ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کرونا وايرس په پاکستان کې نور ۳۴ کسان مړه کړي، د ټولو مړو شمېره ۱۱۰۱ ته ورسېده

په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور ۳۴ کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۱۰۱ ته رسېدلې ده.

23.05.2020 ډیوه

کراچۍ: په غورځېدلې الوتکه کې د ۹۷ کسانو مړه کېدو او دوه ژوبلېدو پخلی وشو

په کراچۍ کې د جمعې په ورځ په غورځېدلې الوتکه کې په سورو ۹۹ کسانو کې ۹۷ مړه شوي او دوه ژوبل شوي دي.

23.05.2020 ډیوه

صدر ټرمپ وايي جوماتونه، کلیساګانې او د نورو مذهبونو عبادتخانې دې پرانیستل شي

د مذهبي ازادۍ دپاره کارکونکي فرسټ لېبرټي نومې ادارې د صدر ټرمپ د اعلان هرکلی وکړو. د ادارې یو چارواکي جرمي ډېس وویل عقیده لرونکو امریکایانو د دې ګام د ډیر وخت راهسې انتظار کولو

23.05.2020 ډیوه

په کراچۍ کې د پي اي ای د جهاز غورځېدو په پېښه کې ۸۰ کسان مړه شوي

د پي ایې ای چیرمین ای مشر ارشد ملک ویلي په غورخېدلي جهاز کې د مړه شویو ټولو کسانو مړي په موندلو کې به دوو نه تر درې ورځو پورې وخت لګي. په پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان ژوندي پاتې شوي دي

23.05.2020 ډیوه

کرونا وایرس د دنیا یو اشاریه اته ارب مسلمانانو دپاره د اختر رواجونه بدل کړي دي

ېسوسي اېټیډ پرېس خبري اداره د یروشلم نه د اختر په اړه په خپل رپورټ کې لیکې چې د اختر دغه دستورې به سږ کال د روایاتو سره سم ونشي او د ترکي، عراق او اردن په شمول ځینو ملکونو ویلي د اختر د ورځو په مهال به د خلکو د ګڼه مخه نیووولو دپاره به ۲۴ ګنټې ګرځبندیز پرځای کوي

22.05.2020 ډیوه

کراچۍ کې چارواکي وايي د غورځېدلي جهاز د ملبې نه ۵۷ مړي راویستلي شوي

د پي ایې ای چیرمین ای مشر ارشد ملک ویلي په غورخېدلي جهاز کې د مړه شویو ټولو کسانو مړي په موندلو کې به دوو نه تر درې ورځو پورې وخت لګي. په پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان ژوندي پاتې شوي دي

22.05.2020 ډیوه

دپي‌ ایي ای دالوتکې غورځېدو شیبې څنګه وې ؟

دپاکستان دولتي هوایي شرکت ویلي دپي ای ای کومه الوتکه چې دجمعې په ورځ کراچۍ کې غورځېدلې اؤ تباه شوې هغې کې ۵۱سړي،۳۱ ښځې اؤ نهه ماشومان سواره وؤ اؤ ددې ترڅنګ پکې دعملې اته کسان هم وؤ.

22.05.2020 ډیوه

پاکستان کې د کرونا څخه نور ۵۰ تنه مړه، د ټولو اغېزمنو شمېره د ۵۰زرو نه اوښتې

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس له امله نور ۵۰ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړه شوؤ ټوله شمېره ۱۰۶۷ ته رسېدلې ده.

