شاته

طالبان د رسنیو د اصلاحاتو دعوه کوي خو خبریالان له سانسوره سرټکوي

واشنګټن – طالبان د رسنیو د داسې اصلاحاتو یادونه کوي د کومو په ترڅ کې چې دولتي‌ او شخصي ټي‌ وي چاینلونه له هغو خپرونو څخه منع شوي چې د دوی په وینا غیر اخلاقي وې.

په داسې خپرونو کې بهرني فلمونه او هغه سندرې هم شاملې دي چې د ښځینه سندرغاړو لخوا ویل شوي او نور داسې مواد چې دوی یې پر اسلام یا خپله طالبانو باندې انتقادي بولي.

د طالبانو په اداره کې د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال حیات الله مهاجر فراهي په کابل کې د نهې یا سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل،

"په هېواد کې ۹۵ فیصده صوتي او تصویري رسنیو کې اصلاحات راغلي."

طالبان د دې لپاره چې خپل غوښتنې عملي کړي، د طالبانو مشرتابه د رسنیو د څار یو دفتر پرانیسی چې هر پروګرام په غوره سره اوري او ویني چې د اسلام او د دوی له توند اسلامي دریځ سره په ټکر کې نه وي.

څېړونکي وايي، د طالبانو په خبره دغه اصلاحاتو له امله په رسنیو باندې زیات سانسور لګېدلی او ورسره افغاني رسنۍ ډېرې کمزوره شوي دي.

د طالبانو لخوا په رسنیو باندې په لګول شویو بندیزونو کې دا هم دي چې ښځینه خبریالانې دې د خبرونو او ټي پروګرامونو د وړاندې کولو پر وخت سر او مخ پټ وساتي.

افغان خبریالان وايي، طالبان غواړي ښځې له رسنیو څخه لېرې کړي:

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، یواځې د تېر یو کال په اوږدو کې لږ تر لږه د سانسور، د خبریالانو د بندي کولو او د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي د ترسره کولو ۲۴۵ پېښې رپوټ شوي دي.

افغانستان جورنالسټس سنټر د خبریالانو د دفاع یواځینۍ اداره ده چې لا په افغانستان کې پاتې ده.

طالبان وايي، د ۲۰۲۱ د اګسټ میاشتې راهیسې یعنې واک ته د دوی د بېرته راتلو راهیسې یو خبریال هم په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

خو د خبریالانو د ژغورنې کمېټې (Committeee to Protect Journalist) ویلي، په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه لس خبریالان وژل شوي دي چې طالبانو هم د ځينو په وژنه کې مسول بلل شوي.

دوی زیاتوي، دا ښه خبر دی چې په تېر یو کال کې یو خبریال هم نه دی وژل شوی خو مونږ باید په دې هم پوه شو چې په همدې موده کې تر ۱۳۰ زیات خبریالان او د رسنیو کارکونکي د طالابنو لخوا نیول شوي او شکنجه شوي دي.

همدارنګه لږ تر لږه درې خبریالان او ګڼ ویډیو بلاګران او یوه امریکايي فلم جوړونکې او د هغې پروډیوسر همدا اوس د طالبانو په زندان کې دي.