شاته

بلاول: د افغانستان د واکمنو يواځې کول به خطرناکې نتيجې ولري

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري ویلي، نړۍ دې د طالبانو سره په تماس کې پاتې شي او د افغانستان د واکمنو بيا يواځې کولو په صورت کې يې د خطرناکو نتيجو خبرداری ورکړی دی.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه د اې اېف پي خبري ادارې سره په خبرو کې بلاول بټو زرداري د امریکې لخوا په طالبانو د بې باورۍ له امله د افغانستان شتمنۍ يا پېسې د سويټزرلېنډ په يو فنډ کې د اچولو وروسته د يو موازي حکومت جوړولو د اندېښنې خبرداری هم ورکړی دی.

بلاول ويلي، "مونږ د تېر وخت نه زده کړي دي چې کله مو لاس څنډلي او په شا شوي يو، نو مونږ ځانه له په خپله غېر ارادي نتيجې او نورې ستونزې جوړوو".

هغه زياته کړې، "زما يقين دی چې د اقتصادي تباهۍ، په غټه کچه کډوالي او د داعش خراسان او دغه ډول تنظيمونو کې د نوو خلکو ګمارلو د خطرې په اړه زمونږ اندېښنې د دې نه زياتې دي کومې چې د دوی د مالياتي ادارو په اړه کېدی شي.

په وروستیو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته په وېنا کې ويلي وو، چې پاکستان هم د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې د ترهګرو په فعاليتونو اندېښنه لري.

شهباز شریف ويلي وو، "په افغانستان کې په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان، القاعده، ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ او اسلامک مومنټ اف ازبکستان فعاليتونه د اندېښنې وړ دي".

او بيا د افغان طالبانو د حکومت معاون خارجه وزير شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې يوې غونډې ته په خپله وينا کې ويلي د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بټو د وېناګانو غندنه کړې وه.

ستانکزي د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو خبره کړې په خپله په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دنيا ورته قرض نه ورکوي هغه ويلي وو،

"داسې مه کوه چې د افغانستان او د خلکو په قيمت داسې خبرې وکړې چې افغانستان پرې بدنام کړې او ته پرې يو پينځه روپۍ ځان ته پيدا کړې".

ستانکزي بيا شهباز شريف او ښاغلي بټو ته په مخاطب کولو سره ویلي وو، "تاسو کله سټيج ته وخېژئ او مايک مو لاس ته راشي او شا و خوا مو ټوله غربي نړۍ ولاړه وي نو بيا دومره مه مغروره کېږئ چې خپله ژبه درنه هېره شي".

هغه زياته کړې عين په دغه وخت کې د پاکستان د صدراعظم او وزير خارجه دغه عمل په کلکو ټکو غندي هم او چاته هم دا اجازت نه ورکوي چې د افغانستان د اسلامي امارت او د دې انقلاب په خلاف خبرې وکړي.