شاته

سوریې ته نژدې د کډوالو کښتۍ 'ډوبه شوې او ۳۴ تنه مړه' شوي ​​​​​​​

په سوریه کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په بندري ښار تارتوس کې یې په یوې کښتۍ کې ۳۴ مړي موندلي او ۱۴ تنه نور یې ژغورلي دي.

د سوریې د بندرونو مشر سامر قبروسلي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې ژغورل شویو کسانو ورته ویلي‌ دا کښتۍ څو ورځې مخکې د لبنان په شمال کې د «منیه» له سیمې څخه روانه شوې وه.

ښاغلي قبروسلي وویل چې په کښتۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو وګړي ناست وو.

د سوریې د بندرونو مشر وايي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

په لبنان کې د سخت اقتصادي بحران له کبله د مهاجرت لویه څپه پیل شوې ده. په لبنانیانو سربېره په دا ډول کښتیو کې د سوریې او فلسطین ډېر خلک هم سفرونه کوي.

د پنجشنبې په ورځ د لبنان د طرابلس په ښار کې لسګونو کسانو مظاهره وکړه او چارواکو ته یې وویل چې له هغې کښتۍ سره یې اړیکه پرې شوې چې لسګونه کډوال په کې ناست وو. رویټرز وايي‌ دا نشي تائیدولای چې ایا په سوریه کې موندل شوې کښتۍ همدا ده که نه.

د لبنان پوځ وايي ۵۵ کسان، چې په یوې خرابې کښتۍ کې ناست وو،‌ د دغه هېواد په اوبو کې ژغورلي او بېرته یې ساحل ته انتقال کړي دي.

د اپریل په میاشت کې طرابلس ته نژدې یوه کښتۍ ډوبه شوه چې د لبنان، سوریې او فلسطین شاوخوا ۸۰ اتباع په کې سپاره وو. چارواکي وايي ۴۰ تنه یې ژغورل شوي، اووه تنه یې مړه شوي او ۳۰ نور یې لا هم تري تم دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان وايي چې د اوبو له لارې له لبنان څخه د خلکو د وتلو شمېر د ۲۰۲۰ په پرتله په ۲۰۲۱ کې دوه برابره زیات شوی او د تېرکال د دې مودې په پرتله په ۲۰۲۲ کې بیا دا شمېر ۷۰ سلنه نور هم زیات شوی دی.

له لبنان څخه د مهاجرت لوی علتونه خراب اقتصادي وضعیت، د کاري فرصتونو کموالی او اساسي خدمتونو ته نه لاسرسی بلل کېږي.