
کوهاټ: د شهريار افريدي د کور مخې ته د لاسي بم چاودنه شوې
د خېبرپښتونخوا په کوهاټ سيمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي مخکني مرکزي وزیر شهريار افریدي د کور مخې ته د لاسي بم چاودنه شوې خو کوم ځاني او مالي تاوان يې نه دی اړولی.
شهريار افريدي په خپله فېس بک پاڼه د لاسي بم د سي سي ټي وي کېمرې ویډیو خپره کړې ده.
ويډیو ته ليکل شوي په کوهاټ کې د شهريار افريدي په پلارني کور د ګرنېډ بريد شوی، نامعلومه کسانو په کور ګرنېډ ویشتی خو هغه د ور/ ګېټ سره نزدې ډزېدلی دی.
د پېښې زمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.
د کوهاټ د سټي تاڼې پولیسو وي او اې ډيوه ته پېښه تاييد کړې چې پېښه شوې خو مقدمه او پلټنې يې د سي ټي ډي پوليس کوي.
د سي ټي ډي پولیسو لخوا په دغه اړوند کوم تفصيل مخې ته نه دی راغلی.
په کوهاټ کې دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
دوه ورځې وړاندې د کوهاټ سره نزدې د خېبر ضلعې د باړې په بر قمبرخېل کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې قبايلي مشر منصف علي خان افریدی او يو لاروی وژل شوي او د قبايلي مشر وراره پکې ژوبل شوی دی.
پرون بيا د خېبرضلعې په جمرود کې د یوې بلې پېښې خبر هم مخې ته راغلی دی.
د پوليسو په وېنا په غونډۍ علاقه کې مولانا کلیم الله نومې تن د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی او د راپورونو ترمخه پولیس ويلي دا هدفي وژنه ده.
د شورو/ چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د خېبر ضلعې سره تعلق لرونکو سياسي، قومي او مذهبي مشرانو د خېبر قومي جرګه کړې او ويلي يې دي، دوی به نور په سيمه کې قامي لښکرې يا د امن کمېټۍ نه جوړوي.
د جرګې ګډون والو زياته کړې چې په سيمه کې بيا وسله وال فعاليتونه پېل شوي، هدفي وژنې کيږي او د خلکو نه بهتې/ يا قلنګ اخستل کيږي.
د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې په وروستیو کې د امن غوښتنې دپاره لاريونونه او احتجاجونه شوي دي.