شاته

بلینکن د زرداري سره په لیدنه کې: د یو باثباته او سوله ییز افغانستان لپاره په ګډه کار کوو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د نورو مسائلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر ۲۶ (تلې څلورمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې انتوني بلینکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره د سیمې ثبات او اقتصادي مسائلو ترڅنګ ویلي چې د یو باثباته او سوله ییز افغانستان په اړه ګډ کار کوي.

دغه لیدنه چې د امریکا په متحده ایالاتو کې تر سره شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ترڅنګ د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقوقو پر تامین باندې ټینګار کړی دی.

د اعلامیې له مخې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې موږ «امریکا او پاکستان» له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له نژدې کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ښاغلي بلېنکن له قوله ویل شوي: "موږ له دوو لسیزو جګړو وروسته د افغانستان په راتلوونکې کې ګډه ونډه لرو. موږ خپل اختلافات لرل، دا هیڅ راز نه دی، خو موږ یو ګډ هدف لرو. موږ به په ټول افغانستان او ټوله سیمه کې د خلکو لپاره د یو سوله ییز او ازاد راتلوونکي لپاره ګډ کار ته دوام ورکړو او همدارنګه به د افغانانو د اساسي حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقوقو ملاتړ وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو روانه میاشت له افغانستان سره ۳۲۷ میلیون امریکايي ډالرو نورې بشري مرستې اعلان کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه مرستې په نورو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان کې مېشتو اړمونو افغانانو ته هم ورسول شي.

پر همدې مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې د بلاول بوټو زرداري له قوله ویلي چې هیواد به یې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره کار ته دوام ورکړي.

د بیان له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي برخه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري دروانې سپټمبر میاشتې پر ۱۹مه هم په نیویارک کې د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره لیدنه کې ویلي و چې سوله ییز او سوکاله افغانستان د پاکستان لپاره لومړیتوب لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر ۱۹ (وږې ۲۸) په یوې اعلامیه کې ویلي و چې ښاغلي زرداري په نیویارک کې د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره لیدنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګېدو ټینګار وکړ.

د بیان له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې ترڅنګ په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې، ثبات ټینګېدو په هدف د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل باندې هم ټینګار کړی دی.

پاکستان پر داسې مهال په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګېدو ټینګار کوي چې د تېر یو کال راپدېخوا په دغه هیواد کې د طالبانو سرپرست حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

پاکستان چې دا مهال تر بل هر وخت له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، تر دې مخکې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګېدو ټینګار کړی و. خو افغان لورې تر دې مخکې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان پر عملي همکارۍ ټینګار کړی دی.