شاته

د روغتیا سازمان: افغانستان کې د پولیو څه باندې ۸۶.۷میلیون ډوزه واکسین تطبیق شوی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې څخه راپدېخوا په افغانستان کې افغان ماشومانو ته د پولیو ۸۶.۷ میلیون ډوزه واکسین تطبیق شوی دی.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۳) ویلي چې دغه شمېر واکسین په ټول افغانستان کې څه باندې ۹ میلیون ماشومانو د اتو کمپاینونو په جریان کې رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي: "په افغانستان کې د ګوزڼ پای ته رسېدل موږ له پولیو څخه پاکې نړۍ ته نژدې کوي.تر څو چې دا کار پای ته نوي رسېدلی، نه یې دروو."

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي وې او په ۲۰۲۱ میلادي کال کې دغه شمېر څلورو پېښو ته راټیټ شو.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې د روان میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله، یوازې په دغه هیواد کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

په دې وروستیو کې دغه سازمان ویلي و چې په افغانستان کې د پولیو پېښې خپل تر ټولو ټيټي کچې ته رسېدلي دي او زیاته کړې ده چې اوس مهال د پولیو ویروس له منځه وړلو لپاره فق العاده فرصت رامنځته شوی دی.

دغه سازمان د تیرې اګست میاشتې پر ۱۵ (زمري ۲۴) ویلي و چې په افغانستان کې د پولیو سره د مبارزې پروګرام په تیر یو کال کې ښه لاسته راوړنې لرلې.

په دې وروستیو کې د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي چې د روان میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله په ټول هیواد کې د پولیو واکسین شپږ دورې کمپاین تر سره شوی چې یاد کمپاین د پولیو ویروس مخنیوي کې ښه پایلې لرلې.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ۹.۹ میلیون ماشومانو لپاره د پولیو واکسین تطبیق د پولیو ناروغۍ مخنیوي برخه کې حیاتی اقدام بللی دی.

که څه هم یاد سازمان په افغانستان کې په بېساري توګه د پولیو مثبتو پېښو کمېدو خبر ورکوي، خو ټینګار کوي چې اوس هم په دې برخه کې د دوی په وړاندې جدي ستونزې پرتې دي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویلي و چې د روان کال په اوږدو کې چې په پکتیکا ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه هغه ویروس د پاکستان بلوچستان ایالت کوټه کې د پولیو ثبت شوي ویروس سره شباهت لاره.

د روغتیا نړیوال سازمان په پاکستان کې د پولیو مثبتو پېښو ثبتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په هغه هیواد کې د یادې ناروغۍ پر ورکېدو او افغانستان ته یې د داخلېدو پرمخنیوي ټینګار کړی دی.