شاته

امریکې ویلي د سېلاب ځپلي پاکستان سره به د اوږدې مودې پورې مرستې جاري ساتي

امریکا ويلي په پاکستان کې چې د تباهي خوروونکو سېلابونو او بارانونو له امله کوم تاوانونه اوښتي، امریکا به د دغو تاوانونو په کمولو کې د پاکستان سره د اوږدې مودې پورې ملګرتيا کوي.

پاکستان کې د جون د مياشتې راهسې په بارانونو، سېلابونو او بېلابيلو پېښو کې تراوسه پورې لږ تر لږه 1391 کسان مړه شوي چې پکې 496 ماشومان، 616 ښځې او 279 سړي شامل دي.

پاکستان وايي بارانونو او سېلابونو 33 ملينه خلک اغېزمن کړي او د لس اربه ډالرو پورې تاوان اوښتو دعوه کوي.

د امريکې د بهرنیو چارو د وزارت کونسلر ډيرک چولټ د پاکستان سفر کړی، د پاکستان د حکومتي او پوځي مشرتابه، مدني ټولنې، مطبوعاتو او کاروباري خلکو سره يې ليدلي او په دوه اړخيزه اړيکو یې ورسره خبرې کړي دي.

نوموړي ويلي، د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف سره يې ليدلي، په سېلابونو کې د مړه شوو کسانو په اړه يې ورسره ژوروه خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي امریکا به د پاکستان سره د 31 ملينه ډالرو بشري مرستې کوي.

هغه زیاته کړې د پاکستان د وزیراعظم سره يې د امریکا او پاکستان د اقتصادي همکارۍ، بشري حقونو، چاپيريال، تعليم او صحت او ويکسينو په موضوعاتو هم خبرې کړي دي.

هغه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري او خزانې د وزیر مفتاح اسماعيل سره هم د پلاوو په کچه ليدلي دي.

په يو بل ټويټ کې چولټ ويلي، د پاکستان د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره یې په ليدنه کې د سېلابونو، او پاکستان د مهمې امنيتي ملګرتیا په موضوع خبرې کړي دي.

امریکايي استازي ويلي د پاکستان دپاره زر د نورو مرستو اعلان وشي، او زیاته کړې يې ده امریکا پوهيږي چې دا د پاکستان او امريکا دپاره د اوږدې مودې چېلنج دی او امریکا به د پاکستان سره د همکار په توګه د اوږدې مودې پورې دلته وي.

هغه زياته کړې د زیارت/ پنجنشبې د ورځې څخه به د امریکا د مرستندويه توکيو الوتکې پاکستان ته رسېدل پېل شي چې د سېلاب ځپلو مرستې وکړی شي.

له دې وړاندې امریکا د پاکستان سره د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د 31 ملينه ډالرو پورې د مرستو ورکولو اعلان کړی او د امریکا سېنټکام ويلي يوه پوځي ډله به اسلام اباد ته ليږي چې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو اروزنه وکړي.

ملګرو ملتونو د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د 160 ملينه ډالرو د مرستو غږ کړی او د صحت نړيوال پروګرام ويلي چې په پاکستان کې 6.4 ملينه سېلاب ځپلي بشري مرستو ته اړتيا لري.

نن د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس هم په دوه ورځني سفر پاکستان ته رسېدلی دی او هغه په پاکستان کې د راغلو سېلابونو او تباهۍ حال ګوري.

پاکستان ته د سېلاب د ځپلو د مرستو دپاره تراوسه پورې د بهرنيو هېوادونو څخه د 50 پورې الوتکې هم راغلي او مرستندويه توکي يې راوړي دي.

پاکستان ويلي بارانونو او سېلابونو په لکونو خلک بې کوره کړي، په لکونو کورونه تباه شوي، په لکونو اېکړه ځمکه ولاړ فصلونه تباه شوي او په زرګونو کلوميټره سړکونو هم د بارانونو او سېلابونو ښکار شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​