شاته

د اوکراین صدراعظم جرمني ته تللی او د نورو وسلو غوښتنه یې کړې

د اوکراین صدراعظم دنیز شمیهال یکشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) په جرمني کې د ملاقات پر وخت هیله څرګنده کړه چې برلین به د اوکراین سره د هوایي دفاع په جوړولو کې د رهبرۍ نقش ولري او د دې هیواد څخه یې د نورو درنو وسلو غوښتنه وکړله.

دا په تیرو څو میاشتو کې لومړی ځل دی چې د اوکراین یو جګپوړی چارواکی برلین ته سفر کوي او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کیدو نښه بلل کیږي.

سره لدې چې په لومړي سر کې جرمني اوکراین ته د درنو وسلو د ورکولو لپار زغرد ځواب نه و ورکړی چې پخپله اوکراین یې هم حیران کړی و خو ښاغلي شمیهال د ملاقات پر وخت وویل چې جرمني د دې هیواد سره نظامي مرستې چټکې کړې.

د اوکراین صدراعظم وویل چې جرمني د روسیې د یرغل راپدیخوا کیف ته د هویټزر ۲۰۰۰ ډوله ټانکونه او ) MARS) توغندي ورکړيدي چې د هغه په قول د جګړې په ډګر کې یې ښه نتیجه ورکړې.

د اوکراین صدراعظم په جرمني کې هیله څرګنده کړې چې د دې هیواد هوایي دفاع په ودې کې به برلین تر نورو هیوادونو مخکښ او مهم نقش ولري.

هغه زیاته کړه، " د Iris-T په نامه د هوایي دفاع سیستم به په همدې راتلونکي مني کې اوکراین ته ولیږدول شي".


په عین حال کې د جرمني صدراعظم اولف شولتز وویل چې جرمني ځانګړي مسؤلیت لري چې د اوکراین سره د هوایي دفاع سیستم او توپخاني په رغولو کې مرسته وکړي.
د اوکراین صدراعظم پداسې حال کې جرمني ته تللی چې ټاکل شوې د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیران راتلونکې پنجشنبه پدې هیواد کې جرګه شي.

د غونډې مشري د امریکا متحده ایالات کوي او د اوکراین سره د دنظامي مرستو په همغږۍ به وغږیږي.

سره لدې چې د جرمني صدراعظم پخپلو خبرو کې د اوکراین سره د ملاتړ ژمنه وکړله خو تر څنګ یې دا هم وویل چې برلین دا کار د خپلو انډیوالانو او متحدینو سره په سلا مشورې کوي.

دا لومړی ځل ندی چې جرمني د اوکراین سره د نظامي مرستو ژمنې کوي. دې هیواد د اپریل په ۱۵ هم د اوکراین سره د څه باندې ۱ ملیارد یورو نظامي مرستو اعلان وکړ.

د حکومت یو ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې "برلین د نورو هیوادونو مرستو په پام سره پریکړه کړې چې د دفاعي سکتور نړیوالې مرستې ۲ ملیارده یورو کړي او د دې مرستو ډیره برخه د اوکراین سره نظامي مرستې دي".

د جرمني د مالیې وزیر کریستیان لیندنر هم په ټویټر کې د اوکراین سره دا نظامي مرستې تائید کړې او ویلي یې دي چې اوکراین باید دا پیسې د نظامي تجهیزاتو په اخیستو ولګوي.

جرمني د اوکراین سره دا نظامي مرستې پداسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د کیف او ګاونډي هیواد پولینډ په ګډون ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو شکایت کړی و چې د روسیې سره په جګړې کې اوکراین ته درنې وسلې او نور لازم تجهیزات نه ورکول کیږي.

په کور دننه هم د جرمني په صدراعظم اولاف شولتز انتقادونه پدې خاطر ډیر شوي چې ولې د اوکراین سره د درنو وسلو په مرستې کولو کې زړه نا زړه دی. سره لدې چې په اواکراین د روسیې د یرغل څخه وروسته ښاغلي شولتز د خپل هیواد دفاعي پالیسي تر ډیره حده بدله کړې خو تر دې دمه یې د اوکراین سره د درنو وسلو د مرستو څخه ډډه کړې وه.

په ښاغلي شولتز دا انتقادونه هم کیږي چې ولې د بریتانیې د صدراعظم بوریس جانسن او د اروپایي اتحادیې د مشرې ارسولا وان دیر لیان په شان اوکراین ته یې تر اوسه سفر ندی کړی.

په جرمني کې د اوکراین سفیر اندرې ملینایک هم ویلي چې کیف ته د ښاغلي شولتز سفر به "قوي پیغام" ولري او سیاسي مخالفینو هم غوښتي چې صدراعظم دې اوکراین ته ولاړ شي او د حالاتو جاج دې واخلي.