شاته

کونړ کې د تیرې شپې زلزلې شپږ کسان مړه کړي، نهه ټپیان دي

په کونړ کې د طالبانو حکومت سیمه ییز مسؤلین وایي، د دغه ولایت به نور ګل ولسوالۍ کې د تیرې شپې زلزلې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب حنیف نن دوشنبه سنبلې پنځمه (وږې ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د نورګل ولسوالۍ په «ودیر» او «شلط» کلیو کې د تیرې شپې زلزلې له امله ۶ کسان مړه شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي حنیف زیاته کړه چې په یاده ولسوالۍ کې د زلزلې له امله لسګونه کوورنه هم تخریب شوي دي.

هغه وویل: "د نور ګل ولسوالۍ په دوو کلیو ودیر او شلطه کې د بېګانۍ زلزلې له امله مالي او ځاني زیان رسېدلی دی،په لیري پرتو سیمو کې هم زیانونه رسېدلي دي،په لسګونه کورونه غورځېدلي دي، تر اوسه ابتدايي معلومات دادي چې شپږ کسان شهیدان دي او نهه کسان زخمیان دي."

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب حنیف همدارنګه وویل چې له زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف د سري میاشتې او طبیعي پېښو په وړاندې د چمتوالي ریاست او ولسوالۍ مسؤلین زیانمنو شوو سیمو ته تللي دي.

هغه وویل چې د کونړ ولایت په نورو ولسوالیو کې هم زلزلې ځاني او مالي زیانونه اړولي خو وايي کره شمېر به یې وروسته څرګند شي.

د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د تیرې شپې ۵.۳ قوي زلزلې مرکز د ننګرهار ولایت په شمال ختیځ ۳۴ کیلومترۍ کې دهندوکش غرونه کې و.

دغه زلزله چې تېره شپه ۲:۳۰ دقیقې رامنځته شوه د معلوماتو له مخې ټکانونه یې د کابل په ګډون ځتيځو، جنوب ځتيځو او مرکزي ولايتونو کې احساس شوي دي٠

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جون په میاشت کې د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو خوست او پکتیکا کې د مرګونې زلزلې له امله د ۱۱۰۰ کسان مړه او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان شول او زرګونه کورونه یې ونړول.