شاته

د پاکستاني او افغان لوبغاړي شخړه؛ د کرکټ نړیوالې شورا اصف او فرید جریمه کړل 

د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان کرکټ لوبغاړی اصف علي او د افغانستان لوبغاړی فرید ملک د اصولو څخه د سرغړونې له کبله د لوبې د فیس ۲۵ سلنه جریمه کړل.

تېره ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ په لوبې کې افغان لوبغاړي فرید ملک د پاکستان اصف علي په حساس وخت کې وسوځوه او په ډېر هېجانې شکل یې د هغه سوځېدل ونمانځل چې اصف علي ټیله کړ او نژدې وه چې یو بل سره ښکېل شي.

د کرکټ نړیوالې شورا نن پنجشنبه سپتمبر اتمه (وږې۱۷) په اعلامیې کې ویلي دي چې اصف علي د لوبغاړو لپاره د ټاکل شویو اصولو څخه سرغړونه کړې ده چې په یوې نړیوالې لوبې کې د «زشت چلند او سپکاوي» سره تړليو مسائیلو کې راځي.

اعلامیه وایي چې افغان لوبغاړی فرید ملک هم «له بل لوبغاړي سره د نامناسب فزیکي تماس له کبله» اصول مات کړي او جریمه شوي دي.

دوی دواړه به د خپلې لوبې د فیسونو ۲۵ سلنه جریمه پرې کوي. د هېوادونو کرکټ بورډ ادارې د خپلو اصولو په اساس لوبغاړو ته د لوبو فیسونه ورکوي.

د کرکټ د نړیوالې شورا اعلامیه همدغه راز وايي چې له دوی دواړو څخه د «ورزشي اخلاقو یو-یو پواینټ هم» کم شوي دي. وايي دواړو لوبغاړو خپلې تېروتنې منلې دي. د کرکټ نړیواله شورا وايي که له یو لوبغاړي څخه په ۲۴ میاشتو کې د «ورزشي اخلاقو څلور پواینټونه» کم شي، له لوبو څخه د بندیز له سزا سره مخامخېدای شي.

تېره ورځ پاکستان په یوې په زړه پورې لوبې کې افغانستان ته ماتې ورکړه. له لوبې وروسته د پاکستان ځینې مشهورو خبریالانو، کرکټ لوبغاړو او مینه والو په ټولنیزو رسنیو کې په افغان لوبغاړي فرید احمد کلکې نیوکې وکړې او له نړیوالې شورا څخه یې وغوښتل چې هغه ته سزا ورکړي.

افغان کرکټ مینه والو هم د اصف علي ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه او هغه یې په فزیکي شخړې او مناسب چلند تورن کړی.

د اسیا کپ په تېرو سیالیو کې هم اصف علي افغانستان ته د ماتې ورکولو وروسته خپل بیټ ټوپک ته ورته پورته ونیوه او داسې یې وښوده چې د خوشحالۍ ډزې کوي. هغه وخت هم د افغان کرکټ مینه والو د اصف علي دا کړنه غندلې وه او دا یې د لوبو او ورزش د اصولو او اخلاقو خلاف بللې وه.

د افغانستان کرکټ لوبډلې د اسیا کپ په کرکټ سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه نن په هند وبایلله.