22.05.2020 ډیوه

افغان خبریالان په بین الافغاني مذاکراتو کې د رسنیو د ازادۍ په اړه ډاډ غواړي

افغان خبریالان وايي، که چېرې افغانستان غواړي چې د رسنیو په برخه کې د نږدې شلو کالو پرمختګ له لاسه ور نه کړي نو د رسنیو ازادي باید له طالبانو سره د سولې د تړون مهمه برخه وي. خبریالان وايي، دوی هغه وخت خفه شول کله چې د حکومت لخوا د سولې په جوړ شوي پلاوي کې چې حکومتي چارواکو او د افغاني ټولنې د بیلا بیلو برخو استازو په کې ګډون درلود د رسنیو استازي نه وو.‌ دوی په ځانګړې ټوګه په ښځینه خبریالانو باندې د هر ډول تړون د اغیزو په اړه اندېښنه درلوده. د نرګس حورخش په نامه یوې افغانې خبریالې چې د تېرو اتو کالو راهیسې له یوې افغاني رسنۍ سره کار کوي، امریکا غږ ته وویل، "مونږ خبریالان سوله غواړو خو په دې بیه نه چې مونږ باندې بورقې په سر کړي او یا دا چې د بیان داسې ازادي و نه لرو لکه چې اوس یې لرو." تمه وه بین الافغاني مذاکرات په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي تړون وروسته پیل شوې وې. د دغه تړون له مخې، امریکا به خپل ټول سرتیري د طالبانو لخوا د امنیتي ضمانتونو په بدل کې په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب له کمېټې (اې جې اس سي) څخه نجیب شریفي وویل، له جګړې څخه پاتې افغانستان کې د بیان د ازادۍ روښانه تعریفونه هېڅکله نه دي شوي.‌ هغه امریکا غږ پښتو څانګې ته وویل، "د دوحه په غونډو کې د حکومت د مذاکراتي ټیم لخوا د رسنیو او بیان د ازادي په اړه د مهمو سرو کرښو په توګه خبرې نه دي شوي." هغه زیاته کړه، "له همدې امله مونږ اندېښنه لرو." د افغان خبریالانو د خوندیتوب ټولنې هم په حکومتي چارواکو باندې نیوکې کړي چې له طالبانو څخه یې د بیان د ازادۍ په برخه کې د ضمانتونو اخېستل له پامه غورځولي او په دې کې پاتې راغلي چې خبریالانو ته هم په دغو خبرو کې ځای ورکړي. افغان خبریال حامد حیدري چې د دوحې د خبرو له څنډو یې راپور ورکاوه امریکا غږ ته وویل، چې طالب پلاوي ویل چې دوی به یواځې د رسنیو هغه ازادي ومني چې شریعت ورته جواز ورکړی وي. د چینل یو ټي وي مشر حیدري وویل، "زه اندېښنې لرم او زه نه پوهېږم چې طالبان څه غواړي." هغه وړاندې وویل، "مونږ له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه په دې اړه سپیناوی غواړو چې د بیان ازادي او او د افغاني رسنیو لاسته د لاسته راوړنو ساتل به د سولې په خبرو کې د سرو کرښو په توګه پاتې کېږي. وسلوالو طالبانو له ۲۰۰۱ کال څخه مخکې په ټي وي او سیمناګانو باندې د بندیز ترڅنګ حتی په راډیو د سندرو اورېدو ته هم اجازه نه ورکوله.‌ د طالبانو د شریعت غږ په نامه راډیو یواځې اسلامي پروپاګند کاوه او مېرمنو ته نه یواځې د کار کولو بلکه ښونځیو ته د تګ اجازه هم نه ورکول کېده.

22.05.2020 ډیوه

ټرمپ: که د کورونا دوهمه څپه راشي نو امریکا به بیا و نه تړل شي

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ایالتونو باندې نور زور راوړ چې کاروبارونه دې پرانیزي که څه هم د کورونا وایرس په اړه اندېښنې لا دوام لري. ټرمپ وویل، زه فکر نه کوم چې خلک دې نور ودرېږي په هغو ایالتونو کې چې خپل کارونه په چټکۍ سره پیل نه کړي. د امریکا ټولو ۵۰ واړو ایالتونو لږ تر لږه د نیمه بیا پرانېستلو په اړه خپل پلانونه اعلان کړي دي. ټرمپ وویل، که د کورونا وایرس دوهمه څپه راشي نو مونږ به خپل هېواد و نه تړو. ټرمپ په مشیګن ایالت کې د فورډ په نامه د امریکايي موټر جوړونې کمپنۍ کارکونکو ته د وینا پر وخت وویل، "دایمي لاک ډاون د یو روغ ایالت او هېواد لپاره کومه سټراتیژي یا تګلاره نه ده." بل پلو په تېرو نهو اونیو کې ۳۸.۶ میلیونه امریکایانو د بې کارۍ له امله حکومتي مرستو ته درخواستونه کړي دي. تر دې وړاندې د فورډ په یوې بلې کارخانه کې ولسمشر د تور پوستو امریکایانو له مشرانو سره په خبرو کې وویل، "مونږ باید خپلې کلیساوې پرانیزو او مونږ باید خپل هېواد پرانیزو." ټرمپ همدارنګه د کارخانو کارکونکو ته ویلي، چې درمل او طبي وسایل باید په امریکا کې تولید شي او یو ځل بیا یې د کورونا د وبا تور په چین پورې کړ. سپینه ماڼۍ وایي، د ټرمپ د ادارې په نوښت په امریکا کې د کورونیو شخصي کمپنیو لخوا تر اوسه پورې، ۱۲ بیلینه دستکشي (دستانې) ۱۳۰ میلیونه N95 ماسکونه، نیم بیلین د جراحۍ ماسکونه، ۱۸ میلینه د مخ ژغورلو وسایل او بې شمېره وېنټېلېټرونه جوړ کړي‌ دي. امریکا په ګرده نړۍ کې تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد دی چېرې چې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له شپارس لکو او د مړو شمېر ۹۶۰۰۰ څخه زیات شوی دی.      

22.05.2020 ډیوه

کرونا واېرس ته د  اسلامي نړۍ د سياسي مشرانو او وسله وال تنظيمونو غبرګون

د کرونا وبا په اړه په اسلامي نړۍ کې د حکومتونو، سياسي مشرانو او وسله والو تنظيمونو بدل بدل غبرګونونه مخې ته راغلي، د امريکې د ووډرو وېلسن څيړنيزې ادارې لخوا تېره اونۍ شوی يو تحقيق ښايي چې په مينځني خطيز او شمالي افريقا کې اسلامي حکومتونو او روښان فکره سياسي ګوندونو د کرونا واېرس د مخنيوي په اړه د يو بل سره ملاتړ ښودلی او د صحت د ماهرينو او د صحت د نړيوالې ادارې ډبليو اېچ او په لار ښوونو يې عمل کړی خو وسله وال تنظيمونو لکه داعش او القاېده د کرونا واېرس په اړه افواګانې خورې کړي او ويلي دي دغه واېرس د الله د طرف نه په غېر مسلمو يو عذاب دی، هر څه که ساېنس پوهان لا د دغې واېرس په اړه حتمي نتېجې ته نه دي رسيدلي. داعش