شاته

پښتونخوا: کرک کې د ځمکې په سر نښته کې پينځه تنه وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په کرک ضلع کې د ځمکې د ملکيت د شخړې په سر د خپلوانو ترمينځه نښته شوې پينځه تنه پکې وژل شوي او دوه لارويانو په ګډون پکې درې تنه ژوبل شوي دي.

د کرک پولیسو دا پیښه تایيد کړې او وایي دا ماښام د سټي تانې په میټها خېل سیمه کې شوې ده.

د سټي تاڼې چارواکي وایي ډزې د زاهد علي او عطاالله ډلو ترمینځ شوې چې پکې پینځه تنه په ځای وژل شوي او د دوو لارويانو په ګډون درې تنه سخت ټپيان شوي دي چې په تشویشناک حالت کې د صوبې مرکز پیښور کې درملنې د پاره روغتون ته وړل شوي دي.

پولیس وایي دا هم وایي چې دا پېښه د زمکې د شخړې په سر شوې او دواړه خواوې خپلو کې تربوران دي او دواړ خواوو د یو بل پرضد د قتل مقدمې درج کړي دي.

د کرک ضلعې پولیسو ویلي دې پیښې وروسته پولیس په مقدمه کې د نومول شوو کسانو پرضد د لټون عملیات پیل کړي دي.

په خېبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د ځمکو د شخړو په سر دغسې نښتې شوي چې تر دې مهاله پکې په سلګونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د تېر کال دسمبر په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د ځمکې په سر د دوو قبیلو ترمینځ یوه درنه نښته کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي وو.

همدا شان د اکتوبر په میاشت کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعې کرمه کې هم د دوو قبیلو ترمینځ د ځمکې په سر د شخړې له امله ډزو کې اته کسان وژل شوي وو او 15تنه نور ژوبل شوي وو.

همدغه شان تیرکال د جون په 22 مه هم د صوبې مرکز پیښور کې د ځمکې د ملکیت په سر د یوې کورنۍ اووه کسان کور د ننه په ډزو وژل شوي وو.

تیر کال په 20م فرورۍ کې د حنوبي وزیرستان په کرکڼه سیمه کې ته هم د ځمکې په سر پېښه شوې د دوه قبیلو ترمینځ ډزې شوې وې چې پکې شپږ کسان وژل شوي او په لسګونو تنه ژوبل شوي وو.