شاته

کوهلي: د ټیسټ لوبو کپتانۍ تر پريښودو وروسته تر دوهني پرته بل هیچا د ملاتړ پیغام ندی رالیږلی

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان ویرات کوهلي وایي کله یې چې د ټیسټ لوبو کپتاني پریښوده او د سخت ذهني فشار سره مخ و، یوازینی شخص چې د ملاتړ پیغام یې ور استولی و، مهیندرا سینګ دوهني و.

تر کوهلي وړاندې دهوني د هند د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان و.

۳۳ کلن کوهلي چې د آسیا جام د سیالیو د پیل څخه وړاندې یې یوه میاشت د لوبو څخه دمه کړې وه وایي سختو شرایطو ورته دا وښوده چې اصلي ملګري یې څوک دي.

هغه وایي "یو شی غواړم ووایم او هغه دا کله چې ما د ټیسټ کپتاني پریښوده، یوازې دوهني راته پیغام ولیږه او بل هچیا دا کار ونکړ. ځینې داسې اړیکې دي چې ریښتیني دي او خوندي دي".

د هند دا مشهور لوبغاړی وایي چې د ډیرو خلکو سره یې د ټیلیفون شمیره شته او ډیرو کسانو یې په هکله تلویزیون کې خبرې کړي خو هیچا ملاتړ پیغام ندی ورکړی.

ویرات کوهلي په ۲۰۱۱ کال کې پداسې حال کې د هند په ملي لوبډلې کې یو ورځنۍ او د ټیسټ لوبې پیل کړلې چې مهیندار سینګ دوهني د ملي لوبډلې کپتان و.

ویرات کوهلي د شلو شلو اورونو د تیر نړیوال جام تر سیالیو وروسته د لوبډلې کپیتاني پریښوده خو وروسته پداسې حال کې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د کپتانۍ څخه هم لیرې شو چې د کرکت تر ټولو په ناوړه دورې کې وي.


ویرات کوهلي د ۲۰۱۹ کال د نومبر د میاشتې راپدیخوا په نړیوالو لوبو کې سل منډې ندي کړي او له همدې کبله یې د جنوري په میاشت کې د ټولو لوبو د کپتانۍ څخه لاس واخیست او پر ځای یې روهیت شرما د هند کپتان وټاکل شو.
ښاغلي کوهلي څه موده وړاندې دا هم ومنله چې د ذهني فشار سره مخ و او کله نا کله به یې د لوبو په ډګر کې داسې شدت څرګنداوه چې حقیقت یې نه درلود.

هغه وایي" په لوبو کې وقفه اخیستل بده نده او زه هیله لرم چې دا کار خلکو ته قوت ورکړي او خپل احساسات څرګند کړي".
هغه وایي " که تاسو دا حالات له پامه وغورځوئ، لا ډیر به په غصه شئ. زه خوښ یم او د کرکټ د لوبې څخه خوند اخلم او دا زما لپاره تر ټولو مهمه ده".