خپلو وسله والو ته هدايت کړی چې يورپ ته دې سفر نه کوي چې د دغه واېرس  مرکز ګڼل کېږي. سخت دريزه سني علماؤ په شيعه مسلمانانو او دهريه ډلو د کرونا واېرس د خورولو تورونه لګولي. ځيني ملکونو د کرونا وبا د خورولو تور پخپلو مخالفينو لګولې ، سعودي عرب چې د مارچ په دويمه نېټه پکې لومړۍ د کرونا واېرس پېښه موندل شوې او چې په کوم سړي کې دغه واېرس موندل شوي وو هغه ايران او بحرين ته سفرونه کړي وو. د سعودي حکومت نېغ په نېغه په ايران تور لګولې وو چې په مينځني خطيز او خليج کې د کرونا واېرس په خورولو بوخت دی. سعودي‌عرب د فرورۍ په ۲۶ مه نېټه عمرې بندې کړې او د مارچ په ۳۱ مه نېټه يې په مسلمانانو غږ اوکړو چې سږ کال دې د حج کولو اراده پرېږدي. سعودي عرب تر ۲۳ م اپرېل پورې په ټول ملک کې سخت لاک ډاون عملي کړی وو او ټول پروازونه او مارکيټونه يې تړلي‌وو خو بيا يي د روژې په مياشت کې په دغه لاکډاون کې کمې راوستلو چې خلک د سحر نهه بجو نه تر ماښام پينځه بجو پورې خپل کارونه روزګارونه کولی شي. ترکي هم په حکومتي کچه د کرونا واېرس نه د بچکېدلو د پاره په ملک کې سخت لاک ډاون عملي کړی  د ترکي‌صدر اردګان په خپل اولس غږ کړی چې د کرونا واېرس په ضد دې په حکومتي لارښونو عمل اوکړي او په کورنو کې دې کېښني. د مصر د مذهبي چارو وزير په اخوان المسلمين مذهبي ډلې په  دغه هېواد  کې د کرونا واېرس د خورولو تور لګولې خو د دغې ډلې پلويانو ويلي دا د مصر په پوځي حکومت د الله له لوري يوعذاب دی. ليبيا، تيونس او يو شمېر نورو اسلامي هيوادونو هم د کرونا واېرس د مخنيوي په اړه لاکډاون او احتياطي ګامونه عملي کړي خو په اسلامي نړۍ کې ترهګر تنظيمونو د دغې خونړي‌واېرس په اړه ډول ډول افواګانې خورې کړي. القاېده ترهګر ډلې په خپله انګرېزۍ وېب پاڼه ليکلي دغه واېرس غربي نړۍ خپور کړی خو د دوي په وېنا دغه پخپله د غربي نړۍ د ظلمونو او د بې ګناه مسلمانانو د قتلان په سر په دوي د الله د طرف نه عذاب دی، دوي پخپلو پلويانو غږ کړی د ظالمانو په ضد دې بغاوت جاري‌ اوساتي. داعش ډلې هم د کرونا وبا د شيعه مسلمانانو او غربي‌نړۍ لپاره يو ځانګړی عذاب بللی. داعش ډلې په خپلو پلويانو غږ کړی چې يورپ ته دې د ترهګرۍ لپاره نه ځي چې ورته دغه واېرس پورې نه شي، او د دې په ځايې دې په عراق او شام کې د بندي‌خانو نه خپل ملګري آزادولو لپاره کار اوکړي. د سعودي‌عرب، مصر، قطر او نورې اسلامي نړۍ وتلي‌ مفتيانو د کرونا وبا نه د بچکېدلو په خاطر فتوې جاري کړي‌چې پکې مسلمانانو ته ويل‌ شوي چې مونځونه په کورونو کې اوکړي او تر دې چې د اختر مونځ‌ له هم جمات ته د تللو نه ډډه اوکړي‌ چې داسې دغه خونړۍ وبا نوره خوره نه شي.

