ای پي: د سېلاب ځپلو خلکو سره مرستې دپاره به ورلډ بېنک پاکستان ته دوه بېلین ډالر ورکوي
ورلډ بېنک ویلي سېلابونو دلاسه د نقصاناتو وروسته به پاکستان ته د امداد په لړ کې دوه بېلین ډالر ورکوي. اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي سېلاب ځپلي پاکستان سره د امداد دپاره د ورلډ بېنک دغه لوظ تر اوسه تر ټولو زیاته مالي مرسته ده.
ای پي وايي سږ کال په پاکستان کې د غیر معمولي بارانونو او سېلابونو دلاسه د ۱۶۰۰ نه زیات کسان مړه شوي، په مېلینونو خلک بې کوره شوي او کورونه او سړکونه تباه شوي دي.
مامورین په موسم کې بدلون د سېلابونو سبب بلي.
ای پي وايي د جنوبي اېشیا دپاره د ورلډ بېنک نایب صدر مارټن رېزر د خالي، شنبې، په ورځ پاکستان ته خپل سفر سر ته ورسولو.
د ورلډ بېنک چارواکي د پاکستان په سېلابونو کې د خلکو په مړينه او د خلکو زورګارونو ته په نقصان خفګان څرګند کړو او ويې د وفاقي او صوبايي حکومتونو سره کار کوي چې سېلاب نه متاثره هغو کسانو په بېړنۍ توګه امداد ورسوول شي چې امداد ته ضرورت لري.
د وفاقي وزیرانو نه علاوه رېز د سند اعلا وزیر سره هم ولیدل او د سند د دادو ضلعې دوره يې هم وکړه چې د سېلاب نه تر تولو زیاته متاثره شوي ده.
ای پي وايي په سند کې د سېلاب ځپلو خلکو دپاره په زرګونو عارضي کېمپونه جوړ کړی شوي دي او نېشنل ډېزاسټر مېنېجمنټ اتارټي، اېن ډي اېم ای، وايي په سند کې د ملېریا، ډېنګي او مېعادي طبي دلاسه لږ تر لږه ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.
د ناروغیو دلاسه د خلکو د مړینې په سبب د متحده قومونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او خبرداری وکړو چې د سېلابونو وروسته د وبايي مرضونو دویم افت راتللی شی.
رېزر وویل ورلډ بېنک به د نورو منصوبو نه پېسې بېړني امداد ته ور واړوي چې پکې سېلاب ځپلو خلکو سره د خوراک، سرپناه، صحت د خېرښېګړې او د خلکو د بیا ابادولو هلې ځلې شاملې دي.
تېره هفته په نیویارک کې د متحده قومونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف سره ملاقات کې د ورلډ بېنک چارواکو پاکستان سره د ۸۵۰ مېلین ډالرو امداد لوظ وکړو. دغه پېسې به د ورلډ بېنک د دوو بېلین ډالرو په مرسته کې شاملې وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو ویلي چې په پاکستان کې د سیلابونو وروسته د بیا رغونې لپاره به لږترلږه د 30 بیلین ډالرو ضرورت وي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي