شاته

د روس په ملاتړ د اوکراین په ځینو سیمو کې روس سره د یوځای کېدو په اړه ولسي رای اخیستل کېږي

د روس په ملاتړ د اوکراین په ځینو برخو کې د جمعې په ورځ ووټونه شروع شول چې خلک به پکې په دې پوښتنه رای خپلې رای ورکوي چې ایا دوی د روس سره انضمام غواړي او که نا؟

دغه رېفرېنډو یا ووټونه په لوهانسک، کېرسون، دونېڅک او ژاپوریژیا کې کېږي چې په جزوي توګه روس نیولي سیمه ده.

مغربي ملکونو دغه رېفرېنډم مسترد کړی دی او وايي روس دغو علاقو د نیولو دپاره رېفرېنډم یو جواز جوړ کړی دی.

د ارګنایزېشن فار سېکیورټي اېنډ کواپرېشن اېن یورپ رېفرېنډم غیر قانوني ووبللو او په یو بیان کې وویل د اوکراین په خاوره انتخابات یوازې قانوني مامورین کولی شي چې د قامي قوانینو او د نړیوالو معیارونو سره سم وي.

د جمعې په ورځ رېفرېنډم د شروع کېدو نه مخکې د روس صدر ولادېمیر پوتین اعلان کړی چې په اوکراین کې د "خصوصي پوځي اپرېشن" دپاره به درې لکه اضافي عسکر متحرک کړي. په ټېلې وژن قام ته خپله وېنا کې پوتین وویل ملک خپلواکۍ د تحفظ دپاره د ځواکونو متحرک کېدول ضروري دي.

صدر پوتین وویل مغربي نړۍ روس کمزوری او تباه کول غواړي خو ماسکو به "روس او د خلکو خلکو د تحظ دپاره خپل وس کې ټول وسایل استعمالوو."

د صدر پوتین د اعلان په ضد په ماسکو او د روس په نورو ښارونو کې مظاهرې وشوې او پولیس 1300 احتجاج کوونکي ګرفتار کړل.

په نړیواله کچه د صدر پوتین اعلان چې اضافي ځواکونه متحرک کوي، داسې لیدل کېږي چې روس تاوتریخوالی زیاتوي او د اېټمي وسلو د کارولو دړکه کوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د متحده قومونو د سکیورټي کاونسل یا د امنیتي شورا غړو ملکونو د روس غندنه وکړه چې په اوکراین کې جګړه زیاتوي. دغو ملکونو د روسي ځواکونو د متحرک کېدو او د صدر پوتین د اېټمي وسلو د استعمالولو دړکه هم وغندله.

د متحده قومونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې د سکیورټي کاونسل د غړو ملکونو د خارجه وزیرانو خصوصي ناستې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وویل د کاونسل هر غړی ملک دې دا واضحه پېغام ورکړي چې داسې ډول "غیر ذمه وارانه اېټمي دړکې" دې ودرول شي.

د برطانيي خارجه وزیر جېمز کلېورلي دغه غونډې ته وویل روس د "انضمام" او د "فتح" دپاره جنګ شروع کړی دی.

د برطانيي د فاع وزارت د جمعې په ورځ په خپل استخباراتي رپورټ کې وویل اوکرایني ځواکونو په خارکیف سیمه کې د اوسکل دریاب په ساحل پولونه محفوظ کړي دي خو په جنوب کې په دونېڅک اوبلاسټ سیمه کې جګړه دوام لري او روسي ځواکونو په لېمن ښار حمله شروع کړې ده.

د رپورټ ترمخه، د جنګ په مېدان حالات پېچیده دي خو اوکراین په داسې سیمه کې فشار زیات کړی چې روس یې د جنګ دپاره ضروري ګڼي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټونو نه اخیستل شوي دي چې پکې د متحده قومونو د مرکزي دفتر نه د خبریالې مارګرېټ بشیر رپورټ هم شامل دی