شاته

امریکا په تایوان د ۱.۱ ملیارد ډالرو په ارزښت وسلې پلوري

د امریکا متحده ایالاتو جمعه سپټمبر ۲ (وږي۱۱) په تایوان د ۱.۱ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو اعلان پداسې حال کې کړی چې دې ټاپو ته د جګپوړو امریکایي چارواکو د سفر پر سر د چین سره اختلافات ډیر شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا وسلې به د تایوان دفاعي چارې قوي کاندي او ددې هیواد د امنیت لپاره ضروري دي.

ویاند زیاته کړه، "مونږ د بیجنګ څخه غواړو چې د تایوان پر ضد خپل نظامي، دپلوماتیک او اقتصادي فشار بند کړي او د تایوان سره دې معنی دارو خبرو ته کښیني".

په تایوان ددې وسلو د پلور تر څنګ د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې متحده ایالات لا هم یوازې بیجنګ په رسمیت پیژني.

پدې وسلو کې د ۶۵۵ ملیون ډالرو په ارزښت د رادار یو سیستم دی چې په تایوان د واریدونکو توغندیو په هکله خبرداری ورکوي او د ۳۵۵ ملیون ډالرو په ارزښت د هارپون ۶۰ پرمختللي توغندي دي چې د جنګي کښتیو د ډوبولو وړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پدې وسلو به تایوان وکړی شي خپل وسله وال ځواکونه په عصري وسلو سمبال کړي او د اعتبار وړ دفاعي وتیا به ولري.

سره لدې چې د بهرنیو چارو وزارت په تایوان د وسلو دا پلور منظور کړی خو باید کانګرس یې هم منظور کړي. په کانګرس کې وار د مخه د دواړو سترو ګوندونو تر منځ د تایوان سره پراخ ملاتړ موجود دی او ښایي چې پرته له کومه خنډه به ومنل شي.

امریکا پداسې حال کې په تایوان دا وسلې پلوري چې د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي تیره میاشت د چین د سختو خبرداریو سره سره، تایوان ته ولاړه او بیجنګ د دې سفر په غبرګون کې د خپل نظامي قوت د څرګندولو لپاره د تایوان سره نږدې داسې نظامي تمرینات وکړل لکه د یرغل په حالت کې چې کیږي.

د متحده ایالاتو د کانګرس پلاوي چې میرمن پلوسي یې مشري کوله په یوې اعلامیې کې وویل چې دغه سفر "د تایوان د خوځنده دموکراسۍ څخه د متحده ایالاتو د نه ماتیدونکي ملاتړ" څرګندونه کوي.

په اعلامیه کې راغلي: " د تایوان له مشرتابه سره زموږ بحثونه به د خپل ملګري سره زموږ د ملاتړ په بیا تاییدولو او د هند - آرام سمندر دازادې او پرانستې سیمې د پراختیا په ګډون زموږ د ګډو ګټو په وده باندې تمرکز وکړي. په داسې حال کې چې نړۍ د استبداد او ډموکراسۍ ترمنځ له کړکېچ سره مخامخ ده، د تایوان له ۲۳ میلیونو وګړو سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت ډېر مهم دی."

د میرمن پلوسي د سفر څخه څو ساعته دمخه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هووا چونینګ په بېجينګ کې په يو خبري کنفرانس کې وويل: «امريکا د چين د امنيتي ګټو او ملي حاکميت ته د نا پاملرنې په صورت کې د دې مسؤوليت په غاړه لري او بيه به یې ادا کړي