21.05.2020 ډیوه

فیسبوک: په پاکستان کې د غیرت په نامه وژنې ښيي چې ښځې ډیجېټلي مهارتونو ته اړتیا لري

واشنګټن: د رویټرز په یو راپور کې راغلي دي، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې د غیرت په نامه د دوو تنکیو جونو له وژلو داسې ښکاري چې ښځې باید په ډیجېټلي نړې کې غوره کنټرول ولري. دغه خبره د نګهت داد په نامه هغې فعالې کړې چې په روانه میاشت کې د فیسبوک لخوا د څارونکو په ډله کې پر دنده ګمارل شوې ده. دوه خورګانې تېره اونۍ د پاکستان د شمالي وزیرستان په یوې لېرې پرتې سیمه کې د غیرت په نامه وروسته له هاغې په ډزو ووژل شوې کله چې یې له یو هلک سره یو ه ویډیو انلاین خپره شوه. تر دې نامه لاندې په ۲۰۱۶ کال کې د ټولنیزې رسنۍ یوه مشهوره څېره قندیل بلوچ هم د خپل ورور لخوا وژل شوې وه. نګهت داد وايي، "د وزیرستان له وژنو دا ښکاري چې له انټرنیټ څخه څه ډول د ښځو په وړاندې کار اخېستل کېږي په ځانګړې توګه د پاکستان په څېر په یوې ټولنه کې چې یواځې سړي پکې ټول واک لري. نګهت داد هغه پاکستانۍ وکیله ده چې په پاکستان کې د انټرنیټي ځورونو لپاره لومړنۍ د مرستو شمېره یا هېلپ لاین یې جوړ کړی.‌ "څرنګه چې ورځ تر بلې زیات خلک ټکنالوژي ترلاسه کوي نو هغه تیاره اړخ یې هم څرګندېږي او هغه دا ده چې اوس ټولې ځورونې په انټرنیټ کېږي." نګهت داد په پاکستان کې په انټرنیټي دونیا کې د ښځو د ژغورلو په برخه کې د خپل کار له امله په نړۍ کې پېژندل شوې ده ځکه په دې ټولنه کې ډېري وخت مېرمنو ته له کور څخه د باندې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي او ان د خپل مېړه د ټاکلو حق هم نه لري. په ۲۰۱۵ کال کې د ټایمز مجلې د راتلونکې نسل د رهبرانو په توګه تر پېژندل کېدو، او په ۲۰۱۶ کال کې د ټولیپ په نامه د بشري حقونو د جایزې له ګټلو وروسته نګهت داد په روانه اونۍ کې د فېسبوک کورټ په نامه یوې ډلې ته سره یوځای شوې ده تر څو دا وڅېړي چې څه ډول مواد باید په فېسبوک باندې خپاره شي. د ډیجېټلي حقونونو د بنسټ په نامه ډلې ته چې مېرمن ډاډ په ۲۰۱۲ کال کې جوړه کې وه زیاتو هغو مېرمنو شکایتونه کړي وو چې د پخواني مېړه او ملګري لخوا یې په انټرنیټ کې انځورونه خپاره شوي وو تر څو پرې هغوی وګواښي. دغې ۳۹ کلنې مېرمنې ټاماس رایټرز فونډېشن ته وویل، "په انټرنېټ باندې داسې یو شمېر خلک شته چې د مېرمنو انځورونه او وېډیوګانې پیدا کوي او بیا یې د هغوی له اجازې پرته په انټرنیټ باندې خپروي." هغې وړاندې وویل، دغه ډول انټرنیټي ځورونې د پاکستان په ځینو ټولنو  کې ښځو ته ډېرې سختې پایلې لري. په ځینو ځایونو کې د مېرمنو ارزښت د هغوی په عزت کې وي او کله چې یې عزت ته کومه زیان ورسېږي نو دا یې د ژوند په بیه تمامیږي.  

21.05.2020 ډیوه

د مالي خسارې سره مخامخ خېبرپښتونخوا به د وفاقي حکومت مرستې ته اړتیا لري، د خزانې وزیر وايي 

صوبايي وزیر دغه خبره د زیارت، پنجشبنې، په ورځ په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کۍ په یوه غونډه کې وکړه. په غونډه کۍ د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر محمود خان او د وفاقي حکومت نور مامورین هم شریک وو

21.05.2020 ډیوه

د پاکستان اقتصادي پرمختګ کرونا وایرس له امله نور هم کم شوی، حکومتي شمېرې ښايي

نړيوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف ويلي وو چې د کرونا وبا له امله په ټوله نړۍ کې اقتصادي هلې ځلې درې فيصده راکمېدی شي او د پاکستان لپاره يې د اقتصادي پرمختګ منفي يو اعشاريه پينځه فيصد ټاکلې وه

