ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دجاني خیلو اؤ حکومت مذاکرات کامیاب،احتجاجي پرلت ختم کړی شو

د۲۸ؤ ورځو دسخت احتجاج نه وروسته داتوار په ورځ داتمانزئ اؤ احمدزئ وزیرو دقامي جرګې په منځګړتوب دجاني خیلو اؤ حکومت ترمنځ مذاکرات کامیاب شول چې له هغې وروسته جاني خیلو دخپل مړي ښځولو اؤ احتجاجي پرلت ختمولو پرېکړه کړې ده.

27.06.2021 ډیوه

قبایلي ضلعو کې دماینونو ښکار خلک دترهګرۍ دپېښو برابر دمعاوضې غوښتنه کوي

 د زمکنیو ماینونو دچاودنو ښکار قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکي او د دوئ دحقونو لپاره کارکوونکي وايي چې دحکومت لخوا دې ورته هغه هومره معاوضه ورکړل شي کومه چې د ترهګرۍ ضد جګړه يا قدرتي افاتو کې اغيزمنو تنانو ته ورکړل کيږي.

27.06.2021 ډیوه

فواد چوهدري:عمران خان چې اسامه ته شهید ویلو،ژبه یې خوئېدلې وه

دپاکستان د وزیراعظم عمران خان لخوا د ترهګرې شبکې القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن ته دشهید ویل کیدو وروسته اوس ددغه هیواد داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري وایي دپاکستان حکومت اؤ ریاست القاعده اؤ‌ اسامه بن لادن ترهګر ګڼي.

27.06.2021 ډیوه

شیخ رشېد:هېله ده افغان طالبان به ټي ټي‌ پي دپاکستان په ضد کارونو ته پرې نه ږدي

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دافغان طالبانو څخه هېله کړې چې هغوئ به پاکستاني طالبان اؤ نورې ورانکارې ډلې پرې نه ږدي چې پاکستان ته زیان ورسوي.

27.06.2021 ډیوه

پاکستان کې ترټولو زیاته خېبر پښتونخوا صوبه نشو اغېزمنه کړې

د نړۍ دنورو برخو په څېر پاکستان کې هم د نشه یي توکو د مخنیوي نړی واله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې څیړنې وائي پاکستان کې د ۷ نه تر ۸ ملينه پورې خلک په نشو اخته دي.

26.06.2021 ډیوه

عمران خان:دامریکا د وتلو تر اعلان وروسته پاکستان په طالبانو کنټرول نه لري

امريکایي ورځپاڼې نيو يارک ټاٸمز سره مرکه کى دپاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي پاکستان دا کولى شول چى افغان طالبان یې د امريکا او افغان دولت سره خبرو اترو ته کښېنول خو د امريکا لخوا دخپلو ځواکونو د ویستلو له اعلان وروسته اوس پاکستان په  افغان طالبان کنټرول نه لري.

26.06.2021 ډیوه

دتورپوستي جارج فلائیډ وژنه کې ککړ پخواني پولیس افسر شاون ته د۲۲نیم کاله بند سزا

دامریکې دمني سوټا ایالت دمني ایپلس ښار یوې محکمې دتور پوستي امریکایي وګړي جارج فلائیډ د وژنې په تور نیول شوي پخواني پولیس افسر ډیرک شاون ته د ۲۲نیم کاله بند سزا اورولې ده.

26.06.2021 ډیوه

دجاني خیلو دپرلت27مه ورځ،حکومت سره یې مذاکرات هم روان دي

دپرلت مشران وایي که حکومت د دوئ د بې درکه کسانو د خوشې کیدو یا عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه ومنله بیا به حکومت سره دخبرو پروسه په مخ وړي او که نه منل کیږي بیا مذاکرات ځنډوي او د دوئ لخوا دمړي سره اسلام اباد ته دلاریون کولو پریکړه په ځائ ده.

26.06.2021 ډیوه

قرېشي: پاکستان د اېف اې ټي اېف ډېر شرطونه پوره کړي، په خړ فهرست کې ساتل يې بې ځايه دي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ويلي، پاکستان د اېف اې ټي اېف په 27 شرطونو يا نکاتو کې 26 پوره کړې دي داسې خبره نه ده پاتې چې د پاکستان په خړ نوملړ يا فهرست وساتل شي.

26.06.2021 ډیوه

اسد عمر په پاکستان کې د کرونا د څلورمې څپې راتلو خبرداری ورکړی

د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزیر اسد عمر ويلي په ملک کې د کرونا د مخنیوي دپاره په جوړه حکومتي تګلاره عمل نه کيږي ځکه هغه ويلي د جولايي په مياشت کې په ملک کې د کرونا څلورمه څپه راتلی شي.

26.06.2021 ډیوه

اشرف غني: طالبان دې جنګ بند کړي

د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکې صدر جوبایډن سره د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تر څنګ د ملاقات وروسته، افغان صدر یوې خبري غوڼدې ته وویل طالبان باید د هېواد په سیاسي بهیر کې شامل شي

26.06.2021 ډیوه

صدر بایډن: افغانستان سره به زمونږ مرستې دوام لري

د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د افغان صدر اشرف غني او د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره د ملاقات په موقع صدر بایډن خبریالانو ته وویل امریکا به د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي

25.06.2021 ډیوه

په پاکستان کې نن ولې د طالبانو د ملاتړ نه ټوېټر ډک دی؟

نن په واشنګټن کې د ولسمشر بايډن او افغان ولسمشر  اشرف غني تر منځ د غونډې په وخت په پاکستان کې په ټوېټر تر ټولو لوړ ټرېنډ #TalibanOurGuardians دی—معنا—طالبان زمونږ ساتونکي دي

25.06.2021 ډیوه

رپورټونه: ترجمانانو د تحفظ دپاره وایټ هاوس هلې ځلې ګړندۍ کړي

د صدر جوبایډن د انتظاميي یو چارواکي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د ترجمانانو او د کورنیو افغانستان نه بهر د انتقالولو دپاره هلې ځلې په ورستیو ورځو کې ګړندۍ کړی شوي دي

25.06.2021 ډیوه

اېف ای ټي اېف د پاکستان نوم په خړ فهرست کې د ساتلو فېصله وکړه

د اېف ای ټي اېف د غوڼدې وروسته د انټرنېټ دلارې خبري غوڼدې ته د خبرو په وخت مارکس پلییر وویل د ادارې په ۲۷ سپارښتنو کې پاکستان په ۲۶ سپارښتنو عمل کړی دی خو ترهګرو ته ورکړی کېدونکو سزاګانو او د قانوني ګامونو په لړ کې پاکستان نور کار ته اړتیا لري

25.06.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more