شاته

طالبانو کندهار کې له شپږم ښکته ټولګيو څخه لوړ عمر لرونکې نجونې ايستلي

په کندهار کې د طالبانو حکومت د شپږم ټولګیو څخه ښکته نجونې زده کوونکې، په دې پلمه چې عمرونه یې له ۱۳ کلونو لوړ دي له ښوونځیو ایستلي دي.

دغه نجونې چې ډېرې یې د پنځم او شپږم ټولګیو زده کوونکې دي ازادي رادیو ته ویلي، د طالب چارواکو له‌خوا اوس ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د کندهار د پوهنې چارواکي هم مني چې د لوړ عمر لرونکي نجونې د ښکته ټولګیو څخه ایستل شوي او کورونو ته استول شوي دي.

بل‌خوا د کندهار اوسیدونکي وايي د ښځينه ښوونځیو تړل او نجوني ښوونځیو ته نه‌پرېښودل ټولنه د یوې لويي تاریکۍ سره مخ کوي.

دا په داسي حال کې ده چې دا مهال په ټول افغانستان کې د شپږم ټولګیو پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي.

نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

اړوند مطالب