شاته

د پاکستان د ياد جرنلسټ ایاز امير زوی د خپلې ښځې د وژنې په تور نيول شوی

د پاکستان د يو ياد جرنلسټ اياز امیر زوی شانواز د خپلې ښځې د وژنې په تور نيول شوی او د مقدمې ترمخه تورن شانواز منلې چې ښځه يې په سر وهلې او وژلې ده.

د پوليس مقدمې ترمخه دغه پېښه پرون د جمعې په ورځ [23 ستمبر] پلازمينې اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې شوې ده.

په مقدمه کې ويل شوي پولیسو ته د پېښې خبر ترلاسه شوی او چې د پېښې موقعې يا کور ته ورغلي، ثمينه شاه مېرمن ورته ويلي چې "زما زوي شانواز د پلار نوم اياز امير د خپلې ښځې ساره سره جګړه کړې او د جګړې په مهال زما زوي د خپلې ښځې ساره په سر په ډمبل ګواز کړی او وژلې يې ده".

ويل شوي شانواز چې په کور کې موجود وو، پوليسو نيولی او هغه د ښځې وژل منلي دي.

د پېښې په اړه د جرنلسټ اياز امیر د رسنيو سره د خبرو ويډیو هم په ټولنيزو رسنیو خپره شوې چې پکې نوموړي ویلي، "داسې پېښې دې د چا سره هم ونه شي".

د نوموړي نه پوښتنه شوې چې ايا شانواز په نشه کې وو او هغه به نشه کوله؟، په ځواب کې هغه ویلي، دا به د پلټنو وروسته معلومه شي.

په ټولنيزو رسنيو د [ساره دپاره انصاف/ جسټس فار ساره] په هېش ټېګ ټرېنډ پېل شوی دی.

ځينې کسانو دعوې کړي چې وژل شوې ساره د شانواز درېمه ښځه وه له دې وړاندې د هغه نه دوه ښځې تښتېدلي يا يې ورته هغه طلاق ورکړی دی.

پاکستان کې وخت په وخت د دغه ډول پېښو خبرونه مخې ته راځي.

روانه مياشت د ښځو او ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيمونو(سسټېنبل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن او سنټر فار ريسرچ ډوېلپمنټ اېنډ کميونيکشن ) د تيرې اګست د میاشتې په جاري کړي رپورټ کې ويلي چې داګست میاشت کې په مطبوعاتو کې د ښځو د تښتولو، په هغوي د بدني او کورني تشدد او د دې ترڅنګ د ماشومانو سره د جنسي زياتي تر ټولو زیاتې پېښې رپورټ شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي چې د اګست په میاشت کې په ټول پاکستان کې 136 ښځې تښتول شوي چې د جولایي د مياشتې د 133 پېښو په پرتله زياتې دي.

د رپورټ ترمخه په ښځو د بدني تشدد 52 کېسونه د پنجاب څخه، 20 د سیند نه او دا ډول په ښځو د تشدد 13 پېښې د خېبرپښتونخوا څخه رپورټ شوي دي. بلوچستان کې دا شمېره يوازې دوه رېکارډ کړې شوې ده.

د بشري او ښځو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظیمونه وايي، پاکستان کې په ښځو د تشدد پېښې زياتې کيږي خو رپورټ کيږي نه، او اوس د وړاندې په پرتله يو څه رپورټ کيږي او د تشدد پرضد غږ هم پورته کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​