شاته

خېبرپښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو په بېلابيلو پېښو کې د مړو شمېره 289 ته رسېدلې ده

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د 15 جون راهسې د بارانونو او سېلابونو سره په بېلابيلو پېښو کې تراوسه پورې 289 کسان مړه شوي او 348 ژوبل شوي دي، تر ټولو زياتې مرګ ژوبلې په سوات او ډېره اسماعيل خان کې شوي دي. په ټول ملک کې د مړو شمېره 1314 ته رسېدلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] وي او اې ډیوه سره په شريکو کړو معلوماتو کې ويلي، تراوسه پورې په سوات کې 34 تنه مړه او 28 ژوبل شوي دي، او په ډېره اسماعيل خان کې 33 تنه مړه او 83 ژوبل شوي دي.

د پي ډي اېم اې ترمخه د 15 جون راهسې په بېلابيلو پېښو کې 13 تنه په باجوړ، 15 په کرک، 11 په خېبر، 13 په لکي مروت، 17 په کوز دیر، 14 په کوز کوهستان، 22 په مانسهره، 15 په مردان، 17 په جنوبي وزیرستان او 13 په بره دير کې مړه شوي دي.

په 289 ټوله شمېره کې 139 نارينه، 109 ماشومان او 41 ښځې مړې شوي دي.

د ادارې ترمخه په صوبه کې ټول 674782 کسان بې کوره شوي چې پکې 406568 کسان ضلعي انتظامیې او اړونده ادارو ادارو محفوظو ځايونو ته منتقل کړي دي.

د پي ډي اېم په رپورټ کې ویل شوي په صوبه کې 87450 کورونه اغېزمن شوي چې پکې 35123 په مکمله توګه تباه شوي دي، تر ټولو زيات کورونه هم په ډېره اسماعيل خان کې اغېزمن شوي چې شمېره يې 40444 ده.

ویل شوي په صوبه کې 490 سکولونه اغېزمن شوي چې پکې 24 په مکمله توګه تباه شوي دي. او په صوبه کې 20363 څاروي هم مړه شوي دي.

د پي ډي اېم اې په وېنا د جولايي د میاشتې څخه مختلفو ضلعو ته د بېړنيو مرستو دپاره يو ارب 75کروړه روپۍ جاري کړی شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې راغلو سېلابونو چې په سوات کې سړکونه وړلي د سوات انتظاميې وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو معلوماتو کې ويلي، چې د 28 اګست نه تر درېم ستمبر پورې 3000 کسان د هيلي کاپټرو د لارې منتقل کړی شوي دي.

او د سوات اډيشنل ډپټي کمشنر ابرار وزیر چې په سوات کې د سېلاب ځپلو د مرستو د عملياتو مشري کوي پرون وي او اې ډيوه ته ویلي چې د پرونه پورې په کالام کې ګېر شوو کسانو کې 90 فيصده راويستل شوي دي.

هغه ويلي د کالام سره اوس هم سړکي لاره بنده ده او د څلورو نه تر پينځه ورځو پورې به د کالام سره سړکي لاره بحال شي.

د نوموړي په خبره چې په کومو علاقو کې چې خلک ګېر دي هغو ته د خوراک څښاک او دوايانو رسولو دپاره رضا کار ګمارل شوي دي.

ابرار وزیر ويلي، په سوات کې 17 کسان مړه شوي د 200 پورې کورونه تباه شوي دوی ته به حکومت معاوضه ورکوي.

د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې اېن ډي اېم اې ترمخه پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله 33 ملينه 46329 کسان اغېزمن شوي دي.

اېن ډي اېم اې ويلي د 14 جون راهسې تراوسه پورې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو سره په بېلابيلو پېښو کې ټول 1314 کسان مړه شوي چې پکې زیات کسان په سيند صوبه کې مړه شوي او شمېره يې 511 ده.

اېن ډي اېم اې ويلي په 1314 کسانو کې 585 نارينه، 458 ماشومان او 262 ښځې دي.

اېن ډي اېم اې ويلي په ملک کې 214707 کورونه اغېزمن شوي چې پکې 201192 په مکمله توګه تباه شوي دي.

د پاکستان د پلاننګ وزير احسن اقبال ويلي ملک ته د لس اربه ډالرو تاوان اوښتی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​