شاته

اوچا: ژمي کې افغانانو سره د مرستې لپاره ۶۱۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د ژمې په رارسېدو سره په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره ۶۱۴ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا نن دوشنبه سپټمبر پنځمه (وږې ۱۴) له مرسته کوونکو بنسټونو څخه غوښتي چې د ساړه ژمي تر پیلېدو مخکې له افغانستان سره خپلو مرسته ته دوام ورکړي. په راپور کې ویل شوي چې اړمنې کورنۍ تر بل هر وخت په ژمي کې مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ملتونو د بشري مرستو د هغږغۍ ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې د را روان ژمې لپاره ۱۲۲ لوړ لومړیتوبونه، ۲۴۷ منځني لومړیتوبونه او ۳۲ ټیټ لومړیتوبونه مشخص شوي دي.

اوچا ویلي چې د ژمې په رارسېدو سره راتلونکو درې میاشتو کې د اړمنو کسانو لپاره د سرپناه چمتو کولو، بیا رغولو او ګرمو جامو او کمپلو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د هوا په سړېدو او د لارو تر بندېدو مخکې باید مرستندویه بنسټونه یاده مرسته دوی ته چمتو کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د ژمي په رارسېدو سره اړمنو افغانانو ته د مرستو رسېدو په هدف په بېړني توګه ۱۷۲ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه ادارې د سې شنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) ویلي چې او سمهال په افغانستان کې ملیونونه کورنۍ د یو بل ژمي سره د مخامخ کیدو لپاره نیږدې هیڅ نلري.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د خوړو نړیوال پروګرام هڅه کوي چې د ژمي تر را رسېدو مخکې د افغانستان لیري پرتو سیمو ته خوراکي موادو ورسوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي د اګست ۱۵ (زمري۲۴) ویلي و چې میلونونه افغانان پداسې حال کې د لوږې حالت ته نږدې دي چې د ژمي موسم هم په را رسیدو دی او د بشري مرستو لپاره بودجه هم مخ په خلاصیدو ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف د کابل څخه د ویډیو کنفرانس د لارې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د "وضعیت تر ټولو بهترین تعریف به دا وي چې سوچه ناورین وبلل شي."

ښاغلي اکبروف همدارنګه وویل چې په افغانستان کې ۱۹ په سلو کې خلک په کافي اندازه خواړه نلري او ۶.۶ ملیونه یې د اضطراري حالت تر کچې د خوراکي موادو د نامصؤنیت سره مخ دي چې د قحطۍ حالت څخه یوازې څو ګامه لیرې دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي همدرانګه وویل چې د افغانستان د ټولو شاوخوا ۴۰ ملیون وګړو څخه ۳۵ ملیونه یې په غربت کې پداسې حال کې ژوند کوي چې پدې هیواد کې د خوراکي موادو بیې نږدې ۳۰ په سلو کې لوړې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په دې وروستیو کې ولي چې د تیر کال د اګست میاشتې څخه بیا تر دا مهاله د افغانستان اقتصاد کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی او ۷۰۰زره کاري فرصتونه له منځه تللي او په خبره یې د فقر کچه ۷۰ سلنه زیاته شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته، د بهرنیو مرستو له کمېدو سره، دغه هیواد له اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی. د طالبانو د پالیسو په اساس اکثریت ښځې بې کاره کړای شوي دي چې په هغوی کې ځنې یې د خپلو کورنیو د ژوند د لومړنیو امکاناتو برابرونکي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۱ کال د اګست پنځلسمې راهیسې، پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته، د دغه هیواد شاوخوا ۹ میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه، چې له امله یې د رپوټونو له مخې ددغه جنګ ځپلي هیواد اقتصادي وضعیت نور هم خراب شوی دی.