شاته

هند د کرکټ اسیا جام په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او هندوستان اخري سیالي پنجشنبې د متحده عربي اماراتو په دوبۍمیدان کې و شوه، ددې لوبې ټاس) پچه( افغانستان وګټله او لومړی یې هند ته توپ وهنه ورکړه.هند د افغانستان پر وړاندې په شل اوورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۱۲ منډې وکړې.

د هند له لوري ویرات کوهلي سلیزه ووهله او ټیم ۲۱۲ منډې یې جوړې کړې، د افغانستان له لوري توپ اچونکي فرید ملک دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبغاړو د تمې سره سمه لوبه ونکړه، او ټوله لوبډله په ۱۱۱ منډو وسوځیده، افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ تر اخره ودرید او ۶۴ ناسوځیدلې منډې یې وکړې .

اخر کې د اسیا جام دا لوبه د هند ټیم پهٔ ۱۰۱ منډو وګټله. ویرات کوهلي ددې لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د کرکټ اسیا جام کې افغانستان ګروپ لوبو کې بنګله دیش او سري لنکا ته ماتې ورکړې وه خو دویم پړاو کې يې سري لنکا پاکستان اوهند ته لوبې بایلودې. دې لوبې سره دواړه ټیمونه له دې سیالیو ووتل.

د اسیا جام پای لوبه د سپتمبر په یوولسه د پاکستان او سري لنکا ترمنځ کیدونکې ده