شاته

پي ډي اېم ای: سیلاب ځپلو سیمو کی خلقو د مالي امداد دپاره هلې ځلې ګرندۍ کړی شوي

د افتونو په وخت د امداد د خېبرپښتونخوا حکومت ادارې پي دي اېم ای ویلي په سیلاب ځپلو سیمو کې د خلقو د مالي امداد دپاره هڅې ګرندۍ کړی شوي او د مختلفو ادارو د کارکونکو دپاره یو موبایل اپلیکشن هم کاروی چی زر تر زره خلقو سره مالي مرستې ورکړی شي.

خو د سیلاب ځپلو سیمو اوسیدونکي وایي په لکونو روپۍ تاوانونه يې شوي دي، د حکومتي امداد په طمع دي او چا ورسره مالي مرستې نه ډي کړي.

د پي ډي اېم اي ویاند تیمور خان وي او ای ډیوه ته وایي د انفارمیشن ټیکنالوجۍ بورډ په ذریعه یو موبایل اپلیکشن کاروي چې زر تر زره سېلاب ځپلو خلقو ته مالي مرستې ورکړي.

تيمور خان وايي د 15 سپتمبر نه اداری د خلقو د کورنو سروری شروع کړې او د مختلفو محکمو کارکونکي چې پکې د تحصیل او د ضلعي انتظامي نه علاوه سی اینډ ډبلیو ، د اوبه خور محکمه، د پاکستان پوځ، تعلیم او د صحت کارکونکي شامل دي د موبايل اپلیکشن په ذریعه معلومات شریکوي او خلقو ته مالي مرستې ورکړي.

تيمور خان وايي"د مختلفو محکمو کارکونکي به کور په کور ځی او هلته به ټول کوایف جمع کوي او اخری رپوړټ به د موبایل اپلیکیشن په ذریعه اړونده ادارو سره جمع کیږی ."

پی ډی ایم وایې دا سروی به په 25 ورځو کی مکمل شي او د صوبایي حکومتي خیبر بینک بینک په ذریعه به خلقو ته مرستې ورکوي خو په خیبر پښتونخوا نوښار ضلع کی سیلاب ځپلی ګل دراز وي او ای ډیوه ته وایې سرکاري محکمې کارکونکي راغلی معلومات یې اخيستي دي خو بیا ورته مرستی نه دي ورکړی شوي.

ګل دراز وايي " حکومتی کسان راغلی وو معلومات ی اخستی دی خو بیا مو نه دی لیدلی بایید حکومت خلقو سره امداد اوکړي عامو خلقو مونږ سره امداد کړی او راشن هم راسره شته خو په سیلاب کی مو د کور سامانونو ته زیان رسیدلی."

په خیبر پښتونخوا کی سیلابونو 91463 کورونو ته جزوي یا په مکمله توګه تاوان رسېدلی. صوبایې حکومت د نیوي پالیسۍ مطابق مکمل وران شوی کور دپاره 4 لاکه روپی او جزوي ړنګ شوي کور دپاره یو لاک 60 زره روپۍ ورکوي او د څاروی په مړینه غټ څاروی 60 زره روپی او وړوکی څاروي دپاره 10نه 12 زره روپی ورکوي.

د فصلونو او باغونو د تاوان سروی به ددی وروسته کیږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د مړو کسانو وارثانو ته د یو تن په مړینه 8لاکه روپۍ او ژوبل تن ته 2لاکه روپی مرستی اعلان کړې. مرکزی حکومت وایې په ټول هېواد پاکستان کی د سیلابونو له وجی 1545 کسان مړه او 127050 کسان ژوبل شوي دي.