شاته

د هرات مشهور دیني عالم مجیب الرحمن انصاري د 'ګذرګاه' جومات چاودنه کې ووژل شو

طالب چارواکي وايي، د هرات ولایت د «ګذرګاه» په نوم جومات په نننۍ چاودنه کې د طالبانو حکومت ته نژدې «مشهور مبلغ او دیني عالم» مولوي مجیب الرحمن انصاري وژل شوی دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد شاه رسولي نن جمعه سپټمبر دوهمه (وږې ۱۱) د یاد خبر په تائید سره امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنه نن د جمعې لمانځه پر مهال شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په نننۍ چاودنه کې د هرات د مشهور دیني عالم مولوي انصاري په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان شوي دي. د هغه په وینا د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

که څه هم د چاودنې نوعیت تر دا مهاله معلوم نه دی، خو ویل کیږي چې دغه چاودنه ځانمرګی برید و چې د جمعې لمانځه پرمهال شوی دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې د مولوي مجیب الرحمن انصاري امنیتي ساتونکي او عام خلک شامل دي.

هغه وویل چې د پېښې بشپړه جزئیات به وروسته شریک شي.

بلخوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یاد خبر په تائید سره ویلي چې مولوي مجیب الرحمن انصاري نن د جمعې لمانځه پر مهال د هغه په خبره په «ناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسېد».

نوموړي زیاته کړې: "اسلامي امارت د نوموړي د شهادت له امله خپله ژوره خواشیني ښيي، دپيښې ترشا عاملین به د خپل ګرغیړن عمل سزا وويني."

د هرات امنیتي مسؤلین وایي چې په دې اړه څېړنې روانې دي چې بشپړه جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي. تر دامهاله په هرات ولایت کې د نننۍ چاودنې مسولیت د طالبانو د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې یا کوم کس نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې نن جمعه په هرات ولایت کې یوه اقتصادي غونډه هم رابلل شوې وه چې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پکې ګډون کړی و. په دغه غونډه کې د هرات دیني عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري هم ګډون کړی و.