شاته

امریکې د افغانستان دپاره د نورو 327 ملينه ډالرو بشري مرستو اعلان کړی

امريکې په افغانستان کې په انساني بحران کې ګېر خلکو د مرستو دپاره د نورو327 ملينه ډالرو د بشري مرستو ورکولو اعلان کړی دی.

د امريکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن په ټويټر ویلي،

"امریکا په افغانستان او ګانډي هېوادونو کې د افغانانو دپاره نورې نزدې 327 ملينه بشري مرستې ورکوي. مونږ د افغانانو سره ژمن يو".

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت سټېټ ډيپارټمنټ ترمخه انتوني بلينکن ويلي، په دغه مرستندویه پېسو کې به 119 ملينه ډالره د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت د ابادۍ څانګه په کډوالو او مايګرېشن خرڅ کوي او 208 ملينه ډالره به د امریکي د نړیوالې پرمختيا د ادارې د لارې په بشري مرستو مصرف کولی شي.

ويل شوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د دغه هېواد او ګاونډي ملکونو سره د امریکا بشري مرستې د يو اعشاريه يو اربه ډالرو نه سېوا شوي دي.

بلينکن زياته کړې امریکا افغانانو ته ژمنه ده او په نړيواله ټولنه غږ کوي چې په 31 مارچ د افغانستان دپاره د بشري مرستو دپاره په لوړه کچه غونډه کې کړې خپلې ژمنې پوره کړي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دا تازه امریکايي مرستې به د بشري مرستو نړیوالو ادارو، د ملګرو ملتونو د ابادۍ فنډ، د کډوالو دپاره نړيوالې ادارې او ګاونډي ملکونو کې د افغانانو په مرستو خرڅ کولی شي.

ويل شوي دا مرستې به په بېړنیو نغدو پېسو، پناه، د صحت اسانتياوې، او بيا بحالۍ په کارونو کې کارولی شي، د دې ترڅنګ دا هم ويل شوي دا پېسې به د ماشومانو د زېږېدنې په مهال د ښځو په اړينه تحفظ او صنفي بنياد د تشدد د مخنيوي دپاره خرڅ کولی شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت زیاته کړې دا مرستې به په پاکستان او ګاونډي ملکونو کې د افغان کډوالو او کوربه ټولنو د صحت، خوراک او کرونا د معاينې او ويکسينو دپاره هم کارول کيږي.

بلینکن ويلي، د امریکا د افغانستان د خلکو سره ژمنې تلپاتې دي.

هغه زياته کړې امريکا د جنس، نسل، معذورۍ، مذهب او پېشې پرته د اړينو خلکو سره مرستې کوي.

د نوموړي په خبره امریکا د نړيوالو مرستو په لړ کې د نورو مرسته کوونکو هرکلی کوي او په دې خبره ټينګار کوي چې په خلاص مټ د افغانستان د خلکو دپاره بشري مرستې دوامداره وساتل شي.