شاته

سوات: سي ټي ډي د یو ترهګر د وژلو دعوه کړې

د خېبرپښتونخوا د سوات پوليسو ويلي، په منګلور کې يې د شپې په مهال عمليات کړي او يو ترهګر يې وژلی دی.

د پوليس اېس اېس پي ارشد خان ويلي، په منګلور کې د ترهګرو سره نښته شوې او د عادل زېب په نوم ترهګر پکې وژل شوی دی، ويل شوي وژل شوی ترهګر په څو پېښو کې ککړ وو.

ارشد خان ويلي په نښته کې پولیسو ته کوم زيان نه دی اوښتی. دا پېښه د [د 22 او 23 ستمبر] په مينځنۍ شپه کې شوې ده.

ځينې راپورونو د پوليس سرچينو له قوله ویلي چې د نښتې په مهال ځينې ترهګر تښتېدلي دي علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو ځینې ويډيوز هم خپرې شوي چې پکې ډزې اورېدل کيږي.

په سوات کې د عملياتو او ترهګر د وژلو دعوه په داسې حال کې شوې چې د روانې میاشتې په 13 نېټه په سوات کې په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی او په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی غړی وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تيره میاشت په اتم اګست په مټه تحصيل کې د وسله والو ښکاره کېدو، پوليس او پوځي افسر د نيولو ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې او بيا د سيمې خلکو د امن دپاره احتجاج کړی وو.

په 13 اګست د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي وو، "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو".

پوليسو ويلي وو "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

او هم په 13 اګست بيا پوځ ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکې دي".

خو پوځ زياته کړې وه، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي چې د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کېږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

در ې ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي وو، "دا خبره کول چې سوات ته بيرته ترهګر راتلل پېل شوي داسې بالکل نه ده دا افواه ده يا افواه جوړول کيږي، امنيتي ادارې خبرتیا لري او چمتو دي".

رانا ثناالله ویلي وو، "امنيتي ادارې خبر او چمتو دي او هر ورځ به تاسو وينئ چې هره ورځ عمليات کيږي او هغه ترهګر چې د دې ملک امن خرابوي وژل کيږ"ي.

هغه زیاته کړې وه، "داسې هیڅ خبره نشته چې دا ډول ترهګر به پرېښودل کیږي د پاکستان پوځ د دې جوګه دی چې د ملک دفاع وکړي نه به دفاع کولی شي بلکې د ملک په پولو او ملک کې دننه امنيت به يقيني کولی شي".

د تيرې مياشتې راهسې د سوات په ګډون د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د امن دپاره لاريونونه او مظاهرې کيږي.