21.05.2020 ډیوه

ولې سیاست مداران د کرونا وایرس نه د ناروغه کیدو زیات خطر سره مخ دي؟

د کرونا وایرس وبا نه د پاکستان د قامي او صوبائي اسمبليو یو شمېر غړي ناروغه شوي او د شورو- چهار شنبې په ورځ د دې وايرس له عمله يو د پنجاب او د بلوچستان اسمبلۍ غړی مړه شوي هم دي. دا په پاکستان کې په یوه ورځ کې په اسمبليو کې د ناستو غړو کې د کرونا وايرس له وجې وړومبي مرګونه دي. ‎د پنجاب صوبې ګجرانواله سره تعلق لرونکې د پاکستان تحريک ‎انصاف د پنجاب اسمبلۍ ښځينه غړې شاهين رضا چی د شورو- چهارشنبې په ورځ د لاهور ميو روغتون کې د کرونا وبا له امله مړه شوه. ‎د حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف څخه د پنجاب اسمبلۍ ۶۹ کلنه قانون سازه چې پرله پسې يې پنجاب صوبه کې يې په کرونا اخته خلکو له جوړ کړی شوي قرنطين مرکزونو دورې کولې او د کینسر مرض یې هم تیر کړې ځکه د کرونا وايرس نه سخت ناجوړه کیدو له پس مړه شوې او ړومبې د صوبائي اسمبلی غړې ده چې د کرونا په رنځ اخته وه او مړه شوه.   ‎د هغې د مرګ نه څو شېبې وروسته د جمعيت علماء اسلام (ف) يو مشر سيد محمد فضل اغا چې د پشين نه د بلوچستان قانون سازې اسمبلۍ غړی ټاکلی شوی ؤ هم د کراچۍ په يو روغتون کې د کووېډ-۱۹ له عمله مړ شو. ‎سيد فضل اغا یو نوموړی سياست مدار ؤ او د بلوچستان صوبې ګورنر هم پاتې شوی ؤ.   ‎ښکاري داسې چې کرونا وايرس خپلو رنځورانو کې په جنس، عمر او ګوند سره تعلق لرلو هيڅ تفريق نه کوي. ځیني خوش بخته داسې سیاست مداران هم وو چې په دې رنځ اخته وو او هغوي روغ شول.  خو وېره څرګندیزي چې د قانون جوړونکي اسمبليو د غړو په راتلونکی وخت کې دا شمېره نوره هم سېوا شي، ولې چې په لنډو ورځو کې د قامي اسمبلۍ او د نورو څلور واړو صوبو د صوبايي اسمبليو غونډې کېږی یا کيدونکې دي.   ‎ سياست مداران منی د اولس ټاکل شوي غړي په دې وايرس د اخته کېدو خطر زیات ځکه لري چې يو بل نه لرې پاتې کېدل يعنې ټولنیز فاصله، چې تر اوسه د دې ناروغۍ نه د ژغورنې يواځينی علاج ګڼلی کېږي د سياست مدارانو او د قانون سازانو د ذمه واريو او ژوند ځواک سره سمون نه خوري.   ‎که مونږ د خلکو د استازو يا نمايندګانو خبره کوو نو د خېبر پښتونخوا سره تعلق لرونکي دوه پخواني وزيران چې د ترهګرۍ پر ضد د خپلې مضبوطې بيانيې لپاره مشهور وو اوس په کرونا وايرس د اخته کیدو وروسته د دغه ناروغۍ سره هم جنګيږي.  دوه ورځې وړاندې د عوامي نېشنل ګوند د دوو مشرانو، ميا افتخار حسين او غلام احمد بلور د کوېډ-۱۹ نتيجې هم مثبتې راغلي دي   د عوامي نېشنل ګوند سره تعلق لرونکی د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی سردار حسين بابک وايي کوېډ-۱۹ د سياست مدارانو او د ولس لخوا ټاکلی شوو غړو د پاره يو لوې آزمائيش دی ځکه يو بل سره ټولنیزه فاصله ساتل يا يو بل نه لرې پاتې کېدل د دوي د پاره ناممکن دی. سردار حسين بابک وايي: ‎" مونږ خلکو سره مېلاوېږو، دعاګانو او تپوس پښتنې له ځو، دا زمونږ د پاره ډېره ګرانه ده چې د اولس سره بيخي مېلاوېدل پرېږدو".   ‎د قامي اسمبلۍ او صوبائي اسمبليو غړي چې د اسبمليو په اجلاسونو کې برخه اخلي، يا د پارليمان نه بهر خپلو خلکو او ووټرانو سره مېلاويږي ټول دا خطر لري چې د دې وايرس نه اغېزمند شي.   ‎تر اوسه پورې د کوېډ-۱۹ وايرس شاوخوا د پاکستان ټولو اسمبليو په څه  غړو کې موندلی شوی دی.   ‎کرونا وايرس چې د مارچ مياشت کې يې خپرېدل پېل کړی وو چې د مارچ نيمايي کې يې ټول ملک په لاک ډاون مجبوره کړو، نه يواځې دا چې اولس عام او شخصي ژوند او کاروبارونه متاثره کړل بلکې د چهارشنبې تر ورځې پورې ترې د شمېرې ترمخه پنځوس زره خلک اغېزمند او څه د پاڅه زر خلک مړه شوي دي.   ‎د دې سخت بحران باوجود د پارليماني چارو د پاره د وزيراعظم عمران خان مرستيال بابر اعوان خپل يو خپور کړی شوی ويډيو پېغام کې وايي "حکومت پرېکړه کړې ده د جون مياشتې د پينځمې نېټې نه تر ۱۳ اګست پورې به د قامي اسمبلۍ اوږده يا مېراتهن غونډه کيږي، چې پکې به د راتلونکي مالي کال بجټ په اړه بحث او د دې تر څنګ نورې مهمې قانون سازۍ هم کيږي" .   بابر اعوان وايي چې دې سره به په يو پارليماني کال کې دننه د قامي اسمبلۍ د غونډو ائيني ورځې هم پوره شي. د ا اعلان د پارليمان په يوې تړلی شوې ودانۍ کې د ۳۴۲ د قانون ساز اسمبلۍ غړو د تحفظ په اړه اندېښنې پېدا کوي. ياده دې وي چې د قامي اسمبلۍ په تېره غونډه کې د مخالفه ډلو د ممبرانو لخوا په وزيراعظم عمران خان د پارليمان غونډې ته د نه راتلو باندې سختې نيوکې شوي وې او هغه ته یې مسنګ پرسن یا ورک سړی وئیلی وو.   په داسې حلاتو کښې د کوزې کرمې نه د قامي اسمبلۍ غړی منير اورکزی چې د کرونا ناروغتیا یې تیره کړې وايي خلکو سره په داسې وخت کې مېلاوېدل مناسب نه دي او نه څوک مېلاوېدی شي، او څو پورې د اسمبلۍ د غونډو خبره ده نو هغې د پاره حکومت طريقه کار دا راويستی ؤ چې هر غړی به معاینه- ټیسټ کوي، چې د چا ټیسټ منفي راغلو نو یواځې هغه به اجلاس ته تلی شي.    منير اورکزی وايي: "په اسمبلۍ کې د دستانو، ماسک او سېنېټائيزر انتظام شوی وي، غړي خپله هم کوي او د اسمبلۍ له خوا هم شوی وي او د کرسۍ هم لرې لرې وي، يوه کرسۍ تشه وي او يو ډکه وي". د منير اورکزي تر مخه د قامي اسمبلۍ د تېرې غونډې نه وړاندې چې د ممبرانو او د قامي اسمبلۍ د کارمندانو کوم ټیسټونه شوي وو هغې کې د نهه غړيو او د ۱۶ کارمندانو معاینی مثبت راغلی وې چې پکې د خېبر پښتونخوا نه درې غړي ګل ظفر د باجوړ نه، محبوب شاه د دير نه او سپيکر اسد قيصر د صوابۍ سره تعلق لرلو.  هغه وايي : "کرونا ډېره خطرناکه بيماري ده، په خاصه توګه هغه خلک چې عمرونه يې د ۵۰ -۵۵ نه سېوا وي هغو د پاره ډېره خطرناکه ده، ما ځان ډېر ساتلو، د کوره به هم بهر نه تلم، د کور يو کس به سود سودا پسې تلو د هغه له وجې ټول کور ته ولګېدو، زه پکې ډېر خراب ووم نوره کورنۍ ښه په ارام سره روغ شوه او اوس ټول ښه یو" . ‎د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر هم د کرونا وايرس په مرض اخته شوی ؤ خو وايي چې اوس روغ شوی دی. هم په دې دوران کې د پاکستان تحريک انصاف سره تعلق لرونکی د سندهـ صوبې ګورنر عمران اسماعيل هم د کوېډ-۱۹ نتيجې دوه ځله مثبتې راغلې وې خو وروسته نوموړی وویل چې هغه هم د کرونا