شاته

د امریکا حکومت د نویو راغلیو افغانانو سابقه سمه نده کتلې – راپور

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت د تفتیش ریاست په یو تازه راپور کې ویلي چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ندی توانیدلی هغه لس ګونه زره افغانان په سمه توګه ارزیابي کړي چې د ګډوډۍ څخه د ډک تخلیې په بهیر کې د افغانستان څخه وایستل شول او متحده ایالاتو ته راوړل شول.

د دې وزارت د تفیش ریاست په راپور کې ویل شوي ځیني داسې افغانان هم راوړل شوي چې د متحده ایالاتو امنیت ته خطر بلل کیدی شي خو د کورني امنیت وزارت دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې مفتشینو ځیني مهم واقعیتونه په ناسمه توګه راپور کړیدي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت عمومي مفتش هم څه موده وړاندې په یو راپور کې دې نتیجې ته رسیدلی و چې امریکایي ادارو د تخلیې په بهیر کې د افغانانو د جرمي سابقې په ارزیابۍ کې د ټولو موجودو معلوماتو او امکاناتو څخه کار ندی اخیستی او دا یې هم ویلي چې که (ځینو افغانانو) ته په امریکا کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شي، ښایي متحده ایالات به د خطر سره مخ شي.

د عمومي مفتش په راپور کې ویل شوي چې د تخلیې د بهیر په لومړنیو اوونیو کې د افغانانو جرمي سابقه د دفاع وزارت او نظامي استخباراتو د معلوماتو په ډیټابیسونو کې نده کتل شوې.

پدې راپور کې ویل شوي چې د دې ۵۰ تخلیه شویو افغانانو په هکله د "سپکاوۍ معلومات"هغه وخت تر لاسه شول چې د څه باندې ۵۰ افغانانو چې متحده ایالاتو ته راوړل شوي، د ګوتو نښې واخیستل شوې او لاسته راغلي معلومات د دفاع وزارت او استخباراتي ادارو د معلوماتو په ذخیرو کې وکتل شول.

خو د کورني امنیت وزارت د مفتش په راپور کې ویل شوي چې دې وزارت پرته لدې چې د ځینو افغانانو جرمي سابقه په سمه توګه وڅیړي، هغوي ته یې اجازه ورکړې چې امریکا ته راشي.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې د کورني امنیت وزارت د یو معیاري بهیر په جوړولو کې هم پاتې راغلی چې د دې بهیر د نه شتون له کبله د امریکایانو ژوند هم په خطر کې اچول شوی ځکه ځینې داسې کسان هم د تخلیې په بهیر کې را ایستل شوي او امریکا ته راغلي چې د هغوي په هکله پوره ډاډ نشته آیا کومه سرغړاونه یې کړې که نه. په زرګونو هغو افغان کډوالو کې چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته د تخلیې په بهیر کې متحده ایالاتو ته راوړل شوي، شاوخوا ۵۰ داسې کسان هم پکې شته چې د امریکایي چارواکو په وینا ښایي د طالبانو غړي وي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د عمومي مفتش هم په یو راپور کې چې څه موده وړاندې یې خپور کړی و ویلي و چې.

د کورني امنیت وزارت د تفتیش ریاست هم پخپل راپور کې همداسې یوې اندیښنې ته اشاره کړه او ویلي یې دي چې ۳۵ داسې افغانان هم راوړل شوي چې د پرواز کولو هیڅ ډول اجازه یې نه درلوده.

په راپور کې ویل شوي چې په تخلیه شویو افغانانو کې ۱۳ سوه یې داسې هم شته چې معلومات یې په بایومیټریک کې ندي ثبت شوي.

سره لدې چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د افغانستان د تخلیې بهیر د دې هیواد د ځواکونو یوه کامیابي بلي او د دې بهیر دفاع کوي خو پدې بهیر کې د ګډوډۍ راپورونه ورکړل شوي او د داعش –خراسان ډلې یو برید هم پکې وشو چې د ۱۷۰ ملکي افغانانو تر څنګ پکې ۱۳ امریکایي سر تیري هم ووژل شول.

د کورني امنیت وزارت د تفتیش د ریاست په راپور کې دا هم ویل شوي چې د دې وزارت د ۱۳۰ مامورینو سره په مرکو کې ورته معلومه شوې چې د اسنادو نه شتون له کبله د ګمرکاتو د خوندیتوب او سرحدونو د خوندیتوب د ادارې کار کوونکو د څه باندې ۱۱ زرو افغانانو د زیږیدو نیټه د جنوري د میاشتې لومړۍ نیټه لیکلې ځکه چې یوازې د زیږدو کال ورته معلوم و او بس.

دې دفتر په راپور کې د دوو افغانانو یادونه کړې چې د امنیتي ګواښونو سبب شوي خو بیا هم متحده ایالاتو ته راوړل شوي. په دوي کې یو یې زنداني و چې طالبانو خوشې کړ او دویم یې بیا وروسته تر هغه د ایف بي آی وپیژانده چې امریکا ته راغلی و.

خو د کورني امنیت وزارت بیا ټینګار کوي چې ټول راغلي افغانان یې په سمه توګه طی مراحل کړي او هغوي چې پدې راپور کې یې یادونه شوې سره لدې چې په لومړي سر کې ورته د راتګ اجازه ورکړل شوې وه خو په تازه ارزیابۍ کې د امریکا څخه د ایستلو په بهیر کې شامل شوي.

د اګست په پنځلسمې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو د دغې میاشتې تر ډیرشمې پورې له ۱۲۲ زرو څخه زیات افغانان او بهرني اتباع له کابل څخه بهر ولېږدول شول. د دغو کسانو زیات شمیر افغانان و چې په لومړۍ مرحله کې په منځني ختیځ او اروپا کې د امریکا پوځي اډو ته انتقال شول.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم له بهرنیانو سره د کارکونکو افغانانو او په افغانستان کې د پاتې بهرنیانو د تخلیې بهیر د قطر په مرسته دوام لري