شاته

د خوړو نړیوال پروګرام: له افغانانو سره د ژمنۍ مرستې لپاره ۱.۱ میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راروان ژمي کې په افغانستان کې د اړمنو کورنیو سره د مرستې رسونې لپاره ۱.۱میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۲۶ (تلې څلورمه) په یو راپور کې ویلي: "د دې بند پیاوړتیا د تمویل کوونکو په سخاوت پورې تړلې ده. د خوړو نړیوال پروګرام، د میاشتنیو خوراکي مرستو او ۱۸ میلیون افغانانو ته د تغذیې مرستو د دوام لپاره چې شپږ میلیونه یې له لوږې سره مخ دي ۱.۱ میلیارډ ډالرو بودجې ته بېړنۍ اړتیا لري چې په دې سره به ۱۷۲ میلیون ډالرو سره د ۱۵۰زره کسانو لپاره ژمني خوراکي توکي برابر شي."

د دغه سازمان په وینا، په تیر کال کې یو مثبت ګام د جګړو کموالی او لیري پرتو سیمو ته د مرسته رسوونکو سازمانونو د کار کوونکو لاس رسئ و.

خو په راپور کې ټینګار شوی دی چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې دغه سازمان د افغانستان د اقتصاد پاشل کېدو او د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له امله د کار نشتوالي شاهد و.

د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې په دې وروستیو کې په افغانستان او پاکستان کې مرګونو سېلابونو ته اشاره شوې او اندېښنه څرګنده شوې چې افغان کروندګر اوس هم په دغه هیواد کې له یوې بلې سختې وچکالۍ سره مخ دي، ځکه چې د هغوی تږې کښتونه اوبو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "د لومړي ځل لپاره د ښارونو مېشتې او متوسطې کورنۍ هم زیان ویني. همدارنګه خوړو ته د ښځو او ماشومانو نه لاس رسئ زیات شوی دی."

پر همدې مهال په راپور کې ویل شوي چې په اوکراین کې د رامنځته شوي جګړې له امله په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي او مشکلات یې رامنځته کړي دي.

د خوړو نړیوال پرورګرام په راتلونکې میاشتې حیاتي بللي او ویلي یې دي چې که چیري د اړتیا وړ بودیجه برابره شي دغه سازمان په نظر کې لري چې د ژمې تر پیلېدو، لارو بندېدو او هوا سړېدو مخکې لیري پرتو سیمو ته د موادو په لاس رسي لاس پوري کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د نړیوال خوراکي پروګرام د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ (وږي ۳۰) وویل چې د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې، به کابو شپږ میلیونه افغانان د لوږې له درکه بیړني حالت سره مخ شي.

په دې راپور کې چې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه بیا د ۲۰۲۳ کال تر جنوري پورې په نړۍ کې د لوږې سره مخ څو سیمو ته پکې اشاره شوې، راغلي چې ښايي له نومبر میاشتې وروسته په افغانستان کې د خوراکي توکو شدیده ناامني او شدیدې لوږې او سړې هوا له امله مړینې د پام وړ کچه زیاتې شي.

د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي دي چې تیر ژمی د افغانستان په لوړو سیمو کې ۲۰ زره کسان له لوږې سره مخ وو.