د ملکه اليزابت د جنازې مراسم سر ته ورسېدل
د برتانیې ملکې دوېمې الیزابت د جنازې دولتي مراسم نن په داسې حال کې پای ته ورسېدل چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو سلګونه مشرانو او شخصیتونو د دې تابوت ته د درناوي مراسم پرځای کړل.
په دې مشرانو کې د امریکا صدر جو بایډن او مېرمن جېل بایډن هم شامل دي.
په دغو مراسمو کې د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف هم ګډون وکړو.
ټاکل شوې چې د دې مراسمو په بل پړاو کې به د ملکې جنازه په ویندسور ماڼۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
ملکه الېزابټ د سټمبر په ۸مه نېټه د ۹۶ کالو په عمر د نړۍ نه سترګې پټې کړې او دا څو ورځې کیږي چې جنازه یې د عوامو لپاره کېښودل شوې وه چې هلته خلک ورسره وروستۍ مخه ښه او احترام وکړي. دې کار لپاره زرګونه برتانویان په لندن ښار کې اوږده قطارونه جوړ کړي او شپه و ورځ انتظار باسي چې وکړای شي د ملکې د جنازې مخې نه تېر شي.
د نړۍ ګڼ مشران تېره ورځ هم د لندن لنکسټر هاوس ته ولاړل چې د ملکې په مړینې خپل خفګان څرګند کړ.
د اسټرېلیا وزیراعظم انټني البنیزي چې ملک یې د کامنوېلټ ممبر ګڼل کیږي، پخپل پیغام کې وویل: "دا د خفګان موقع ده، خو همدا راز د ژورې شکرګزارۍ وخت هم دی. د اسټرېلیا خلک د ملکې الېزابټ ۲ د ژوندانه د خدمت شکریه ادا کوي، داسې یو ژوند چې د کورنۍ، ملک، او کامنوېلټ په وړاندې ژمنتیا په کې وه."
کامنوېلټ یو داسې تنظیم دی چې ۵۶ ملکونه په کې شامله دي او اکثره یې د برطانیې پخوانۍ مستعمرې دي چې مخکې یې مشره ملکه الېزابټ وه او اوس یې مشر پاچا چارلز-۳ دی.
د برتانیې نوی پاچا تېره ورځ د جګپوړو مېلمنو لپاره په ریاستي کچه د یوې شانداره استقبالیه مېلمستیا کوربه وو.
د برتانیې پاچا د نورو مشرانو ترڅنګ، د سعودي عرب ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته هم د ملکې د جنازې په دستوره کې د برخې اخیستو بلنه لېږلې ده چې په دې بلنې باندې ځینو تنقیدونه کړي دي. محمد بن سلمان باندې دا تور دی چې په ۲۰۱۸ کال کې د هغه په امر، صحافي جمال خاشقجي ووژل شو.
بل اړخ ته د برتانیې د ملکې خاورو ته د سپارلو دستورې ته د روسیې، بلاروس، سوریې، افغانستان، او وېنزوېلا نه څوک ندي بلل شوي.
د ملکې د مړینې په خاطر په انګلستان کې لس ورځنی ویر اعلان شوی