شاته

ايي سي سي د شخړې په سر د افغانستان فريد او د پاکستان اصف جرمانه کړي دي

د کرکټ نړيوالې شورا [ايي سي سي] ويلي، د افغانستان فريد احمد او د پاکستان اصف علي د ايي سي سي د قاعدې د سرغړونې په سر جرمانه کړی شوي دي.

ايي سي سي ويلي، د ايشيا کرکټ کپ په سياليو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اووم ستمبر په لوبه کې د افغانستان د فريد احمد ملک او پاکستان د اصف علي لوبغاړو ترمنځ چې کومه شخړه شوې دوی دواړو د ايي سي سي د قاعدو سرغړونه کړې ده او په دوی د لوبې د فيس 25فيصده جرمانه لګول شوې ده.

ايي سي سي ويلي، اصف د ارټيکل 2.6 سرغړونه کړې، ياد ارټیکل په نړيوال کرکټ کې د سپکاوي د اشارو په تړاو سره لګول کیږي.

او فريد د ارټيکل 2.1.12 سرغړونه کړې کومه ماده چې په نړيوال کرکټ کې د نامناسبه فزيکي يا جسماني تماس يا رابطې سره تړاو لري.

ايي سي سي ویلي لوبغاړو خپل جرم منلی او بندېزونه يې منلي دي.

په اووم ستمبر د افغانستان او پاکستان د سيالۍ په وخت د فريد او اصف شخړه هغه وخت جوړه شوې چې فريد اصف ته بال کولو او هغه يې اوټ کړی وو.

فريد په اصف د اوټ کولو د جذباتو څرګندونه کوله او اصف ورته بيا ديکه ورکړې وه.

د يادې پېښې وروسته په ټولنيزو رسنيو ګڼو کسانو په دواړو لوبغاړو د بندېز، د افغانستان د لوري نه په اصف د بندېز او د پاکستان د لوري نه په فريد د بنديز لګولو غوښتنې شوې وې.

په ياده لوبه کې چې شخړه شوې پاکستان د افغانستان لوبډلې ته په يو وکټ او څلورو بالونو ماتې ورکړې، چې ورسره د افغان لوبډلې د ايشيا کپ فاينل ته د رسېدو سفر ختم شوی او پاکستانۍ لوبډله فاينل ته رسېدلې وه.

د افغانستان لوبډلې د ايشيا کپ خپله وروستۍ سيالي تيره شپه د هند د لوبډلې سره کړې او د هند لوبډلې ورته په 101 رنزونو ماتې ورکړې ده، د هند لوبډلې په لومړي بيټنګ کولو په دوه لوبغاړو سوځېدو 212 رنزونه جوړ کړي او په ځواب کې د افغانستان لوبډلې په اته لوبغاړو سوځېدو 111 رنزونه جوړ کړي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​