شاته

ایران د ښځو په مشرۍ د روانو مظاهرو خلاف د 'پریکنده اقداماتو' خبرداری ورکړ

د ایران محافظه کاره جمهور رئیس ابراهیم رئیسي خبرداری ورکړی چې د هغو مظاهرو په وړاندې به "پریکنده اقدامات" وکړي چې د ایران د "اخلاقي امنیت پولیسو" په توقیف کې د یوې ځوانې کردۍ نجلۍ له وژل کیدو وروسته په دغه هېواد کې پیل شوي دي.

د رئیسي د دفتر د معلوماتو له مخې، هغه پرون شنبې ۲۴ سپتمبر (تلې دوهمه) د مشهد په ښار کې د بسیج ملېشو د وژل شوي سرتیري له خپلوانو سره په ټیلیفوني خبرو کې، مظاهره کوونکي "بلواګر" وبلل او پر وړاندې یې د حکومت د "پرېکنده اقدام" غوښتنه وکړه.

د ایراني مدني فعالې مهسا امیني د مړینې له امله په ایران کې له تيرو نهو ورځو راهیسې پراخې مظاهرې روانې دي. رسمي شمېرې ښيي چې په دغو مظاهرو کې د ایران د امنیتي ساتونکو په ګډون لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي، چې زیاتره یې مظاهره کوونکي دي. د بشري حقونو د ملاتړ ډلې وايي د قربانیانو اصلي شمېره تر دې ډېره لوړه ده.

د ایران د بشر د حقونو سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي چې، د شنبې تر ورځې پورې، پدې مظاهرو کې د ایران امنیتي ځواکونو ۵۴ مظاهره چیان وژلي، لسګونه نور یې ټپیان او زنداني کړي کړي.

په دغې اعلامیې کې زیاته شوې چې په ډېرو حالاتو کې کورنيو ته د دوی د کورنیو د غړو مړي پدې شرط ورکول کیږي، چې دوی به دغه مړي پټ خښوي.

د سپتمبر له ۱۶مې راهیسې دا مظاهرې چې زیاته د شپې له خوا کیږي، د ایران ډیرو ښارونه ته خپرې شوي او په سلګونو مظاهره کوونکي، اصلاح غوښتونکي او ژورنالیستان له پولیسو سره په نښتو کې نیول شوي دي.

د بشري حقونو د ملاتړ ډلو تور لګولی چې امنیتي ځواکونو پر مظاهرو چیانو باندې مخامخ او همدارنګه هوايي ډزې کړي دي. دا په داسې حال کې چې مظاهرو چیانو چې "مرګ پر دیکتاتورانو" شعارونه یې ورکول، امنیتي ځواکونه په ډبرو ویشتلي او د پولیسو موټرونه او دولتي ودانۍ یې سوځولي دي.

دا په تېرو دریو کلونو کې په ایران کې ترټولو پراخې مظاهرې دي چې زیاتره د ښځو له خوا رهبري کیږي. دوی د ایران د حکومت له خوا د جنسیت پر اساس پر ښځو باندې د لباس اغوستلو د اجباري قوانینو سره مخالفت ښيي.

د ایران د مظاهره کوونکو سره د همغږۍ په پار د نړۍ په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې شوي.

نړیوال غبرګون

د بېلا بېلو هیوادونو مدني فعالانو د فرانسې په پلازمېنه پارس کې د ایراني مظاهره چیانو څخه د ملاتړ لپاره مظاهره کړې.

مظاهره چیانو د ایران په زندان کې د مړې شوې ۲۲ کلنې ایرانۍ فعالې مهسا امیني انځورونه له ځان سره لېږدول او د ایران د حکومت پر خلاف یې شعارونه ورکول.

تارا شفاهي چې په دغه مظاهره کې یې برخه اخیستې وه، وویل: "زه نن دلته د ایراني پاڅون او د مهاس امیني د کورنۍ سره د غمرازۍ لپاره راغلې یم."

ميرمن شفاهي وايي، په ایران کې د حاکم رژيم تغییر غواړي، او ددې دپاره د روانو هلو ځلو ملاتړ کوي.

د بشري حقونو ملاتړ کوونکی ایرکا جان اکتاس د پاریس د مظاهرې بل ګډون کوونکی دی. هغه وویل: "موږ نن د ایران د انقلابي ښځو سره د مرستې لپاره راټول شوي یو. د ایران انقلابي ښځې د ایران د استبدادي او متشدد سیستم سره په جګړه بوختې دي."

د مظاهرې بله ګډون کوونکې، ایراني الاصله فرانسوۍ محبوبه مرادي وايي، د خپلو هیوادوالو سره د مرستې لپاره راغلې ده.

هغې زیاته کړه: "نن یوازې د مهسا خبره نده، نن موږ د دې لپاره دلته راټول شوي يو، چې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې خپله کرکه ښکاره کړو. هغه څه چې موږ دلته ګورو، هغه په ایران کې لويې مظاهرې دي. انقلاب هم ورته ویلی شو. خلک د سیاسي او کلتوري ستونزو ستړي شويدي. ایراني لوبغاړو ته د اسرایلي لوبغاړو سره د لوبو کولو اجازه نشته. او دا بې معنی خبره ده. ایرانیان بدلون، ازادي او سیکولر سیستم غواړي."

په ایران کې روانې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې دولس ورځې وړاندې یوه ځوانه انجلۍ مهسا امیني د حجاب د قانون د نه عملي کولو له امله د ایراني چارواکو لخوا زنداني شوه. مهسا له زندانې کېدو درې ورځې وروسته په توقیف کې ساه ورکړه، چارواکې ادعا کوي چې نوموړې د زړه د حملې په پایله کې مړه شوې ده.