وایرس څخه راغیدلې دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی علی وزیر کرونا ټيسټ هم مثبت راغلې خو د هغه ملګرو تر مخه هغه د کرونا څه علامات نه لری او صحت یې ښه دې. ‎د خېبر پښتونخوا د قانون ساز اسمبلۍ ډېر غړې چې پکې د پېښور نه کامران بنګش، ډاکټر امجد علي د سوات، عبدالسلام افريدی د مردان، شفيق افريدی د ضلع خېبر نتيجې مثبتې راغلې وې خو دوي کې اوس د کوېډ-۱۹ نه څه کسان بېرته روغ شوي دي.   ‎د پاکستان پيپلز پارټۍ د سندهـ صوبې د اسمبلۍ غړي رانا همير سنګ او سيد عبدالرشيد هم د کرونا په رنځ اخته وو خو اوس روغ شوي دي. هم د سندهـ صوبې د پاکستان پيپلز پارټۍ يو بل غړی سعيد غني چې د صوبې د تعليم وزير هم دی د اپرېل په مياشت کې د کرونا په رنځ اخته شوی ؤ او اوس ترې روغ شوی دی.   ‎د پنجاب قانون ساز اسمبلۍ خپله يوه ښځينې غړې د کرونا وبا د لاسه بايله خو د اسمبلۍ ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري چې د مئ د مياشتې په ۱۰ نېټه يې د کرونا نتيجه مثبت راغلې وه د شورو په ورځ يې د کووېډ-۱۹ ټیسټ نتيجه منفي راغله او اوس په رغېدو دی.   ‎د بلوچستان اسمبلۍ ۶۵ غړيو کې چې اجلاس کې يې ګډون کړی ؤ څلور غړي داسې دي چې هغوي کې د کرونا وايرس موندل شوی دی. د شورو په ورځ بلوچستان اسمبلۍ خپل يو غړی سيد فضل اغا د کووېډ-۱۹ له عمله باېلو خو د بلوچستان عوامي پارټۍ غړی او د خزانې وزير ظهور بليدي هم په دې ورځ د کرونا وایرس ناروغۍ نه روغ شو. خو د صوبې د ماليه يا ريونيو وزير سليم کهوسه او د جمعيت علماء اسلام سره تعلق لرونکی بل غړی يونس ظهري د کرونا ټسټ نتيجې مثبت راغلې دي او اوس هم په قرنطين کې دي.   د پنجاب، سندهـ او خېبر پښتونخوا صوبې د اسمبليو اجلاسونه د کرونا وبا له عمله تر اوسه خو نه دي شوي، خو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ډپټي سپيکر محمود جان تر مخه دا امکان لري چې د صوبائي اسمبلۍ غونډه د قامي اسمبلۍ د غونډې نه څو ورځې پس د بجټ جوړولو د پاره راوبللی شي. هغه وايي زما خپله ذاتي خوښه دا ده چې د مخالف ډلو سره خبره وشي او نيم غړي راشي او د بجټ اجلاس کې برخه واخلي نو ښه به وي. " تر اوسه پورې زمونږ د اسمبلۍ درې څلور داسې ممبران شته چې د کرونا وايرس نتيجې يې مثبتې راغلي دي، د اسمبلۍ راتلونکي غونډه کې به د غېر ضروري خلکو په ګډون کولو بندېز وي،يواځې د اسمبلۍ غړي او د اسمبلۍ متعلقه کارمندان به غونډه کې برخه اخستی شي" . محمود جان وايي زمونږ اولس کې د پوهې او تعليم هغه معيار نشته چې هغوي دا وبا جدي وګڼي او د اولس د دې خوي له وجې سياست مداران په خپلو حلقو کې د دې وايرس د لاسه د خطر سره مخ دي. "اوس هم په کليوالو سيمو کې خلک دا ګپ ګڼي، زه څو ځل دعاګانو ته لاړم خلکو ته واېم چې لاسونه مه ملا وهئ نو ډېر پکې وايي چې ته وېرېږې".  د کرونا وباء او د اولس نه لرې پاتی کیدل د سیاست مدارانو لپاره دا وخت یو غټ چیلنج جوړ شوې او د یو سیاست مدار تر مخه د اولس نه لرې پاتی کیدل د هغه د پاره داسې ده چی څنګه کب د اوبو نه لرې کوې.

21.05.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more