شاته

د افغانستان په ختيځو او پاکستان په ځينو برخو کې زلزله شوې

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه د افغانستان د پلازمينې کابل په ګډون په ختيځو سيمو کې د شپې ناوخته خواو شا په دوه نيمې بجې زوروره زلزله شوې او د پاکستان د خېبرپښتونخوا نه تر اسلام اباد پورې يې جټکې محسوس کړی شوي شوي دي.

د افغانستان د پژواک خبري ادارې ترمخه په افغانستان کې د زلزلې جټکې په کابل، لوګر، خوست، پکتيا، بغلان، ننګرهار، لغمان او کونړ سره په نورو سيمو کې هم محسوس کړی شوي دي.

په سمدستي ډول د زلزلې د تاوان په اړه کوم خبر مخې ته نه دی راغلی.

د امریکې د جیالوجیکل سروې د ادارې ترمخه د زلزلې شدت یې 5.3 درجې او مرکز يې د جلال اباد نه شمال ختيځ ته 34 کلوميټره لرې د هندوکش په غرونو کې وو.

پاکستان کې هم مطبوعاتو ويلي، د زلزلې جټکې د خېبرپښتونخوا نه تراسلام اباد پورې محسوس کړی شوي دي.

په افغانستان او پاکستان کې دا زلزله په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې دلته زورور بارانونه او بيا سېلابونه راغلي دي.

د جون په مياشت کې د افغانستان په جنوب لويديځه برخه کې زوروره زلزله راغلې چې شدت يې 5.9 درجې وو.

په دغه زلزله کې د 1100 نه زیاتو کسانو د وژل کېدو او 3000 نه زیاتو ژوبلېدو ويل شوي او په زرګونو کورونه يې وران کړي وو.

د يادې زلزلې په مهال په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړيوالو نه د مرستو غوښتنه کړې وه.

د امريکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن په 28 جون په ټویټر ويلي وو، د افغانستان د زلزله ځپلو دپاره د نورو 55 ملينه ډالرو مرستې ورکوي.

په افغانستان کې تیره مياشت د راغلو سېلابونو په مهال هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړيوالو مرستو غوښتنه کړې وه.