمین اوکراین هستند و همیشه بخشی از این کشور مستقل خواهند بود."

د اروپايي کمیسیون مشرې اروسلا ون دیر لاین د روسیې او اوکراین د اشغال شویو سیمو د الحاق په اړه وویل: «د پوتین له خوا د غیرقانوني الحاق اعلان به هیڅ څه بدل نه کړئ. ټولې هغه سیمې چې د روسیې اشغالګرو په غیر قانوني توګه نیولي دي، د اوکراين لس سيمې دي او تل به دی ددې خپلواک هیواد یوه برخه وي."

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ خبرداری ورکړ چې که روسیه د دې څلورو سیمو د یوځای کولو پلان ته دوام ورکړي، دا به د "خطرناک تاوتریخوالي" لامل شي.

انتونیو ګوتریش په دې خبرې سره چې د مسکو دا ډول اقدام به په سیمه کې د سولې هڅې له خطر سره مخامخ کړي، خبریالانو ته وویل: "د اوکراین د دونتسک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا سیمو د الحاق هر ډول پرېکړه به قانوني ارزښت ونه لري او باید وغندل شي."